تازه خبرونه
د غني او عبدالله د سیاسي هوکړې نه پلي کیدو اندېښنې رامنځته کړي
یو شمېر سیاستوالو ویلي، چې د ډاکټر غني او ډاکټر عبدالله ترمنځ د سیاسي هوکړې له لاسلیک وروسته د دغې هوکړې د عملي کیدو په برخه کې د پام وړ پرمختګ ندی شوی.
د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د سیاسي هوکړې له لاسلیک نږدې یوه میاشت تېریږي؛ خو د عملي کیدو لپاره یې بنسټیز کارونه ندي شوي. ولسمشر غني اووه وزارتونو ته نوماندان معرفي کړي. په داسې حال کې، چې عبدالله عبدالله تراوسه څوک نه دي معرفي کړي. د مصالحې په عالي شورا کې هم تراوسه ګومارنې ندي شوي، چې مشري یې عبدالله عبدالله کوي.
ځینې سیاستوال پدې اړه اندېښمن دي.
د مشرانو جرګې منشي عبدالله قرلق ویلي ولسمشر اووه نوماند وزیران معرفي کړي؛ خو عبدالله عبدالله تراوسه کابینې ته څوک ندي معرفي کړي.
دوی وایي تراوسه د مصالحې د عالي شورا کاري اجندا هم روښانه نده او ګومارنې هم په کې ندي شوي. عبدالله عبدالله ته نږدې کسانو ویلي؛ تر راتلونکیو څو ورځو به د پخلاینې عالي شورا جوړښت او د وزیرانو او والیانو معرفي کول په رسمي ډول پیل شي.
د سیاسي چارو شنونکی شهزاده مسعود وایي: کله، چې د دواړو ډاکټرانو تر منځ سیاسي هوکړه لاسلیک شوه هیلې ورسره راوټوکیدلې؛ خو نه د پخلاینې شورا جوړښت معلوم شو، نه کابینه پوره شوې او نه خپلمنځي خبرې پیل شوې. مونږ هیله من یو، چې دا چارې تر سره شي.
جنرال دوستم ته نږدې کسانو ویلي؛ د مارشالۍ رتبه هم تراوسه دوستم ته نده ورکړ شوې.
د ملي جنبش ګوند ویاند بشیراحمد ته ینج وایي؛ په راتلونکیو څو ورځو کې جنرال دوستم کابل ته راځي او د مارشالۍ رتبې د ورکولو مراسم ب یې تر سره شي.
د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د سیاسي هوکړې له لاسلیک وروسته په دولتي جوړښتونو کې د پرمختګ د نشتوالي له کبله د اندېښنو په اړه ارګ څه نه وایي.
تازه خبرونه
د حکومت او رسنیو ترمنځ باید واټن نهوي – ستانکزی
شېرمحمد عباس ستانکزي په کابل کې د اسلامي نظام په ټینګښت کې د رسنیو رول تر سرلیک لاندې په یوه سیمینار کې زیاته کړې؛ رسنۍ د نړۍ په تبلیغاتي جګړه کې بنسټیز رول لوبوي او پر اسلامي امارت لازمه ده، چې پرې له فشارونو ډډه وکړي او پرېږدي، چې رسنۍ د هېواد په پرمختګ او هوساینه کې خپل رول په آزاده توګه ولوبوي.
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي ويلي، له رسنیو باید داسې ملاتړ وشي، چې د حکومت او دوی ترمنځ واټن رامنځته نشي.
شېرمحمد عباس ستانکزي په کابل کې د اسلامي نظام په ټینګښت کې د رسنیو رول تر سرلیک لاندې په یوه سیمینار کې زیاته کړې؛ رسنۍ د نړۍ په تبلیغاتي جګړه کې بنسټیز رول لوبوي او پر اسلامي امارت لازمه ده، چې پرې له فشارونو ډډه وکړي او پرېږدي، چې رسنۍ د هېواد په پرمختګ او هوساینه کې خپل رول په آزاده توګه ولوبوي.
نوموړي په دې اړه ویلي: " د دوی (رسنیو) ستونزې باید واورېدل شي، د دوی غږ باید واورېدل شي، د دوی لپاره باید داسې چاپېریال برابر شي، چې په ازاده توګه خپل کارونه ترسره کړي."
ستانکزي زیاته کړې، د هېواد د رسنیو په اړه باید داسې نظر وي، چې دواړه لوري یو بل ته د اجنبی په سترګه ونهګوري او اسلامي امارت پر رسنیو له فشار راوړلو ډډه وکړي او رسنیو ته اجازه ورکړي، چې په خلاص لاس کار وکړي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولينو هم په دې سيمينار کې ويلي، چې له ازادو رسنيو سره يې د ټکر لار نده غوره کړې او دغه وزارت له دوى سره هر راز همکارۍ ته ژمن دى.
د سیمینار برخهوالو له رسنیو هم وغوښتل، چې نړۍ ته د افغانستان د مثبت انځور په ځلولو او انعکاس کې له هیڅ راز هڅې ډډه ونکړي.
دا سیمینار په داسې حال کې جوړیږي، چې رسنۍ د ملي ګټو او اسلامي ارزښتونو په چوکاټ کې د بیان ازادۍ او مثبتو فعالیتونو انعکاس ته ژمنې دي.
تازه خبرونه
له ازبکستان سره د ۲۰۲۵ ز.کال لپاره د برښنا د پېرودلو تړون لاسلیک شو
دغه تړون تاشکند ته د دغه شرکت د عمومی رییس عبدالباری عمر پر مشرۍ د اسلامی امارت د پلاوي له سفر او د دغه هېواد له چارواکو سره له خبرو اترو وروسته لاسلیک شو.
د افغانستان برښنا شرکت څرګنده کړې، چې له ازبکستان سره د ۲۰۲۵ ز. کال لپاره د برښنا د پېرودلو تړون لاسلیک شوی دی.
دغه تړون تاشکند ته د دغه شرکت د عمومی رییس عبدالباری عمر پر مشرۍ د اسلامی امارت د پلاوي له سفر او د دغه هېواد له چارواکو سره له خبرو اترو وروسته لاسلیک شو.
د افغانستان برښنا شرکت ویاند حکمت الله میوندي ویلي: " د افغانستان برښنا شرکت عمومي رییس د یوه پلاوي پر مشرۍ ازبکستان ته تللی و او په ازبکستان کې یې د برښنا له مسوولانو سره په کتنه کې د ۲۰۲۵ ز.کال لپاره د برښنا د پېرودلو تړون لاسلیک کړ."
یو شمېر پانګوال له اسلامي امارت څخه غواړي؛ د ۵۰۰ کیلو ولټ برښنا په اړه دې له ازبکستان سره خبرې وکړي او دغه پروژه ژر تر ژره بشپړه کړي، چې په هېواد کې د برښنا د کمښت ستونزې یوه برخه اواره شي.
د افغانستان برښنا شرکت ویلي، چې افغان پلاوي له ازبکستاني چارواکو سره د ۵۰۰ کیلو ولټ برښنا د لېږد پروژې په اړه، چې د سرخان- پلخمري- دشت الوان څخه د کابل تر ارغندي او د ننګرهار شیخ مصري ته، چې د ۸۰۰ څخه تر ۱۰۰۰ میګاواټه برښنا د لېږد ظرفیت لري په اړه هم خبرې کړې دي.
تازه خبرونه
څار: د مهاجرو نولواله ورځ
-
لوبی2 days ago
آریانا ټلویزیون د ۲۰۲۵ کال د کرکټ اتلانو جام خپروي
-
تازه خبرونه2 days ago
اروپايي ټولنې په افغانستان کې د اقتصادي ودې لپاره نږدې ۲۰ میلیون یورو ځانګړي کړل
-
نړۍ2 days ago
د سوریې په یوه ډلهییز قبر کې لږ تر لږه ۱۰۰ زره جسدونه براته دي – راپور
-
نړۍ3 days ago
ټرمپ او نتانیاهو پر غزه او سوریه خبرې وکړې
-
تازه خبرونه2 days ago
د کابل په دارالامان سیمه کې د ډیپلوماټیک ښارګوټي توپوګرافیکه سروې بشپړه شوه
-
سیمه ییز خبرونه1 day ago
په مسکو کې د روسیې د اټومي دفاعي ځواکونو قومندان د یوې چاودنې له کبله ووژل شو
-
لوبی1 day ago
آریانا زاډیو ټلویزیون د IPL سیالیو د خپرولو تړون لاسلیک کړ
-
تازه خبرونه3 days ago
اسلامآباد اوس له کابل سره خبرو ته چمتو شو