نړۍ
د غزې په تړانګه کې پر یوه مرستندویه مرکز د هوایي برید له کبله ۸ کسان ووژل شول ـ عیني شاهدان
عیني شاهدانو ویلي، چې په دې برید کې د هغه مرکز یوه برخه هم ویجاړ شوې، چې د ملګرو ملتونو مرستندویه اداره UNRWA یې اداره او له بې ځایه شویو کورنیو سره مرسته کوي.

فلسطیني عیني شاهدانو ويلي، د یکشنبې پر ورځ د غزې ښار ته څېرمه پر یوه روغتیايي مرکز د اسرائیلي الوتکو په برید کې ۸ فلسطینیان وژل شوي دي.
عیني شاهدانو ویلي، چې په دې برید کې د هغه مرکز یوه برخه هم ویجاړ شوې، چې د ملګرو ملتونو مرستندویه اداره UNRWA یې اداره او له بې ځایه شویو کورنیو سره مرسته کوي.
د اسرائیلو پوځ اعلان کړی، چې دا مرکز په تېرو وختونو کې د UNRWA کارمندانو په لاس کې و او دا مهال د حماس او د فلسطین اسلامي جهاد وسلهوالو لخوا کارول کېده.
دغه راز څرګندوي، چې د دې عملیاتو له پلي کېدو مخکې د ملکي وګړو د زیان د خطر کمولو لپاره « د مخنیوي تدابیر» نیول شوي دي.
د اسرائیلو پوځ په خپله خبرپاڼه کې ټینګار کړی: د یکشنبې پر سهار یې هغه بنسټونه، چې د حماس او اسلامي جهاد ترهګر په کې فعال ول؛ بمبارډ کړي دي.
د خبرپاڼې له مخې؛ د حماس د ترهګریزو فعالیتونو لپاره د انساني سپر په توګه ملکي بېخبناوې او ملکي وګړي کاروي.
ویل کیږي، چې په فلسطین کې ملکي زیانونه ورځ تر بلې مخ پر ډېرېدو دي او د اوربند خبرې یې هم زیانمنې کړې دي.
اړوند خبرونه:
په غزه کې جګړې د ژوندانه چاپېریال زیانمن کړی – ملګري ملتونه
اسلامي امارت په غزه کې د اوربند لپاره د امنیت شورا پرېکړې ته د امریکا منفي رایه وغندله