نړۍ

د غزې په تړانګه کې د اسرائیلو د بریدونو له کبله ۷۰  کسان وژل شوي

د ویجاړو شویو کورونو یوه ګاونډ احمد عیان ویلي: “د سهار شاوخوا دوه بجې مونږ د یوې لویې چاودنې له غږ سره راویښ شوو”.

Published

on

(Last Updated On: )

د رویټرز خبري سرچینې د راپور له مخې؛ فلسطیني ډاکټرانو د شنبې پر ورځ ویلي، په غزه کې د اسرائیلو په پوځي بریدونو کې لږ تر لږه ۷۰ کسان وژلي دي.

ډاکټرانو او د سیمې اوسېدونکیو ویلي، چې لږترلږه ۱۷ کسان پر دوه کورونو د هوایی بریدونو له کبله وژل شوي دي.

د ویجاړو شویو کورونو یوه ګاونډ احمد عیان ویلي: “د سهار شاوخوا دوه بجې مونږ د یوې لویې چاودنې له غږ سره راویښ شوو”.

هغه زیاته کړې، چې په کور کې ۱۴ یا ۱۵ کسان اوسېدل.

عیان رویټرز ته ویلي: « ډېري زیانمن یې ښځې او ماشومان دي؛ دوی ټول ملکي وګړي دي، هلته داسې څوک نشته، چې توغندي یې ویشتلي وي او یا د مقاومت له ډلې څخه وي.»

خلکو د ویجاړیو او خځلو لاندې د ژوندي پاتې شویو کسانو لپاره هڅې کوي او ډاکټرانو ویلي، چې په وژل شویو کې څو ماشومان هم شته دي. له برید څخه څو ساعته وروسته هم له ویجاړیو څخه د لوګي او د اور لمبې پورته کیږي.

تر دې دمه د اسرائیلي پوځ د پیښې په اړه څه ندي ویلي.

دغه راز د فلسطین د ملکي بېړنيو خدماتو ادارې ویلي، چې د غزې په ښار کې پر کورونو یو بل برید د شنبې پر ورځ له دې دوه بریدونو وروسته پېنځه کسان وژل شوي دي.

دې ادارې زیاته کړې؛ وېره ده، چې لږ تر لږه ۱۰ نور کسان تر خاورو لاندې شوي وي.

له دې مخکې د اسرائیلو پوځ اعلان کړی و، چې د محاصرې شوې سیمې په شمالي څنډه کې یې د بیت حانون په ښارګوټي کې د حماس یو کمپلکس ویجاړ کړی دی.

د فلسطیني ډاکټرانو د څرګندونو له مخې؛ په جبالیه کې د اسرائیلي ځواکونو په بریدونو کې لږ تر لږه شپږ نور کسان وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې حماس ویلي؛ ژر تر ژره یوې هوکړې ته ژمن دي، خو څرګنده نه ده، چې دواړه لوري دې هوکړې ته څومره نږدې شوي دي.

Trending

Exit mobile version