سیمه ییز خبرونه
د غزې احتمالي اوربند نږدې شوی دی – جیک سالیوان
جیک سالیوان له بلومبرګ سره په دې مرکه کې ویلي، چې د ولسمشر جو بایډن اداره د راتلونکي ولسمشر ډونالډ ټرمپ له کاري ډلې سره په اړیکه کې ده او هڅه یې کړې، چې د جنورۍ پر شلمه واشنګټن د واک له لیږد څخه مخکې پدې اړه یوه متحد جبهه ولري.

رویټرز راپور ورکړی، چې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیک سالیوان د دوشنبې پر ورځ بلومبرګ نیوز ته ویلي؛ د بایډن اداره په روانه اوونۍ کې د غزې د اوربند احتمالي تړون ته ډېره لېواله ده؛ خو هیڅ تضمین نشته، چې دا لوري به داسې یوې هوکړې ته غاړه کېدي.
جیک سالیوان له بلومبرګ سره په دې مرکه کې ویلي، چې د ولسمشر جو بایډن اداره د راتلونکي ولسمشر ډونالډ ټرمپ له کاري ډلې سره په اړیکه کې ده او هڅه یې کړې، چې د جنورۍ پر شلمه واشنګټن د واک له لیږد څخه مخکې پدې اړه یوه متحد جبهه ولري.
سالیوان ویلي: “د ولسمشر بایډن د پېر تر پایه په دې اړه د فشار ډېرول د پام وړ دي. “
بایډن راتلونکې اوونۍ د نومبر په ټاکنو کې د ډیموکراټانو له ماتې وروسته په سپینه ماڼۍ کې ولسمشري پرېږدي او د امریکا حکومت بېرته ټرمپ او د هغه جمهوري غوښتونکو ملګرو ته سپاري، چې د کانګرس د دواړو خونو کنټرول ورسره دی.
د بایډن او ټرمپ دواړو استازو د احتمالي هوکړې په اړه په وروستیو خبرو کې برخه واخیسته.
سالیوان بلومبرګ ته وویل: ” اوس پوښتنه دا ده؛ آیا مونږ ټول کولی شو په ګډه له دې شېبې ګټه واخلو او دا( اوربند ) رامنځته شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا منتخب ولسمشر د جګړې له اړخونو غوښتي، چې د هغه د ولسمشرۍ له لوړې مخکې باید د اوربند هوکړې ته ورسیږي. که د اسرائیلو بندیان تر هغه وخته خوشې نشي، “په منځني ختیځ کې به دوزخ جوړ شي.”