تازه خبرونه
د عشر او زکات راټولولو طرحه وروستۍ شوې – ماليې وزارت

د افغانستان مالیې وزارت څرګنده کړې، چې د عشر او زکات راټولولو طرحه وروستۍ شوې او په راتلونکیو څو ورځو کې به د تصویب لپاره کابینې ته وسپارل شي.
د مالیې وزارت ويلي؛ د عشر او زکات راټولولو طرحه یې د حج او اوقافو او کرنې له وزارتونو سره په همغږۍ کې وروستۍ کړې او ټاکل شوې، چې د روانې اوونۍ په وروستیو کې یې کابینې ته د تصویب لپاره ولېږي.
د دغه وزارت ویاند څرګندوي، د طرحې له تصویب او د اسلامي امارت د امیر له لاسلیک او توشیح وروسته به د عشر او زکات د ټولولو لپاره ځانګړی بورډ جوړ شي.
د مالیې وزارت ویاند احمد ولي حقمل آریانا نیوز ته په ډاګه کړې، چې: د لومړي وزیر په رهبرۍ د کابینې په غونډه کې د دې طرحې له تصویب او د امیرالمومنین لخوا له توشیح وروسته به د عشر او زکات د راټولولو لپاره یو ځانګړی بورډ جوړ شي.
دغه راز نوموړي زیاته کړې، چې د عشر او زکات راټولول به شفاف او ډیجیټلي وي.
هغه وایي، چې د یو روڼ بهیر له لارې به په دیجیتلي بنه له هېوادوالو څخه عشر او زکات راټولیږي.
دیني عالم امان الله احمدي د حکومت له دې هڅې هرکلی کوي او وايي، چې د عشر او زکات راټولې شوې پیسې باید مستحقو کسانو ته ورسيږي.
له بلې خوا د اسلامي امارت دغه هڅه د کابل اوسیدونکی احمد ویس اکبري سایي او وایي: لومړی باید مالي وضعیت درک شي او خلکو ته کاري زمینه برابره شي، معاشونه ورکړ شي . بیا؛ نو ټول خلک په ورین تندي هر څه ته حاضر دی؛ خو اوسنی وضعیت ستونزمن دی.
د مالیې وزارت په داسې حال کې د عشر او زکات د راټولولو له طرحې خبرې کوي، چې له وروستیو پېښو وروسته ګڼ شمېر پانګوال له هېواده وتلي او په هېواد کې پاتې هېوادوال له سخت اقتصادي بحران سره مخ شوي دي.