نړۍ
د عراق لومړي وزیر د امریکايي ځواکونو له تلپاتي حضور ملاتړ وکړ

د عراق لومړي وزیر محمد السوداني له وال ستریت ژورنال سره په مرکه کې، چې د یکشنبې پر ورځ خپره شوې؛ په خپل هېواد کې د امریکایي ځواکونو له شتون دفاع وکړه او د هغوی د وتلو لپاره یې مهالوېش په ډاګه نکړ.
سوداني د امریکا او ناتو ځواکونو قطعاتو ته په نغوته کې، چې له داعش سره د مبارزې په برخه کې د عراقي واحدونو روزنه او مرسته کوي؛ خو بهرنیو ځواکونو ته اوس هم اړتیا ده.
هغه د مرکې په یوه برخه کې ویلي: د داعش له منځه وړل یو څه نور وخت ته اړتیا لري.
سوداني، چې په تېر اکتوبر کې یې دنده پیل کړې؛ وال ستریت ژورنال ته ویلي: پلان لري، چې راتلونکې میاشت له امریکايي چارواکو سره د خبرو لپاره واشنګتن ته یو لوړ پوړی پلاوی واستوي.
هغه زیاته کړې، چې عراق له واشنګتن سره سعودي عربستان او نورو هېوادونو ته ورته اړیکې غواړي.
سوداني یادې ورځپاڼې ته ویلي: زه دې ته د یوې ناممکنې موضوع په سترګه نه ګورم، چې عراق له ایران او امریکا سره ښې اړیکې ولري.