تازه خبرونه

د عباس ستانکزي څرګندونې هیله بښونکې دي – زلمي خلیلزاد

د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي چارو مرستیال عباس ستانکزي د شنبې پر ورځ د مرغومي نهه‌ویشتمه یو ځل بیا د ښځو او نجونو د زده‌کړې پر بندیز نیوکه وکړه.

Published

on

(Last Updated On: )

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي چارو مرستیال عباس ستانکزي څرګندونې د اسلامي امارت لخوا د ښځو له حقونو سرغړونې او د ښوونځیو او پوهنتونونو له تړلو سره د مخالفت په اړه “هیله بښونکی بدلون” وباله.

د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي چارو مرستیال عباس ستانکزي د شنبې پر ورځ د مرغومي نهه‌ویشتمه یو ځل بیا د ښځو او نجونو د زده‌کړې پر بندیز نیوکه وکړه.

هغه نجونې له زده‌کړو بې برخې کول د اسلامي امارت لخوا د افغانستان د څلوېښت میلیون وګړو له ۲۰ میلیون سره “بې عدالتي” وبلله.

عباس ستانکزي په خوست کې د یوې دیني مدرسې د زده‌کوونکو د فراغت په مراسمو کې د خبرو پر مهال وویل؛ د اسلامي امارت دا مخالفت “شریعت” نه، بلکې “طبیعت” دی.

هغه ويلي: “د دوی (ښځو) ټول حقونه تلف شوي دي؛ میراث نشته، دوی د خپلو میړونو د غوره کولو حق نلري، دوی بدو کې ورکول کیږي، د زده‌کړې اجازه نلري، جومات ته د تګ اجازه ورته نشته، د پوهنتونونو دروازې ورته تړل شوې دي، دیني مدرسو ته هم د تګ اجازه نه ورکوو. آیا مونږ له شریعت سره سم حرکت کوو؟”

د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي چارو مرستیال ویلي، چې د ټولې نړۍ اختلاف له اسلامي امارت سره د ښځو او نجونو د تعلیم په مسله کې دی.

هغه د اسلامي امارت له رهبر څخه وغوښتل، چې د “تعلیم” دروازې د ټولو لپاره؛ نرینه او ښځینه ته پرانیزي. هغه زیاته کړې، چې په دې برخه کې هیڅ عذر نه و ، نه‌شته او نه به‌‌وي.

عباس ستانکزي له دې مخکې هم د نجونو د زده‌کړې پر بندیز نیوکه کړې او د نجونو لپاره یې د ښوونځیو د بیا پرانیستلو غوښتنه کړې وه.

زلمي خلیلزاد د هغه له دې دریځه هرکلی وکړ او وایي، چې ستانکزی د اسلامي امارت یو له مهمو چارواکو څخه دی، چې د دوحې په مذاکراتو کې یې مهم رول لوبولی دی.

هغه د اسلامي امارت له نورو افغان دیني عالمانو او مشرانو څخه، چې په شخصي توګه د نجونو د زده‌کړې د بندیز مخالفت کوي؛ وغوښتل، چې خپل مخالفت ښکاره کړي.

هغه همدارنګه ټینګار کړی، چې ښوونځي او پوهنتونونه باید د لمریز نوي کال تر پیل پورې بیا پرانستل شي.

دغه راز خلیلزاد د اسلام‌آباد په نړیوال کنفرانس کې د مسلمانو عالمانو له دریځونو هم هرکلی وکړ. په هغه کنفرانس کې، چې د جنورۍ پر یوولسمې او دولسمې “په مسلمانو ټولنو کې د نجونو تعلیم: ننګونې او فرصتونه” تر سرلیک لاندې ترسره شو؛ د اسلامي نړۍ عالمانو د ښځو پر تعلیم بندیز د اسلامي لارښوونو خلاف وباله.

په دې کنفرانس کې، شیخ محمد العیسی د مسلمانو عالمانو د ټولنې مشر ویلي: “اسلام ښځې له زده‌کړو څخه محرومول؛ که هغه بشپړ وي یا جزوي، د یوه ځانګړې عمر وي که د یوه ځانګړي پړاو یا یوې ځانګړې څانګې، نه غواړي.”

Trending

Exit mobile version