Connect with us

تازه خبرونه

د طالبانو مرکچي ډلې ځینې غړي د خبرو لپاره تر اوسه قطر ته ندي ستانه شوي

خپور شوی

د

(Last Updated On: )

د طالبانو اړوند سرچینو ویلي، چې د مرکچي ډلې ځینې غړي د خپلو کورنیو له غړیو سره لیدنې لري او تر دوه ورځو به دوحې ته ستانه شي.

په قطر کې د افغانانو تر منځ د سولې د خبرو له دوه یم پړاو پیلېدو او د کاري کمېټو له څو ناستو سره په یوه وخت سرچینو ویلي، چې د طالبانو سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د طالبانو د مرکچي پلاوي مشر عبدالحکیم حقاني قطر ته ستانه شوي ندي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وایي؛ پر موضوعګانو خبرې پیل شوي او مخ پر وړاندې روان یو. بیا هم په دې اړه کومه ستونزه نلرو او چمتو یو.           

د طالبانو مسوولین په دوحه کې د افغانانو د لومړي پړاو خبرو له پای ته رسېدو وروسته د لیندۍ پر ۲۴ له قطر تللي وه، چې ځینې یې اوس هم قطر ته ندي تللي.

سرچینو ویلي، چې د طالبانو دا غړي د خپلو کورنیو له غړیو سره ګوري او تر دوه ورځو به قطر ته ولاړ شي.

د طالبانو پخواني غړي سید اکبر آغا ویلي: یو شمېر يې، چې ځانګړي کارونه لري، د همدې دلیل له مخې پاتې دي؛ خو داسې څه، چې پاکستان غوښتي وي فکر نه کوم، چې حقیقت ولري.             

د افغانستان جمهوریت پلوی پلاوی د طالبانو په شمېر کې کمی نه مني او یوازې وایي، چې د طالبانو د کاري کمېټې اووه غړي په قطر کې دي سره پر خبرو اخته ده.

د افغانستان جمهوریت پلوي مرکچي پلاوي ځینې غړي وایي، چې تر اوسه د دواړو لوریو د مرکچیانو تر منځ عمومي ناستې ندي پیل او په همدې خاطر دوی د طالبانو د استازیو پر حضور او یا نه حضور خبر ندي.

د جمهوریت پلوي مرکچي پلاوي غړی غلام فاروق مجروح وایي: د اجندا پر جوړښت او راټولولو کار روان دی او هیله من یو، چې راروانه اوونۍ د اجندا پر جزئیاتو کار پیل کړو.      

ځینې پدې باور دي، چې که د طالبانو د مرکچي ډلې مشران دوحې ته نه وي ستانه شوي؛ خبرې نورې هم اوږدې کېدی شي.

تازه خبرونه

د افغانستان او پاکستان استازو په اسلام آباد کې پر سوداګرۍ خبرې وکړې

په اسلام‌آباد کې د افغانستان سفارت ویلي؛ د دواړو خواوو ترمنځ به بېلابېلې تخنیکي غونډې ترسره شي، چې د شته ننګونو په اړه بشپړ بحث وشي او د دوه اړخیزې سوداګرۍ د ودې لپاره مناسبې حل لارې ولټول شي.

Published

on

(Last Updated On: )

د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي(سرپرست) نورالدین عزیزي له خپل پاکستاني سیال سره وکتل او دواړو خواوو د سوداګرۍ، ټرانزیټي همکارۍ، شته ننګونو، ممکنه حل لارو او د دواړو هېوادونو لپاره د نورو مهمو مسایلو په اړه خبرې وکړې.

په اسلام‌آباد کې د افغانستان سفارت ویلي؛ د دواړو خواوو ترمنځ به بېلابېلې تخنیکي غونډې ترسره شي، چې د شته ننګونو په اړه بشپړ بحث وشي او د دوه اړخیزې سوداګرۍ د ودې لپاره مناسبې حل لارې ولټول شي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت دا هم ویلي، چې په دې ناسته کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ورورګلوۍ او دوستۍ، متقابلو ګټو او د تاریخي او اوږدمهاله سوداګریزو اړیکو پر ټینګار د اپټا تړون د غځولو، د ټرانزیټ اسانتیاوو او د توکو د قاچاق مخنیوي، پاکستان ته د افغانستان د ډبرو سکرو صادراتو، د تورخم بندر د ۲۴ ساعته فعالیت، د غلام خان بندر له لارې دوه اړخیزه سوداګري، د دواړو حکومتونو د خاورې له لارې د بار وړونکو موټرو د لېږد، بانکي تضمین او د بندرونو د تنظیم لپاره د جامع میکانیزم د تنظیم په اړه بحثونه او خبرې وشوې.

Continue Reading

تازه خبرونه

اسلام‌آباد له بل څه ناراضه دی خو له افغان کډوالو غچ اخلي – مولانا فضل الرحمن

د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې؛ مولانا فضل الرحمن په پېښور کې یوې خبري ناستې ته ویلي: “پاکستاني چارواکي د افغان کډوالو بشري حقونه تر پښو لاندې کوي او هغوی لکه بار او سوداګریز توکي په لاریو کې اچوي. اسلام‌آباد د بل څه په اړه ناخوښه دی؛ خو له افغان کډوالو غچ اخلي. دا یوه ولوله‌ییزه پرېکړه ده.”

Published

on

(Last Updated On: )

د جمعیت علمای اسلام پاکستان (ف) ګوند مشر مولانا فضل الرحمن د افغان کډوالو جبري شړل له بشري حقونو سرغړونه ګڼي او له نړیوالې ټولنې او بشري بنسټونو یې غوښتي، چې دې موضوع ته پاملرنه وکړي.

د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې؛ مولانا فضل الرحمن په پېښور کې یوې خبري ناستې ته ویلي: “پاکستاني چارواکي د افغان کډوالو بشري حقونه تر پښو لاندې کوي او هغوی لکه بار او سوداګریز توکي په لاریو کې اچوي. اسلام‌آباد د بل څه په اړه ناخوښه دی؛ خو له افغان کډوالو غچ اخلي. دا یوه ولوله‌ییزه پرېکړه ده.”

هغه زیاته کړې؛ افغان مسلکي کسان لکه ډاکټران او انجینران باید له پاکستان څخه ونه‌ایستل شي او ټینګار کوي؛ د هغو پانګوالو او سوداګرو ایستل، چې په پاکستان کې سوداګر دي غوره اقتصادي پایلې به ونلري.

د پاکستان ذا سیاسي شخصیت د کډوالو د شړلو پرېکړه “بې غوري” بولي او خبرداری ورکوي، چې دا به د پاکستان ګټو ته زیان ورسوي.

مولانا فضل الرحمن وایي: هغه زدکوونکي، چې په پاکستان کې راجستر شوي باید له ونه‌ایستل شي؛ ځکه، چې زدکړه یو اساسي بشري حق دی.

هغه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خبرو اترو او د افغانانو د بېرته ستنېدو لپاره د یو میکانیزم د جوړولو غوښتنه وکړه.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان حکومت د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ چټکه کړې او هره ورځ زرګونه خلک هېواد ته جبري راستنیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

مولوي عبدالکبیر د ناروې له شارژدافیر سره په لیدنه کې د افغان کډوالو پر جبري ایستلو نیوکه وکړه

په دې غونډه کې، هغه د افغانستان او اروپايي هېوادونو ترمنځ دوه اړخیزې اړیکې د ټولو خواوو لپاره ګټورې وبللې او د دې اړیکو د پراختیا غوښتنه یې وکړه.

Published

on

(Last Updated On: )

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر په افغانستان کې د ناروې له سفیر پیر البرټ الساس سره په لیدنه کې ویلي، چې اسلامي امارت د ستونزو د اواري لپاره خبرو ته لومړیتوب ورکوي.

په دې غونډه کې، هغه د افغانستان او اروپايي هېوادونو ترمنځ دوه اړخیزې اړیکې د ټولو خواوو لپاره ګټورې وبللې او د دې اړیکو د پراختیا غوښتنه یې وکړه.

مولوي عبدالکبیر له پاکستان څخه د افغان کډوالو جبري ایستل د ټولو نړیوالو اصولو خلاف بللي او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي، چې د دغو کډوالو د ستونزو په حل کې همکاري وکړي.

د ناروې شارژدافیر له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو پر بهیر نیوکه وکړه او وایي، چې هېواد به یې د نړیوالو ادارو له لارې د افغان کډوالو ملاتړ روان وساتي.

هغه د اسلامي امارت او ناروې ترمنځ مستقیمې اړیکې مهمې یادې کړې او د خبرو اترو له لارې د ستونزو د حل پر اړتیا یې ټینګار وکړ.

د یادونې ده، چې په تېرو درې کلونو کې د اسلامي امارت چارواکو د خبرو اترو له لارې د ستونزو پر حل ټینګار کړی او د نړۍ له هېوادونو یې غوښتي، چې په دې ډول خپلې اندېښنې څرګندې کړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!