سوداگري
د صنایعو وزارت چارسمبالي د ایران له اقتصادي پلاوي سره وکتل
په دې کتنه کې نورالدین عزیزي ویلي، چې د هېواد اقتصادي مرستیال او دا وزارت به د پانګونې لپاره ډېرې نورې اسانتیاوې هم برابرې کړي.
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي د ایران له اقتصادي پلاوي سره په کتنه کې ویلي، چې په افغانستان کې د ایراني پانګوالو لپاره د پانګونې اسانتیاوې برابرې شوې دي.
د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د یکشنبې پر ورځ (د زمري یوویشتمه) په یوه اعلامیه کې ویلي، چې په دې غونډه کې د ایران پلاوي د ایران او افغانستان د خاصو معدني اقتصادي زون د جوړولو، د کانونو د استخراج، د سړکونو او اوسپنېپټلۍ، د اوسپنې کانونو استخراج، د اوسپنې له کاڼي د پروسس د فابریکې جوړول او پر اوسپنې د هغې بدلولو او د لمریزې انرژۍ د تولید په جوړولو کې د پانګونې غوښتنه وکړه.
په دې کتنه کې نورالدین عزیزي ویلي، چې د هېواد اقتصادي مرستیال او دا وزارت به د پانګونې لپاره ډېرې نورې اسانتیاوې هم برابرې کړي.
دې وزارت د هېواد د ګټو له په پام کې نیولو سره مونږ له ایراني پانګوالو سره همکارۍ ته چمتو یوو او د زیاتو بحثونو لپاره یې یوه تخنیکي ډله معرفي کړه.