نړۍ
د شمالي کوریا د مشر خور جنوبي کوریا ته د اټومي برید ګواښ وکړ
د شمالي کوریا د مشر خور یو ځل بیا خپل اټومي ګاونډ جنوبي کوریا ته د اټومي برید ګواښ وکړ.
رویټرز د سې شنبې پر ورځ په ډآګه کړې، چې د شمالي کوریا د مشر کیم یو جونګ خور د سویلي کوریا د دفاع وزیر ته په ځواب کې ویلي، چې هېواد یې د جګړې مخالف دی؛ خو که ګاونډ یې نظامي ټکر یا برید ته لیوالتیا ولري، نو د شمالي کوریا اټومي ځواکونه به پرې برید وکړي.
د یونهاپ خبري سرچینې د راپور له مخې؛ د حکومت لوړ پوړی چارواکی او د شمالي کوریا د واکمن ګوند غړی کیم یو جونګ د شمالي کوریا د بریدونو په اړه د جنوبي کوریا د دفاع وزیر وروستۍ څرګندونې یوه “ډېره لویه تېروتنه” ونومږوله.
د سویلي کوریا دفاع وزیر سو ووک د جمعې پر ورځ ویلي، چې د هېواد پوځ یې د اوږده واټن بېلابېل توغندي لري، چې په شمالي کوریا کې هر هدف دقیق او چټک پر نښه کولی شي.
د شمالي کوریا چارواکو خبرداری ورکړی، چې پیونګ یانګ به په سیول کې مهم اهداف له منځه یوسي که د کوم پوځي خطراحساس وکړي. لکه د سویلي کوریا لخوا مخکې له مخکې برید.
د شمالي کوریا د مشر خور ویلي، چې پیونګ یانګ د جګړې مخالفت کوي؛ ځکه، چې دا د تباهۍ لامل کیږي او هېواد یې جنوبي کوریا خپل اصلي دښمن نه ګڼي.
هغې ویلي؛ دا پدې معنا ده، چې مونږ به تر هغه وخته جنوبي کوریا نه پر نښه کوو، چې د سویلي کوریا پوځ زمونږ د هېواد په وړاندې پوځي اقدام ونکړي.
کیم یو جونګ خبرداری ورکړی، چې که د جنوبي کوریا پوځ په شمالي کوریا کې یو انچ هم سرغړاوی وکړي؛ نو د شمالي کوریا اټمي جنګي ځواک به خپله دنده ترسره او له یوه نه تصور کېدونکي ناورین سره به مخ شي.
هغه وايي: دا یوازې یو ګواښ ندی، بلکې د جنوبي کوریا د احتمالي بې پروا پوځي اقدام پر وړاندې د شمالي کوریا بشپړ ځواب دی.
شمالي کوریا سږ کال څو بېلابېل توغندي تجربه کړل، چې د سویلي کوریا او امریکا لپاره د اندېښنې وړ موضوع ده.