سیمه ییز خبرونه
د شخړو د حل او اړيكو خپلواك كميسيون پرهڅو ۱۶۰۰زندانيان خوشې شوي
د سولې او ملي پخلاينې خپلواك كميسيون وايي، چې:
په تېرو اووه كلونو كې يې د امريكا له گوانتانامو او په كابل كې د څرخي پله له زندان شپاړس سوه زندانيان آزاد كړي او د دغه كميسيون په هڅو د دولت څه نا څه نهه زره وسله والو مخالفينو سولې ته غاړه ايښې.
د دغه كميسيون مسوولين وايي، چې:
له دې وروسته به د ټولنيزو ستونزو، شخړو او ناندريو د حل او د دولت او ولس ترمنځ د واټن په له منځه وړلو كې، هڅې كوي.
د سولې او ملي پخلاينې خپلواك كميسيون ، چې نوم يې( د شخړو د حل او له دولت سره د ولس د اړيكو خپلواك كميسيون ) په نوم اوښتى؛ د ۱۳۸۴لمريز كال د غويي په مياشت كې د ولسمشر كرزي په غوښتنه د حضرت صبغت الله المجددي په مشرۍ جوړ شوى . دغه كميسيون دنده درلوده، چې سولې ته د وسله والو مخالفينو په رابللو كې هڅې وكړي.
د دغه كميسيون مرستيال سيد شريف يوسفي د يكشنبې په ورځ ( د وږي په ۱۳) په يوه خبري غونډه كې خبريالانو ته وويل، چې:
د كميسيون له جوړيدو راهيسي د حزب اسلامي او وسله والو طالبانو له ۸۸۰۰ زيات وسله وال د سولې له بهير سره يو ځاى شوي او له مخالفته يې لاس اخيستى دى.
يوسفي دغه راز يادونه كړې، چې:
د انجنير گلبدين حكمتيار ورور له دوى سره د سولې په بهير كې يو ځاى شوى او د حكمتيار زوم غيرت بهير د دوى په هڅه له زندان څخه آزاد شوى دى.
د يوسفي په وينا:
د دغه كميسيون له جوړيدو راهيسې د دوى په هڅه اتيا تنه له گوانتانامو او ۱۵۲۰ نور د بگرام او څرخي پله له زندانونو ازاد شوي دي.
د شخړو د حل او له دولت سره د ولس د اړيكو خپلواك كميسيون په وينا:
دا مهال د سولې عالي شورا په هېواد كې د سولې او پخلاينې لپاره هڅې كوي؛ نو، ځكه له دې وروسته دوى په هېواد كې د ټولنيزو ستونزو، د خلكو ترمنځ د خپلمنځي شخړو او ناندريو په حل كې مرسته كوي.
شاه آغا صديق مجددي د شخړو د حل او له دولت سره د ولس د اړيكو خپلواك كميسيون غړى څرگندوي، چې:
هڅه كوي ولس له دولت سره نږدې كړي او رامنځ ته شوى واټن له منځه يوسي.
د شخړو د حل او له دولت سره د ولس د اړيكو خپلواك كميسيون چارواكى وايي:
له دې مخكې هم د شخړو او ستونزو د حل لپاره نږدې پنځوس زره عريضې ور وړاندې شوي دي.
دوى د بېلگې په توگه څه موده مخكې د جنرال دوستم او د تركتبارانو د ټولنې د رييس اكبرباى ترمنځ راپورته شوې شخړې ته اشاره وكړه، چې په منځگړيتوب يې شخړه پاى ته ورسيده.