تازه خبرونه
د سیمې او نړۍ هېوادونه له اسلامي امارت سره د تعامل زیاتولو پایلې ته رسېدلي – امیر خان متقي
کابل ته د ایران بهرنیو چارو د وزیر له یو ورځني سفر وروسته د افغانستان بهرنیو چارو چارسمبالي وزیر امیرخان متقي په بهرنیو چارو وزارت کې د یوې ناستې پر مهال له عباس عراقچي سره د خپلو خبرو په اړه معلومات وړاندې کړل.
د بهرنیو چارو چارسمبالي وزیر ويلي؛ ګاونډ هېوادونه، سیمه او نړۍ دې پایلې ته رسیدلي، چې باید له اسلامي امارت سره خپل تعامل زیات کړي.
کابل ته د ایران بهرنیو چارو د وزیر له یو ورځني سفر وروسته د افغانستان بهرنیو چارو چارسمبالي وزیر امیرخان متقي په بهرنیو چارو وزارت کې د یوې ناستې پر مهال له عباس عراقچي سره د خپلو خبرو په اړه معلومات وړاندې کړل.
امیرخان متقي وايي؛ له ایراني پلاوي سره پر سیاسي، اقتصادي او سیمهییزو مسایلو خبرې کړې دي او له اسلامي امارت سره د ګاونډ، سیمې او نړۍ د هېوادونو د اړیکو د زیاتوالي په اړه یې خبرې کړې دي.
امیر خان متقي ویلي، چې د ایران له بهرنیو چارو وزیر سره یې په خپلو خبرو کې د تهران لخوا د اسلامي امارت د سفیر د رسمي هرکلي موضوع راپورته کړې ده.
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي ويلي؛ ګاونډ هېوادونه، سیمه او نړۍ دې پایلې ته رسیدلي، چې له اسلامي امارت سره خپل تعامل زیات کړي.
دغه راز په کابل کې د ایران سفارت شارزدافیر د دې هېواد له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې افغانستان ته د ایران بهرنیو چارو د وزیر عباس عراقچي سفر د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو معنا نلري. د رسمیت پېژندلو موضوع یوه ځانګړې موضوع ده، چې د نړیوالو قوانینو له مخې ترسره کیږي.
علي رضا بیکدلي همدارنګ ویلي، چې له افغانستان سره د دغه هېواد په پولو او د اوبو د حقآبې په برخه کې ستونزې موجودې دي او هڅه کوي، چې دغه دوه مسئلې د اړیکو او همکاریو پر پیاوړتیا بدلې کړي.
امیر خان متقي وايي؛ افغانستان چمتو دی، چې د ایران حقآبه ورکړي، خو پدې شرط، چې اوبه وي. همدا لامل دی، د اقلیم د بدلون او وچکالۍ له کبله د افغانستان اوبه د ایران خاورې ته نه رسېږي.
د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې ایران دې افغان کډوالو ته د تدریجي ستنېدو اجازه ورکړي؛ ځکه هغه کسان، چې له څلورو لسیزو راپدېخوا ایران ته تللي، په یوه یا دوه کلونو کې یې بېرته راستنېدل ناشوني وي.
تازه خبرونه
په پاکستان کې د افغان مهاجرو شمېر ۲.۹ میلیون اعلان شو
د پاکستانيو رسنیو د څرګندونو له مخې؛ دا احصائیه د جمعې د ورځې په غونډه کې د سرحدي سیمو او ایالتونو د سنا دایمي کمیټې ته وړاندې شوې ده.
د افغان کډوالو لپاره د پاکستان عالی کمیشنرۍ (CCAR) څرګنده کړې، چې ۲.۹ میلیون افغان وګړي په پاکستان کې ژوند کوي.
د پاکستانيو رسنیو د څرګندونو له مخې؛ دا احصائیه د جمعې د ورځې په غونډه کې د سرحدي سیمو او ایالتونو د سنا دایمي کمیټې ته وړاندې شوې ده.
د ایکسپرس ټریبیون ورځپاڼې د راپور له مخې؛ د کډوالو لپاره د افغانستان عالي کمیشنرۍ ویلي، چې دا مهال شاوخوا ۲.۹ میلیون افغان وګړي په پاکستان کې ژوند کوي، چې له دې ډلې ۱.۴ میلیون راجستر شوي او ۰.۷ میلیون غیر راجستر شوي دي.
کمشنر د پاکستان د سنا غړو ته له افغان کډوالو سره د بشري مرستو په اړه جامع معلومات وړاندې کړي دي.
سناتورانو سعدیه عباسي او سید مسرور احسن د افغان کډوالو پروژو د تمویل لپاره د نړیوالې مرستې په بسیجولو او د بودجې په سم کارولو ټینګار وکړ.
دغه راز د پاکستان اړوند ادارو نن ۱۴۱ افغان بندیان د تورخم کډوالۍ ادارې ته وسپارل.
د کډوالو چارو وزارت ويلي، چې ۱۴۱ افغان کډوال، چې ښځې او ماشومان هم په کې شته؛ د پاکستاني پولیسو لخوا له نیول کېدو وروسته ایستل شوي او د تورخم کډوالۍ ریاست ته وسپارل شول.
د ننګرهار ولایت په تورخم بندر کې د افغان کډوالو د لیږد مسوول بخت جمال ګوهر باختر خبري آژانس ته تائید کړې، چې د کډوالو دا شمېر دې ادارې ته وسپارل شو، چې په بندیانو کې نرینه، ښځې او ماشومان هم شته دي.
ګوهر زیاته کړې، چې بندیان د کونړ، کاپیسا، میدان وردګ، کندوز، خوست، کابل، بغلان، لغمان، پکتیا، بامیان، روزګان او په ځانګړي توګه د ننګرهار ولایتونو اوسیدونکي دي او سره له دې، چې قانوني اسناد یې درلودل؛ په بېلابېلو برخو کې نیول شوي او تورخم ته راولېږدول شول.
ګوهر زیاته کړې؛ دا لومړی ځل دی، چې پاکستانيو چارواکو دغه کچه افغان بندیان د افغانستان اړوند ادارې ته سپارلي دي.
ویل کیږي، چې ډېر دا کسان د اسلامآباد له زندانونو څخه خوشې شوي، چې د بند موده یې د ۵ او ۱۰ورځو ترمنځ ده.
تازه خبرونه
د USAID اوبپاڼه آفلاین ښکاره شوه
اوبپاڼې ته د لاسرسي لپاره د هڅې پرمهال یو پیغام راښکاره شوی، چې په کې لیکل شوي”د سرور IP ونه موندل شوه.”
د امریکا نړیوالې پراختیا ادارې اوبپاڼه د شنبې پر ورځ آفلاین ښکاره شوې؛ ځکه د ټرمپ حکومت هڅه کوي، چې دا اداره د بهرنیو چارو وزارت تر څارنې لاندې راولي.
اوبپاڼې ته د لاسرسي لپاره د هڅې پرمهال یو پیغام راښکاره شوی، چې په کې لیکل شوي"د سرور IP ونه موندل شوه."
د جمعې پر ورځ دوه سرچینو، چې له دې بحثونو سره بلد دي، ویلي؛ د ټرمپ حکومت غواړي، چې د دې ادارې خپلواکي لغوه کړي او د بهرنیو چارو وزارت تر څارنې لاندې یې راولي.
ډیموکراټانو له بهرنیو چارو وزارت سره د امریکا نړیوالې پراختیا ادارې (USAID) د احتمالي ادغام په اړه اندېیښنه څرګنده کړې ده.
دوی وايي، چې ټرمپ د یوې خپلواکې ادارې د له منځه وړلو قانوني واک نلري او د USAID کار د ملي امنیت لپاره خورا مهم دی.
ډونالډ ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ پر لومړۍ ورځ( د سلواغې لومړۍ) یو اجرائیوي فرمان صادر کړ او د امریکا بهرنۍ مرستې یې د ۹۰ ورځو لپاره وځنډولې، چې له " لومړۍ امریکا " پالیسۍ سره د هغې اغېزمنتوب وارزول شي.
تازه خبرونه
د جلغوزو له سکټور څخه د ملاتړ لپاره یوه اتحادیه جوړیږي
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ چارسمبالي وزیر نورالدین عزیزي د جلغوزو له سوداګرو سره په یوه غونډه کې د دې سکټور پر ستونزو او ملاتړ هر اړ خیز بحث او خبرې کړې دي.
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ويلي، چې د جلغوزو سکټور د غړو ترمنځ د منفي سیالیو د له منځه وړلو لپاره باید د ملاتړ یوه ګډه اتحادیه جوړه شي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ چارسمبالي وزیر نورالدین عزیزي د جلغوزو له سوداګرو سره په یوه غونډه کې د دې سکټور پر ستونزو او ملاتړ هر اړ خیز بحث او خبرې کړې دي.
په دې غونډه کې، د جلغوزو د پروسس فابریکو پر جوړولو ټینګار وشو او په هېواد کې د جلغوزو لپاره پر بازار موندلو بحث او خبرې وشوې.
سوداګرو ویلي، چې د افغانستان جلغوزي باید چین، هند او اروپايي هېوادونو ته صادر شي.
-
تازه خبرونه5 days ago
امریکا ژوند ژغورونکې بشري مرستې له ځنډولو مستثنی کړې
-
تازه خبرونه4 days ago
په کانګرس کې یو شمېر ډیموکراټانو امریکا ته د کډوالو د لېږد د بیا پیل غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه4 days ago
هیڅوک له امریکا څخه د پاتې وسلو او پوځي تجهیزاتو څخه ناوړه ګټه پورته کولی نشي – اسلامي امارت
-
تازه خبرونه5 days ago
د هلمند ولایت په بست تاریخي کلا کې عامه کتابتون جوړ شو
-
تازه خبرونه4 days ago
د ایران او افغانستان د ستونزو د حل لپاره خبرې اړینې دي – عراقچي
-
تازه خبرونه1 day ago
په پاکستان کې د افغان مهاجرو شمېر ۲.۹ میلیون اعلان شو
-
تازه خبرونه1 day ago
د USAID اوبپاڼه آفلاین ښکاره شوه
-
نړۍ4 days ago
د امریکا ۳۰ زره کډوال به په ګوانتانامو کې بندیان شي