Connect with us

تازه خبرونه

د سید اسحاق ګیلاني دوسیه لویې څارنوالۍ ته رسیدلې

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

سید اسحاق ګیلاني څه موده وړاندي په اسلام آباد کي یوې ناستې ته ویلي وه، چی هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد کار اخلی، چي وروسته بیا ملی امنیت د هغه خبرې د هېواد د ملي ګټو خلاف وبللی او له همدې کبله ورته دوسیه جوره او لويې څارنوالی ته استول شوې ده.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولی وایي: د سید اسحاق ګیلاني د خبرو موضوع دمګړۍ د لویې څارنوالۍ د کورني او بهرني امنیت په  اداره کې زمونږ د همکارانو تر څېړنې لاندې ده. د دغې څانګې څارنوالانو نوموړی د بشپړو څرګندونو لپاره راغوښتی، چې له حاضریدو او بشپړو څرګندونو وروسته به د دې موضوع ناڅرګند اړخونه هم روښانه شي.  

د افغانستان اساسي قانون له مخې؛ د هېواد هر وګړی، چي ملی ګټی تر پښو لاندې کړي؛ نو قانوني چلند به ورسره وشي.

ویل کیږي، چې د نوموړي د زنداني کیدو امکان هم شته دی.

حقوق پوه عین الدین بهادری وایي، چې: په پاکستان کې د سید اسحاق ګیلاني خبرې کیدی شي د لویې څارنوالۍ له لوري امنیتي تعبیر شوې وي. دولتونه، حکومتونه او په ځانګړي توګه لویه څارنوالي د ملي امنیت په اړه د څېړنې صلاحیت لري.  

کارپوهان په دی باوردي، چی که د داسی خبرو مخه ونه نیول شي؛ بهرنیو هېوادنو ته به په افغانستان کی د لاسوهنې بشپړه زمینه برابره شي او د لویو بحرانونو شاهد به هم ووسو.

سیاسی کارپوه شیوای شرق وایي: د ملي او مشروع دولتونو دنده د قانون پلي کول، د عدالت غوښتنه راپورته کول او د ملي ارزښتونو او ملي ګټو ساتنه ده.

هغه زیاتوي: زما په اند و باور دا یو قانوني کار دی او قانون باید پلی شي.

د محاذ ملي مشر سید حامد ګیلاني له سید اسحاق ګیلاني مخکی  ویلی وه، چي د طالبانو کلیدی غړي د افغانستان په خاوره کې دي، نه په پاکستان کې. په داسی حال کې، چې افغان حکومت او د افغانستان ملاتړي هېوادنه په دی باوردي، چی د طالبانو کلیدی مشرا ن په پاکستان کی خوندي پناه ځایونه لري.

خبریال: علی اصغري

تازه خبرونه

د داعش خراسانی مشر د پاکستان په بلوچستان کې دی – رویټرز

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د داعش د خراسان څانګې مشر د پاکستان په بلوچستان ایالت کې ژوند کوي.

د دغه خبري آژانس د راپور له مخې: ۲۹ کلن ثناالله غفاري، چې شهاب المهاجر هم یاد شوی؛ دا ډله یې د داعش پر تر ټولو وېرونکې څانګې بدله کړې ده.

رویټرز دا هم څرګنده کړې، چې ثناالله غفاري په ۲۰۲۰ ز. کال کې د داعش خراسان څانګې مشري پر غاړه واخیسته او د ده د مشرۍ پر مهال دغې ډلې سخت بریدونه وکړل او یو شمېر کسان یې ځان ته جلب هم کړل.

رویټرز زیاته کړې، چې د غفاري په اړه د ۲۰۲۱ کال د کابل پر هوايي ډګر د داعش له وژونکي برید مخکې، چې ۱۷۰ افغان ملکي وګړي او ۱۳ امریکايي پوځیان ووژل شول؛ ډېر لږ معلومات خپاره شوي وه.

د داعش د خراسان څانګې بحث وروسته له هغې ګرم شو، چې د تېرې جمعې ورځ مسکو ته نږدې د کنسرت په یوه تالار کې خونړۍ ډزې وشوې او لږ تر لږه ۱۳۹ کسان په کې ووژل شول.

له دې مخکې پاکستانيو چارواکو اعلان کړی و، چې غفاري د تېر کال په جون میاشت کې د افغانستان په کونړ ولایت کې وژل شوی؛ خو اوس رویټرز خبر ورکوي، چې نوموړی پاکستان ته تښتېدلی او د بلوچستان په ایالت کې اوسېږي.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي، داعش له څه باندې دوه کلونو راپدیخوا په افغانستان کې ځپل شوی او خپلې عملیاتي وړتیاوې یې له لاسه ورکړي او ګواښ پېښولی نشي.

ویل کیږي، چې داعش په افغانستان کې وروستی برید د کندهار ولایت د کابل بانک پر دفتر وکړ، چې ۳ کسان یې ووژل او ۱۲ نور ټپیان دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د رښتر پر کچه ۵ اعشاریه ۲ درجې زلزلې افغانستان ولړزاوه

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

د هند د زلزلې ملي مرکز څرګنده کړې، چې نن (پنجشنبه د وري نهمه) له غرمې وروسته د رښتر پر کچه ۵.۲ درجې زلزلې افغانستان ولړزاوه.

دا زلزله د ځمکې په ۷۰ کیلومټره ژوروالي کې رامنځته شوې او مرکز یې د بدخشان ولایت د اشکاشم ولسوالۍ شمال ختیځه غرنۍ سیمه ده.

دغه زلزله پر افغانستان سربېره په تاجکستان، ازبکستان او قرغزستان کې هم احساس شوې ده.

تر اوسه د دې پېښې د ځاني او مالي زیان په اړه څه ندي ویل شوي.

تېر اکټوبر په هرات ولايت کې د رښتر پر کچه شپږ اعشاريه څلور درجې زلزلې له دوه زره زيات کسان مړه او ډېر کلي ویجاړ کړل.

Continue Reading

تازه خبرونه

د بیات بنیاد د روژې مرسته د بلخ ولایت اړمنو ته ورسېده

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

بیات بنیاد د روژې د مرستو په لړ کې د بلخ ولایت لسګونه اړمنو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل.

د بیات بنیاد د روژې د مرستو په لړ کې دا ځل د بلخ ولایت لسګونه اړمنې کورنۍ تر پوښښ لاندې راغلې. په بلخ ولایت کې د بیات بنیاد استازی یافث ثاقب وایي؛ په دې مرسته کې اوړه، غوړي او وريجې شته، چې پر اړمنو کسانو وېشل شوې دي.

نوموړي زیاته کړې؛ د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د بیات بنیاد د روژې د مرستو لړۍ روانه ده.

هغو کورنیو، چې دغه مرستې ترلاسه کړې د دې بنسټ له مرستو خوښ دي او له نورو مرستندویه بنسټونو هم غواړي، چې له اړو کسانو سره مرستې وکړي.

بیات بنیاد یو له هغو خیریه بنسټونو څخه دی، چې په تېرو ۲۰ کلونو کې یې پر اړمنو کورنیو د مرستو د وېش ترڅنګ یې د هېواد په بېلابېلو برخو کې رغنیزې پروژې هم پلې کړې دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!