Connect with us

تازه خبرونه

د سید جمال الدین افغان کارکړنې او ویاړونه وستایل شول

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په مشرۍ د شنبې پر ورځ( د وري ۱۷) په بابر بڼ کې د سید جمال الدین افغان علمې سیمنار جوړ شو، چې په کې د ملي او نړیوالو شخصیتونو لخوا د نوموړي کارکړنې او ویاړونه وڅېړل شول.

سید جمال الدین افغان د ختیځ نابغه او افغان انقلابي مشر یادیږي، چې د خپل وخت د خلکو د ویښتابه لپاره یې ډېرې هڅې تر سره کړې دي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپل دغه کار موخه سیمې او نړۍ ته د افغانستان د دغه علمي او مذهبي ویاړ د ویاړونو او کارکړنو وروپېژندل دي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرسته حسینه ساپۍ وایي، چې د دغه سیمنار موخه د پیاوړي افغانستان د لرلو لپاره د سیمې او نړۍ  اجماع ده؛ ځکه، چې دغه هېواد روښانه تېر تاریخ لري.           

د نوموړې د څرګندونو له مخې؛ سید جمال الدین افغان هغه  نابغه و، چې نوم او کړنې یې ملي او نړیوالې دي.

د سیمنار غړیو په ډاګه کړې، چې د سید جمال الدین افغان د ویاړونو او کارکړنو په اړه څېړنې ځوان نسل د افراطیت له منګولو ژغوري او له روښانه راتلونکي یې برخمن کوي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو معین سید آقا فاضل سانچارکی وایي، چې د دغه منور او مخکښ شخصیت په اړه د څېړنو پایلې په نه یوازې د ځوان نسل افکار او شخصیتونه اغېزمن کړي، بلکې دغه ستر شخصیت ته هم نږدې کیږي او ځانونه به د افراطیت له منګولو وژغوري.            

په افغانستان کې  د مصر سفیر هاني صلاح مصطفی  سید جمال الدین افغان د اسلامي هېوادونو تر منځ د اړیکو بنسټوال بوليٍ او وایي، چې اسلامي نړۍ او افغانستان دغه راز شخصیتونو ته اړتیا لري او د هغه خپلواکي غوښتونکي باورونه، کارکړنې او ویاړونه  اوس هم د پلي کیدو وړ دي.

سید جمال الدین افغان د کونړ په اسعدآباد ښار کې څه نا څه دوه نیمې پیړۍ مخکې نړۍ ته سترګې رڼې کړي؛ د ملتونو د ویښتابه لپاره یې هڅې د پام وړ دي او تازه یې یوه مجسمه د مصر په  پلازمېنه قاهره ښار کې نندارې ته هم وړاندې شوې ده.

سید جمال الدین افغان د ۱۸۹۷م کال د مارچ د میاشتې پر ۹ نېټه د ستوني د سرطان د ناروغۍ له کبله د ترکیې په استانبول ښار کې وفات شو او په ۱۹۴۴م کال کې د افغان دولت په غوښتنه یې تابوت افغانستان ته راولېږدول شو او د کابل پوهنتون په انګړ کې خاورو ته وسپارل شو.

 

Advertisement

تازه خبرونه

د کورنيو توليداتو د کيفيت او صنعتي ودې لپاره دې هڅې ګړندۍ شي – مولوي عبدالکبير

Published

on

(Last Updated On: وری ۲۹, ۱۴۰۳)

د ریاست الوزراء سياسي مرستیال مولوي عبدالکبير د سې شنبې پر ورځ ( د وري اته‌ویشتمه ) په سپېدار ماڼۍ کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت له چارسمبالي نورالدين عزيزي سره وکتل.

نورالدین عزيزي ويلي، له ګاونډ هېوادونو سره ښې سوداګريزې اړيکې د دې لامل شوي، چې په هېواد کې دننه بيې په ښه حالت کې پاتې شي او د لارو بندېدا به پر بازار منفي اغېز ونکړي.

عزیزي زیاته کړې؛ د صنعت او سوداګرۍ وزارت له خصوصي سکټور سره همکار دی، چې له اغېزې یې خصوصي سکتور هم په سمه توګه فعالیت کوي او اسلامي امارت ورته لازمې اسانتیاوې برابرې کړې دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د اسلامي امارت د ښې اقتصادي پالیسۍ پر بنسټ د سیمې له هېوادونو سره په صادراتو او وارداتو کې د پام وړ پرمختګونه شوي دي. همدارنګه د افغانستان محصولات د منځنۍ آسیا په هېوادونو کې ښه بازار لري او د بازار موندنې لپاره یې په نورو بازارونو کې هم نندارتونونه جوړ کړي دي.

دغه راز مولوي عبدالکبیر د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د رهبرۍ له هڅو ستاینه وکړه او څرګندوي: د امارتي ادارو بې‌سارې هڅې او د افغانۍ د بیې ثبات د دې لامل شوی، چې د خوراکي توکو بیې په ټیټه بیه کې پاتې شي او خلک مو د اړینو توکو د پیرودلو وس ولري.

مولوي عبدالکبیر له ګاونډ هېوادونو سره په سوداګرۍ کې د انډول پر ساتلو د ټینګار ترڅنګ زیاته کړې، چې د کورنیو تولیداتو د ښه کیفیت او د صنعت د ودې او پراختیا په برخه کې باید نورې هڅې هم وشي.

Continue Reading

تازه خبرونه

روسیې او تاجکستان د افغانستان پولې ته نږدې ګډ پوځي تمرینات پیل کړل

Published

on

(Last Updated On: وری ۲۹, ۱۴۰۳)

د روسيې دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي؛ دغه پوځي روزنیزې هڅې د اپرېل پر پنځلسمه پيل شوي او د اپرېل تر اتلسمې به روانې وي، چې د ترسره کېدو موخه يې له ناقانونه وسلهوالو ډلو سره د مبارزې او د دولتي پولو ساتنه ده.

د روسيې دفاع وزارت زیاته کړې: د دغو پوځي روزنیزو هڅو د پرانستلو مراسم د تاجکستان د ختلان سيمې د خرب – میدون په غرنۍ دښته کې ترسره شول. دا دوه اړخیزې روزنیزې هڅې به د اپریل له پېنځلسمې څخه تر اتلسمې پورې روانې وي.

د روسیې دفاع وزارت ویلي، چې په دغو ګډو هحو کې د ترهګرو ډلو د له منځه وړلو لپاره د وسله‌والو ځواکونو د کارولو تنظیم، په غرنیو شرایطو کې د دندو د ترسره کولو لپاره د ځواکونو چمتو کول او د روزنې او عملي تجربې موضوع شامله ده. د روسیې پوځي ډله، چې په هڅو کې برخه اخلي په ټولیزه توګه په تاجکستان کې میشت د ۲۰۱ پوځي اډې سرتېري دي، چې د دې هېواد له پولو بهر د روسیې ترټولو لویه پوځي اډه ده.

د ګډ امنیتي تړون ټولنې غړي هېوادونه له افغانستان څخه د ګواښونو پر زیاتوالي اندېښمن دي او د دغو ګواښونو د مخنیوي لپاره پر همکارۍ ټینګار کوي. تاجکستان، قزاقستان، قرغزستان، ارمنستان، بیلاروس او روسیه د ډله ییز امنیتي تړون غړي دي.

په افغانستان کې له ۲۰۲۱ کال راپدیخوا روسیې او تاجکستان د لومړي ځل لپاره له افغانستان سره پولې ته څېرمه ګډ تمرینونه وکړل.

په ورته وخت کې اسلامي امارت د هېوادونو اندېښنې بې بنسټه بولي او وايي، چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد ونه*کارول شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د رسنیو سرغړونې کمیسیون د دوه ټلویزیوني شبکو د تړلو سپارښتنه وکړه

Published

on

(Last Updated On: وری ۲۹, ۱۴۰۳)

د باختر خبري سرچینې د څرګندونو له مخې؛ د سې شنبې پر ورځ ( د وري ۲۸ ) د رسنیو د سرغړونو مخنیوي کمیسیون د نور او بریا ټلویزیونونو ته سپارښتنه کړې، چې خپرونې ودروي او محکمې ته حاضر شي.

ویل کیږي، چې د دغو شبکو پر وړاندې پرېکړه د ژورنالیزم د اصولو نه مراعاتولو له کبله رامنځته شوې ده.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!