تازه خبرونه
د سیاسي جوړجاړي لپاره د جګړې د درولو غوښتنه وشوه

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او یوناما دواړو د شنبې پر ورځ یوه اعلامیه خپره کړې؛ د جګړې له ښکېلو خواوو یې غوښتي، چې جګړه ودروي او د سولې خبرو اترو د لښتیلیک پر بنسټ پرمختګونه رامنځته کړي.
دا خبرې د پنجشنبې پر ورځ په روم کې د اروپايي اتحادیې، ناتو، انګلستان، فرانسې، جرمني، ایټالیا، ناروې او امریکا تر منځ له غونډې وروسته راپورته کیږي.
په اعلامیه کې څرګنده شوې، چې د هېوادونو او سازمانونو ډله له افغانستان سره ځواکمن ګډون ته ژمنه ده او د لیږد نوي پړاو په بهیر کې به د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره روان پرمختګونه له نږدې وڅاري.
دوی د تاوتریخوالي له لوړې کچې، پوځي بریدونو او بشري حقونو څخه سرغړونو اندېښمن کړي او وایي؛ مونږ پر ټولو لوریو غږ کوو، چې تاوتریخوالی کم او د ملکي وګړو ساتنه وکړي او د نړیوالو بشردوستانه قوایونو له مخې د خلکو مسوولیتونو ته درناوی وشي.
دغه راز څرګنده شوې؛ مونږ اوربند ته د رسیدو پر اړتیا ټینګار کوو، چې د خبرو اترو بریا تضمین کړو او د افغان امنیتي ځواکونو قربانۍ باید هیرې نشي.
دې ډلې ټینګار کړې، چې په افغانستان کې د جګړې لپاره هیڅ ډول پوځي حل نشته او له هغه لوري، چې واک و ځواک ته د رسېدو لپاره پوځي لار غوره کوي؛ ملاتړ نکیږي.
د افغانستان د سولې امریکایي استازي زلمي خلیلزاد دغې ناستې د ګدې اعلامیې په اړه ویلي؛ مونږ د سیاسي جوړجاړي پر اړتیا همغږي یو؛ خو هغه جوړجاړی، چې مونږ یې ملاتړ کوو پېنځه برخې لري:
۱- ټولګډونه حکومت
۲- د سیاسي مشرانو د ټاکني حق
۳- د ټولو نرینه او ښځو لپاره د بشري حقونو ساتنه او ملاتړ
۴- د تروریزم پر وړاندې د مبارزې ژمنې
۵- د اساسي او نړیوال قانون پلوي.
نوموړي په خپلو ټویټونو کې په ډاګه کړې: د روم غونډې له جوړولو سره به مونږ د سیمې هېوادونو، ترویکا پلس هېوادونو او ملګرو ملتونو سره کار وکړو، چې یوې هوکړې ته ورسیږو.
هغه زیاته کړې؛ ګډ کار له افغانانو سره مرسته کوي، چې پر عادلانه او دوامداره سولې هوکړه وشي او له راتلونکي نړیوال سیاسي او اقتصادي ملاتړه برخمن پاتې شي.
دغه راز دې ډلې د افغانستان د حکومتي او طالب مشرانو تر منځ په دوحه کې له خبرو اترو هرکلی وکړ او څرګندوي: مونږ د یوه جامع سیاسي جوړجاړي په اړه د خبرو ګړندی کولو او په نږدې وخت کې د بیا کتنې لپاره د دواړو لوریو له اعلان شوې ژمنې څخه هم هرکلی کوو. مونږ باور لرو، چې راتلونکې ناستې به پر اصلي مسلو راوڅرخي او یوه ټولګډونه سیاسي جوړجاړي ته د رسېدو لپاره به بنسټیزې وي.
دې ډلې پر دواړو خواوو غږ کړی؛ پر ښه نیت خبرې وکړئ، چې عادلانه او سیاسي جوړجاړي ته ورسیږئ.
دې ډلې د قطر د ستاینې ترڅنګ ویلي، چې دوی به د افغانستان ګاونډ هېوادونه دې ته وهڅوي، چې له افغانانو سره خپلې مرستې پیاوړې او تلپاتې سولې او اقتصادي پراختیا لپاره مرستې وکړي.
دغه راز مونږ له ټولو اړخونو غواړو، چې د بهرنیو سفارتونو او نورو ډیپلوماټیکو ماموریتونو، څو اړخیزو ادارو، د رسنیو نمایندګانو، هوایي ډګرونو او نادولتي سازمانونو او د دوی د افغان او نړیوالو کارمندانو امنیت ډاډمن کړي.
مونږ په ځانګړي توګه د ترکیې چمتووالي او ژمنې، چې له اړتیا سره سم د هوایي ډګر په امنیت کې مرستې ته ټټر وهي؛ نړۍ مننه کوو.