سوداگري
د سږکال په لومړیو ۴ میاشتو کې د افغانستان د کرنیزو صادراتو کچه دوه میلیارد دالره وه

د کرني او مالدارۍ وزارت مسوولینو ويلي، چې د روان کال په لومړیو څلور میاشتو کې د کرنیزو محصولاتو د صادراتو حجم دوه میلیارد دالرو ته رسیدلی.
د کرنې او مالدارۍ وزارت مسوولینو ویلي؛ په روان کال کې د هېواد د کرنیزو محصولاتو په برخه کې د پام وړ زیاتوا لی را غلی، چې د صادراتو نوي سلنه کرنیز محصولات جوړوي؛ نو له همدې کبله د روان کال په لومړیو څلور میا شتو کې د نږدې دوه میلیارد دالرو پر ارزښت صادارت تر سره شوي او د کال تر رو ستیو به دا حجم نور هم لوړ شي.
دوۍ زیاتوي، چې له ایران اوګاونډ هېوادونو سره يي هم اقتصادي اړیکې او راکړه ورکړه ښه روانه ده.
د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند مصباح الدین مستعین وایي: زمونږ د هېواد په کرنیزو محصولاتو کې د تېر کال پر پرتله څو برابره زیاتوالی راغلی او د روان کال په لومړیو څلور میاشتو کې نږدې دوه میلیارد دالرو پر ارزښت کرنیز محصولات صادر شوي او دا لړۍ نوره هم روانه ده.
د خصوصي سکتور غړيو هم ويلي، چې په روان کال کې د نورو کلونو پر پرتله يي د صادرا تو کچه ښه روانه ده.
د کرنې او مالدارۍ خونې مرستیال میرویس حاجي زاده ویلي: زمونږ د هېواد په کرنیزو محصولاتو کې د پام وړ زیاتوالي راغلي او صادرات مو هم ښه روان دي؛ خو زه ارقام ورکولی نهشم.
د اقتصادي چارو کار پوهانو ويلي؛ افغانستان د کرنیزو محصولاتو په برخه کې د صادرا تو ښه وړتیا لري او که په دې سکتور کې پر صنعتي بڼه کار وشي؛ هېواد به مو د کرنیزو محصولاتو د صادرونکیو هېوادونو په لیکه کې راشي.
د اقتصادي چارو نشنونکي کمال الدین کاکړ ویلي : زمونږ هېواد د کرنې او محصولاتو په برخه کې د زیاتوالي وړتیاوې لري؛ خو که پهدې برخه کې کار وشي افغانستان د کرنیزو محصولاتو پر صادراتي هېواد بدلیدلی شي.
د کرنې وزارت مسوولینو ویلي؛ هڅه کوې د هېواد کرنیز نظام له سنتي څخه پر صنعتي بدل کړي، چې له دې لارې په هېواد کې د بې کاري او فقر کچه صفر ته ورسوي.