تازه خبرونه

د سپتمبر ۱۱‍ قربانیان نشي کولی د افغانستان مرکزي بانک شتمنۍ مصادره کړي -آمریکايي قاضي

Published

on

(Last Updated On: )

د امریکا یوه قاضي د سې شنبې پر ورځ پرېکړه کړې، چې د ۲۰۰۱ ز. کال د سپتمبر د ۱۱ نېټې د بریدونو قربانیان حق نه‌لري، چې د افغانستان بانک ۳.۵ میلیارد دالره شتمني ضبط کړي.

د نیویارک ایالت یوه قاضي حکم کړی، چې د سپتمبر د یوولسمې د قربانیانو ژوندي پاتې شوي کسان د افغانستان بانک د شتمنیو د جبران حق نه‌لري.

جورج دنیلز وايي، که د سپتمبر د یوولسمې پېښې قربانیانو ته اجازه ورکړ شي، چې د افغانستان بانک ۳.۵ میلیارد دالر واخلي؛ دا به پدې معنی وي، چې اسلامي امارت د افغانستان مشروع حکومت دی.

دانیلز ویلي: د امریکا اساسي قانون اجازه نه ورکوي، چې په افغانستان کې رامنځته شوی حکومت د یوه مشروع حکومت په توګه ومني او که د سپتمبر د یوولسمې د پېښې قربانیانو ته د افغانستان بانک پیسې ورکړي؛ نو دا به پدې معنا وي، چې د افغانستان سرپرست حکومت د یو مشروع حکومت په توګه مني.

د دې محکمې د حکم په یوه برخه کې راغلي، چې: د امریکا محکمه دا واک او ځواک نه‌لري، چې د سپتمبر د یوولسمې د پېښې قربانیانو ته د افغانستان بانک پیسې وسپاري او که دا کار وکړي؛ نو دا به پدې معنا وي، چې د طالبانو حکومت (د افغانستان اسلامي امارت) دوی د یوه مشروع حکومت په توګه منلی دی.

په داسې حال کې، چې د جوبایدن په مشرۍ حکومت په افغانستان کې رامنځته شوی حکومت په رسمیت ندی پېژندلی، نو طالبان (د افغانستان اسلامي امارت) باید د حکومت لګښتونه ورکړي. زیان د افغانستان خلکو ته ندی رسیدلی.

د تېرې فبرورۍ په میاشت کې د آمریکا ولسمشر جو بایدن په یوه اجرائیوي فرمان کې د افغانستان بانک پاتې ۳.۵ میلیارد دالره د افغانستان د خلکو بشري مرستې ته ځانګړي دي.

Trending

Exit mobile version