تازه خبرونه
د سون توکو د بیو د لوړېدو د مخنیوي هڅې روانې دي
په راتلونکي ژمي کې به د سون توکو د بیو د لوړوالي د مخنیوي لپاره د کابل ښار په څلورو زونونو کې ۴۰۰ زره ټنه د دبرو سکاره د بازار له نرخ څخه په ارزانه بیه خلکو ته وړاندې شي.
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د ویاند له څرګندونو له مخې؛ دا پرېکړه د سون توکو د بیو د څارنې ځانګړې کمیتې، چې مشري یې د رییس الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر پر غاړه ده او ټاکل شوې، چې د ډبرو سکاره په عامو خلکو یو ټن په نهه زره افغانۍ وپلوري.
د دغه وزارت ویاند همدا راز زیاته کړې، چې د روانې میاشتې تر پایه به له روسیې سره د شوې هوکړې له مخې یوه اندازه تېل، اوبلن ګاز، اوړه او غنم هېواد ته وارد شي، چې د بیو په ټيټېدو کې به پوره اغېز ولري.
اوس د کابل په بازار کې د ډبرو سکرو یو ټن له دیارلس زره څخه تر پېنځلس زره افغانیو پلورل کیږي.
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد آخوندزاده وايي، چې د روانې مياشتې تر پايه به له روسیې څخه افغانستان ته يو ميليون ټنه ډيزل، يو ميليون ټنه پټرول، پېنځه سوه زره ټنه اوبلن ګاز او دوه ميليون ټنه اوړه او غنم را ورسيږي، چې د خوراکي او سون توکو د بیو د راټيټېدو لامل بشي.
کابل ښاروالۍ هم ويلي، چې له نورو اړوند بنسټونو سره په همکارۍ کې یې د کابل ښاریانو ته د ډبرو سکرو د وېش پر څرنګوالي کار پیل کړی دی.
که څه هم یو شمېر کابل ښاریان د حکومت له دې اقدام هرکلی کوي؛ خو ټینګار کوي، چې په هېواد کې بېکاري او بېوزلي دېره ده او په نهه زره افغانۍ د یوه ټن ډبرو سکرو بیه اوس هم د ډېرو هیوادوالو له توانه لوړه ده.
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت چارواکي وايي، چې د ډبرو سکرو په ارزانه بیه د وېش ترڅنګ هڅه کوي، چې د کابل ښاریانو د اړتیا وړ لرګي له هغو ولایتونو څخه، چې د لرګیو زیرمې لري، راوړي او د بیو د راټیټولو لپاره به نور اړین ګامونه هم پورته کړي.