تازه خبرونه
د سولې مشورتي جرګې غړي د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کولو غوښتنه کوي

د سولې مشورتي لویې جرګې یو شمېر کمیتې د حکومت له بنده د طالب بندیانو مشروطه آزادي غواړي او وایي، چې نړیواله ټولنه باید په ځانګړي توګه د دغو بندیانو د آزادۍ په اړه د خپلمنځي خبرو پیل تضمین کړي او پر اوربند دې هم هوکړه وشي.
دغه راز یو شمېر نورې کمیتې د حکومت د مرکچي پلاوي پر جوړښت د بیا کتنې غوښتونکي دي.
د سولې مشورتي لویې جرګې دوه یمه ورځ د پنځوس کمیتو د څلور سوه طالب بندیانو د آزادولو په تړاو خپله پرېکړه وکړه؛ خو د هوکړې اکثریت برخه مشروط اعلان شوه.
وایي، نړیواله ټولنه په ځانګړې توګه امریکا دې د بندیانو د آزادېدو په بدل کې تضمین ورکړي، چې اوربند ټینګ شي.
په ځینو کمیتو کې د طالبانو له آزادولو سره جوخت د اووه سوه حکومتي پوځي بندیانو آزادي هم وغوښتل شوه.
د سولې مشورتي لویې جرګې ځینو کمیتو ته د مرکچي پلاوي اوسنی جوړښت د منلو ندی او په دې اړه د بیا کتنې غوښتنه لري.
د سولې مشورتي لویې جرګې غړي مني، چې ټولو کمیتو د بندیانو آزادولو لپاره موافقې رایې کارولي؛ خو په مشروط ډول.
د سولې مشورتي لویې جرګې ۵۰ ګونو کمیتو وړاندیز وکړ، چې حکومت او د ملي پخلاینې عالي شورا دې د بندیانو په خوشې کولو او د افغانستان د سولې د خبرو اترو په اړه لاندې ټکي په پام کې ونیسي:
۱- د تلپاتې او پتمنې سولې ترلاسه کولو لپاره دواړه خواوې باید نرمی وښیې.
۲- ۴۰۰ طالب بندیان دې خوشې شي، چې د سولې د خبرو د ځنډولو پلمه پاتې نشي.
۳- غیر مشروط اوربند د طالب بندیانو له خوشې کیدو سره رامنځته کیږي او دواړه خواوې باید دې ته ژمن شي.
۴- د سولې خبرې باید ژر تر ژره پیل شي.
۵- د سولې خبرو اترو لپاره ټولګډونه ملي شورا رامنځته کول د دې وړتیا لري، چې د تېرو ۱۹ کلونو له ارزښتونو او لاسته راوړنو څخه ساتنه وکړي.
۶- د افغانانو په مشرۍ د سولې خبرې باید په غوره ډول په افغانستان کې ترسره شي.
۷- هغه هېوادونه، چې د افغانستان په مسله کې ښکېل دي باید د طالبانو ملاتړ ودروي او تاوتریخوالی ډېر نکړي.
۸- طالبان باید نور د داعش تر نامه لاندې ترهګریز بریدونه ترسره نکړي.
۹- بندیان باید په ملي او نړیوال ضمانت خوشې شي، چې د جګړې ډګر ته ستانه نشي.
۱۰- د خبرو اترو له پیل، بریا او په افغانستان کې د تلپاتې سولې رامنځته کیدو څخه د نړیوالې ټولنې تضمین.
۱۱- د هېواد د ملي ځواکونو د بندیانو خوشې کول، چې د ملي روحیې د ضعیفیدو مخه پرې ونیول شي.
۱۲- په پرېکنده توګه د جمهوري نظام او د سولې په خبرو اترو کې د تېرو ۱۹ کلونو د لاسته راوړنو ساتنه.
۱۳- له اساسي قانون او ولسواکۍ څخه دفاع، په خبرو اترو کې په ځانګړي توګه د اساسي قانون دوه یم فصل ته درناوی.
۱۴- په اساسي قانون کې د داخلي مدني آزادیو او حقونو ساتنه، په ځانګړي توګه د ښځو حقونو او آزادیو ساتل.
۱۵- د بیان او مطبوعاتو آزادي خوندي کول.
۱۶- د خبرو په بهیر کې د افغانستان له خلکو سره د سولې خبرو پرمختګ.
۱۷- دولت باید د جګړې د قربانیانو د کورنیو رضایت ترلاسه کړي.
۱۸- د ټولنې ټولې برخې په ځانګړي توګه ښځې او ځوانان باید د سولې په خبرو اترو کې ګډون وکړي.
۱۹- د خبرو اترو پلاوی باید د خبرو اترو لپاره پوره وړتیا ولري.
۲۰- د ملګرو ملتونو، نړۍ او سیمه ییز قدرتونو تر څارنې او تضمین لاندې د سولې تړونونو تر سره کول.
د سولې مشورتي لویې جرګې مشر عبدالله عبدالله وایي، د خبرو پیل لپاره هیڅ خنډ نشته او سبا به د بندیانو آزادولو لپاره وروستۍ پرېکړه کیږي.
نوموړي زیاته کړې؛ د جرګې له پای ته رسیدو درې ورځې وروسته د افغانانو خپلمنځي خبرې پیلیږي. طالبانو ته نږدې سرچینو ویلي، د څلور سوه طالب بندیانو له خلاصون وروسته امکان نلري، چې په درې ورځو کې خبرې پیل او د ښکېلو خواوو غوښتنې وروستۍ شي.
د ځینو ولایتونو د ولایتي شورا غړي ټینګار کوي، چې د طالبانو د بندیانو له آزادولو وروسته د جګړې د دوام لپاره هیڅ پلمه نه پاتې کیږي او طالبان باید ژر د سولې خبرو ته حاضر شي.
د یادونې ده، چې د اشرف غني په واکمني کې دا دوه یمه مشورتي لویه جرګه ده او اوسنۍ جرګه د څلور سوه طالب بندیانو برخلیک ټاکلو په تړاو د خلکو له استازیو نظر اخیستل کیږي. دې جرګې ته د برېکنده ماموریت ځواکونو په همکارۍ کلک امنیت نیول شوی او هر ځای د پولیسو، ملي اردو او امنیتي مامورینو منسوبین او موتر ښکاري، چې امنیت یې ورته خوندي کړی دی.