تازه خبرونه

د سولې مرکچي پلاوی د قطري مشرانو له تاوده هرکلي سره مخ شو

Published

on

(Last Updated On: )

د ملي پخلاینې عالی شورا د مشر داکتر عبدالله عبدالله په مشرۍ د سولې مرکچي پلاوی د قطر پلازمېنې دوحې ته رسیدلی او د دغه هېواد په هوایي ډګر کې د ځایي چارواکو له تاوده هرکلي سره مخ شو.

دغه پلاوي په بهرنیو چارو کې د قطر د دولت له وزیر سلطان بن سعد المریخي سره ولیدل. 

د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله په خپل یوه لنډ تویت کې څرګنده کړې، چې د افغانستان د سولې د خبرو اترو د پیل په مراسمو کې د ګډون لپاره د قطر دوحې ته راغلی یم. زه به  د افغانانو د خپلمنځي خبرو د پرانیستې په مراسمو کې ګډون او خبرې وکړم او د کوربه هېوادونو له مشرانو، استازیو او د افغانانو د ناستې له برخوالو هېوادونو له استازیو سره هم ووینم.

د راپورونو له مخې؛ د افغانانو د خبرو په دې پرانستونکې ناسته کې به د شنبې پر ورځ د هند او ګاونډ هېوادونو په ګډون لږ تر لږه د ۳۰ هېوادونو استازي ګډون وکړي.

Trending

Exit mobile version