تازه خبرونه
د سولې مخامخ خبرو ته نور، نو کوم خنډ ندی پاتې – اشرف غني

ولسمشر اشرف غني امنیتي ځواکونو ته د خبرو پر مهال ویلي؛ حکومت د سولې په وړاندې خنډونه او ننګونې لرې کړي؛ طالبان باید دایمي اوربند ومني او له افغان حکومت سره مخامخ خبرو کې ته راودانګي.
نوموړي د هېواد د خپلواکۍ د بیرته تر لاسه کولو د ۱۰۱ کلیزې په نمانځغونډه کې امنیتي ځواکونو ته په ډاګه کړې، چې په هېواد کې له درناوي ډکه او تلپاتې سوله راروانه ده.
هغه زیاته کړې؛ حکومت د سولې په وړاندې خنډونه او ننګونې لرې کړي او طالبان باید دایمي اوربند ومني او له افغان حکومت سره مخامخ خبرې وکړي.
دی وايي: د حکومت ټولې هڅې د سولې لپاره دي، چې په رڼا کې یې ځوانان د هېواد د پرمختګ لپاره ملاوې وتړي ، نه د نورو لپاره.
ولسمشر غني دا هم ویلي، چې مونږ هغه سوله غواړو، چې په کې د افغانستان ټول قومونه په سوله او امنیت کې ګډ د ورورۍ ژوند وکړي او د هېواد د ودې او پرمختګ لپاره هڅې وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې له طالبانو سره د افغان حکومت د سولې بهیر اوس په ټپه ولاړ دی.
د اشرف غني د ولسمشرۍ دفتر پرون د ۳۲۰ طالب بندیانو خوشې کیدل ودرول.
د ولسمشرۍ ویاندو صدیق صدیقي آریانا نیوز ته ویلي، چې د طالبانو له نوملړه پاتې ۳۲۰ بندیان به تر هغې خوشې نشي، چې طالبان ۲۲ افغان امنیتي ځواکونه خوشې نکړي.
صدیق صدیقي زیاته کړې؛ طالبان باید وښیي، چې دوی زمونږ د ۲۲ امنیتي ځواکونو د خوشې کولو واک لري او که نه آیا دوی پر خپلو قومندانانو واکمن دي او که نه!
له دې سره همهاله د سولې په هڅو کې ښکېلې یوې باوري سرچینې آریانا نیوز ته څرګنده کړې، چې د سولې خبرې به تر هغه وخته پرمختګ ونکړي، چې امریکا له فرانسې او آسترالیا سره د دوی د سرتېرو د وژنې په تور د شپږ طالب بندیانو د خوشې کولو په اړه هوکړې ته ونه رسیږي.
د یادې سرچینې په وینا، دغه شپږ بندیان پر بهرنیو ځواکونو د برید په تور نیول شوي وه.
د یادونې ده، چې حکومت له ۴۰۰ سوه ناندریزو بندیانو څخه تېره اوونۍ ۸۰ کسان خوشې کړي دي.