سیمه ییز خبرونه

د سوریې جنګیالي د بشارالاسد له تېښتې وروسته د حکومت جوړولو هڅې کوي

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دوشنبې پر ورځ ناوخته د تړلو دروازو تر شا غونډه وکړه او ډیپلوماټانو وویل؛ له ۱۳ کلنې کورنۍ جګړې وروسته په ۱۲ورځو کې د بشار الاسد چټکې نسکورېدا یوه حیرانتیا رامنځته کړې ده.

Published

on

د سوریې د ولسمشر بشارالاسد راپرځېدو د سوریې خلک، د سیمې هېوادونه او د نړۍ قدرتونه اندېښمن کړي، چې راتلونکی به څه وي؛ ځکه، چې د تحریر شام جنګیالیو د حکومت جوړولو په اړه خپل لومړني ګامونه پورته کړل.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دوشنبې پر ورځ ناوخته د تړلو دروازو تر شا غونډه وکړه او ډیپلوماټانو وویل؛ له ۱۳ کلنې کورنۍ جګړې وروسته په ۱۲ورځو کې د بشار الاسد چټکې نسکورېدا یوه حیرانتیا رامنځته کړې ده.

په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر واسیلي نبنزیا له ناستې وروسته خبریالانو ته وویل: ټول د شورا د غړو په ګډون حیران شول؛ ځکه، نو مونږ باید صبر وکړو او وګورو او ننداره وکړو … وارزوو، چې وضعیت به څنګه مخکې ولاړ شي.

روسیې د جنګیالیو پر وړاندې د بشارالاسد له حکومت څخه په ملاتړ اړینې هڅې کړې دي. د سوریې مشر د یکشنبې پر ورځ له دمشق څخه مسکو ته وتښتید او د خپلې کورنۍ ۵۰ کلنه ظالمانه واکمنۍ یې پای ته ورساوله.

رویټرز راپور ورکړی، چې په دمشق کې اوس هم جشن روان دی؛ د اسد لومړي وزیر محمد جلالي د دوشنبې پر ورځ هوکړه وکړه، چې واک د جنګیالیو پر مشرۍ د سوریې په شمال لویدیځ کې د جنګیالیو تر کنټرول لاندې سیمه کې د ژغورنې حکومت ته وسپاري.

یوې سرچینې رویټرز ته ویلي؛ د جنګیالیو مهم قومندان احمد الشراع، چې په ابو محمد الجولاني مشهور دی، د انتقالي حکومت په اړه د خبرو لپاره له جلالي او مرستیال ولسمشر فیصل مقداد سره وکتل. جلالي وويل، چې د سپارلو چارې ښايي څو ورځې وخت ونيسي.

د الجزیرې ټلویزیون راپور ورکړ، چې انتقالي واک به د محمد البشیر پر مشرۍ وي، چې د ژغورنې حکومت مشري کوي.

هیات التحریر الشام (HTS) د جنګیالیو د یووالی نوم دی، چې د القاعده یوه پخوانۍ څانګه ده.

هغه کورنۍ جګړه، چې په ۲۰۱۱ کې پیل شوه؛ په سلګونه زره یې ووژل، د  وخت د کډوالو ترټولو د لوی بحران لامل شو او ښارونه یې  بمبارډ کړل، کلیوالي سیمو ویجاړې، له خلکو تشې شوې او اقتصاد یې د نړیوالو بندیزونو له کبله له ناورین سره مخ کړ..

د جنګیالیو یووالي د سوریې د راتلونکي په اړه خپل پلانونه ندي په ډاګه کړي او په سیمه کې د دې ډول انتقال لپاره کومه طرحه هم نلري.

واشنګټن ویلي، امریکا د سوریې له وسلوالو ډلو سره د ښکېلتیا لپاره د لارو په لټه کې ده او په سیمه کې د ترکیې په څېر شریکانو ته د غیر رسمي ډیپلوماسۍ د پیلولو لپاره اړیکې نسي.

قطري ډیپلوماټانو د دوشنبې پر ورځ له HTS سره خبرې وکړې؛ یوه چارواکي د پرمختګونو په اړه رویټرز ته معلومات ورکړل؛ ځکه، چې سیمه‌ییز هېوادونه له دې ډلې سره د اړیکو پرانیستلو لپاره سیالي کوي.

یو شمېر جنګیالي، چې د دوشنبې پر ورځ د پلازمېنې د اموي ډګر شاوخوا ته راټول شوي وه؛ هیله څرګنده کړه، چې یوه ملکي اداره به ژر تر ژره دا هېواد اداره کړي.

فردوس عمرنومی جنګیالی، چې په ادلب ولایت کې د کرنې د بیا پیلولو اراده لري وایي،؛مونږ غواړو، چې دولتي او امنیتي ځواکونه مسوولیتونه خپل کړي.

ابو محمد الجولاني د سوریې د بیارغونې ژمنه کړې او HTS کلونه هڅې کړي، چې په سوریه کې بهرنیو هېوادونو او اقلیتونو ته بشپړ ډاډ ورکړي او د غچ اخیستنې وېره له منځه یوسي.

HTS ویلي، چې د سوریې د خلکو په ځورونه کې له ښکېلو امنیتي او اردو افسرانو څخه به پوښتنه وشي.

جولاني په یوه خبرپانه کې ویلي؛ مونږ به یو نوملړ خپور کړو، چې په کې د هغو لوړ پوړیو چارواکو نومونه شامل وي، چې د سوریې د خلکو په ځورونه او وژنه کې ښکېل دي. هغه کسانو ته به انعامونه ورکړ شي، چې په جنګي جرمونو کې د ښکېلو اردو او امنیتي افسرانو په اړه معلومات ورکړي.

HTS د ډېرو هېوادونو او ملګرو ملتونو لخوا د یو ترهګرې دلې په توګه نومول شوی او د حاکمیت  اعتبار یې ناڅرګند دی.

Trending

Exit mobile version