سوداگري
د سوداګرۍ او ټرانزیټ پر وړاندې خنډجوړول هیچا ته ګټه نلري – امیرخان متقي
د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو مشر ضیا احمد تکل په یوه رسنیزه خبرپاڼه کې لیکلي؛ امیر خان متقي ټینګار کړی، چې د سوداګرۍ او ټرانزیټ پر وړاندې خنډونه د هیڅ لوري پر ګټه ندي او ځینې مسلې باید سره ونهنښلول شي.

د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو مشر ويلي، چې د دې وزارت چارسمبالي(سرپرست) امیر خان متقي او د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق د دوه اړخیزو اړیکو، سیاسي، اقتصادي، امنیتي او ټرانزیټي همکاریو په اړه خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو مشر ضیا احمد تکل په یوه رسنیزه خبرپاڼه کې لیکلي؛ امیر خان متقي ټینګار کړی، چې د سوداګرۍ او ټرانزیټ پر وړاندې خنډونه د هیڅ لوري پر ګټه ندي او ځینې مسلې باید سره ونهنښلول شي.
متقي زیاته کړې، چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د راستنېدو بهیر باید تدریجي او له درناوي ډک ترسره شي.
د خبرپاڼې له مخې؛ د پاکستان ځانګړي استازي په افغانستان کې د امنیت ډاډمنول د پاکستان او سیمې په ګټه وګڼل او ژمنه یې وکړه، چې د افغان وګړو لپاره به د ویزې ورکولو په بهیر کې اسانتیاوې رامنځته شي.
محمد صادق دا هم ویل، چې د سوداګرۍ او ټرانزیت په برخو کې د شته ستونزو د حل لپاره به عملي ګامونه پورته شي.