سوداگري

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت چارسمبالی د روسیې تاتارستان ته ولاړ

Published

on

د صنايعو او سوداګرۍ وزارت چارسمبالی نورالدين عزيزي د ​یوه پلاوي پر مشرۍ د ​روسيې او اسلامي نړۍ په پېنځلسمه نړيواله اقتصادي غونډه کې د ګډون لپاره د تاتارستان جمهوريت ته ولاړ.

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت څرګنده کړې: د دې وزارت چارسمبالی نورالدین عزیزي د تاتارستان د ولسمشر رستم مینی خانوف پر بلنه د اسلامي امارت د یوه لوړ پوړي پلاوي پر مشرۍ تاتارستان ته سفر وکړ.

ټاکل شوې د روسيې او اسلامي نړۍ پېنځلسمه نړيواله اقتصادي غونډه د روان کال د مې له څوارلسمې څخه تر نولسمې پورې د تاتارستان په پلازمېنه کازان کې جوړه شي.

د انادولي آژانس د څرګندونو له مخې؛ د کازان فورم موخه دا ده، چې په روسیه او ټوله نړۍ کې د اسلامي مالي موسسو پراختیا ته وده ورکړي او پر ګډو نړیوالو پروژو او پروګرامونو راوڅرخیږي.

تمه ده، چې په دې غونډه کې د متحده عربي اماراتو، بحرین، مالیزیا، ترکیې، ایران، لیبیا او د اسلامي همکاریو ټولنې د نورو غړیو هېوادونو د استازو په ګډون له ۸۰ ډېر هېوادونه ګډون وکړي.

Trending

Exit mobile version