تازه خبرونه

د سودان د کورنۍ جګړې ښکېلو لوریو د بهرنیانو د ایستلو لپاره پر ۷۲ ساعته اوربند هوکړه وکړه

Published

on

(Last Updated On: )

د سودان د کورنۍ جګړې جنګیالیو د سې شنبې پر ورځ د لویدیځ، عربي او آسیایي هېوادونو د وګړیو د ایستلو لپاره د غویی پر  ۵ / د اپریل پر  ۲۵ پر ۷۲ ساعته اوربند هوکړه وکړه او اړوند هېوادونو د خپلو وګړیو د ایستلو سیالۍ پیل کړې.

د سودان وسله‌والو ځواکونو (SAF) ویلي، چې د امریکا او سعودي عربستان پر منځګړیتوب اوربند شوی دی.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د دغې هوکړې په اړه  ویلي، چې اوربند له دوه ورځو پرلپسې خبرو اترو وروسته رامنځته شوی دی.

رویټرز راپور ورکړی، چې دواړو خواوو د څو پخوانیو لنډمهاله اوربند هوکړې پلې کړې ندي.

د اپریل پر ۱۵ د سودان وسله‌والو ځواکونو SAF او چټک ملاتړ ځواکونو (RSF) ترمنځ جګړه پیل شوه او تر دې دمه په کې لږ تر لږه ۲۲۷ کسان وژل شوي، روغتونونه او نور خدمات یې ړنګ دي او د استوګنې سیمې یې د جګړې پر سیمو بدلې شوې دي.

بلینکن په یوه اعلامیه کې په ډاګه کړې: د اوربند په بهیر کې امریکا له SAF او RSF څخه غوښتنه کوي، چې سمدستي او په بشپړه توګه اوربند وساتي.

هغه ویلي؛ امریکا به د سیمه‌ییزو، نړیوالو او د سودان له ملکي ګټو سره همغږي وکړي، چې یوه کمیته را جوړه او پر دایمي اوربند او بشري ترتیباتو پر کارونو څارنه وکړي.

RSF په خرطوم کې تائید کړې، چې د بشردوستانه هڅو د اسانتیا لپاره د نیمې شپې پیل شوي اوربند سره مو هوکړه کړې.مونږ د اوربند په موده کې بشپړ اوربند ته خپله ژمنتیا تائیدوو.

SAF په خپله فیسبوک پاڼه کې څرګنده کړې؛ دوی هم له اوربند سره هوکړه کړې ده. د سودان د مدني ټولنې ډلو یو ائتلاف، چې دیموکراسۍ ته د لیږد په اړه په خبرو اترو کې برخه درلوده له دې خبر هرکلی وکړ.

د رویترز د راپور له مخې؛ د ماښام د اوربند له اعلان مخکې هوايي بریدونو او ځمکنیو جګړو د پلازمېنې په اړوند سیمه کې له درې نږدې ښارونو څخه یو اومدرمان ولړزاوه او په پلازمېنه خرطوم کې هم نښتې وشوې.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش ویلي؛ په یوه هېواد کې سرې بحیرې او ساحلي سیمو ته نږدې تاوتریخوالی شته او د یوې ناورین جوړوونکي اولګېدنې خطر شته، چې کولی شي ټوله سیمه ترې زیانمنه شي.

د سې شنبې پر ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا د سودان په اړه یوه غونډه پلان کړه.

په تېرو څو ورځو کې د سودانیانو او د ګاونډ هېوادونو د اتباعو په ګډون لسګونه زره کسان مصر، چاد او جنوبي سودان ته تښتېدلي، چې هلته د بې ثباتۍ او د ژوند له سختو شرایطو سره مخ دي.

بهرنيو حکومتونو هم د خپلو اتباعو د خوندیتوب لپاره هڅې چټکې کړې دي. د ۶۵ موټرو یو کاروان لسګونه ماشومان، سلګونه دیپلوماتان او مرستندویه کارکوونکي ۸۰۰ کیلومتره له ګرمۍ ډکه لار په ۲۵ ساعتونو کې ووهله او له خرطوم څخه د سرې بحیرې بندري ښار ته ولېږدول شول.

د ملګرو ملتونو د ویاند مرستیال فرحان حق ویلي؛ د خوراکي توکو، پاکو اوبو، درملو او د سونګ توکو، مخابراتو او برېښنا د محدودیت له امله بیې لوړې شوې دي.

هغه د بشري مرستو د لوټلو رپوټونو ته هم نغوته او اشاره وکړه او وایي، چې په خرطوم او همدارنګه په شمالي، بلیو نیل، شمالي کوردوفان او دارفور ایالتونو کې “سختې جګړې” د مرستندویه عملیاتو مخه نیولې ده.

د بریدونو سره مخ شوي، مرستندویه ټولنې د هغو کسانو په منځ کې ول، چې کارمندان یې ایستل او د خواړو نړیوال پروګرام خپل د خواړو د وېش ماموریت وځنډاوه.

د لویدیځوالو ګړندي وتل پدې معنی دي، چې هېواد د سقوط په څنډه کې دی؛ خو مونږ له دوی څخه د ثبات په ملاتړ کې د لوی رول تمه لرو، چې دواړه خواوې د جګړې پر بندولو فشار راوړي.

د کانادا، فرانسې، پولند، سویس او امریکا په ګډون یو شمېر هېوادونو سفارتي هڅې تر بلې خبرتیا وځنډولې.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي تېره ورځ ویلي، چې د سودان په کورنۍ جګړه کې یې د ۱۲۰ بند پاتې افغانانو د ژغورنې او رایستلو کار پیل کړی؛ خو هغه پدې اړه نور جزئیات ورنه‌کړل.

Trending

Exit mobile version