تازه خبرونه

د سنجي دت نوي فلم په افغانستان کې ځانمرګي بریدونه انځوریز کړي

Published

on

(Last Updated On: )

سنجي دت، د هندي فلمونو نومیالي لوبغاړي خپل نوي فلم ( تورباز) په پنډغالیو کې د افغان کډوالو د ماشومان انځوریز ژوند ته ځانګړی کړی دی.

نوموړي په فلم کې د اردو د افسر په توګه ښکاره کیږي او هڅه کوي افغان ماشومان له تروریستي فعالیتونو څخه لرې وساتي او پرځای یې د کرکت لوبې ته هڅوي.

هغه د کډوالو په پنډغالي کې نه یوازې د یو افسر په توګه ، بلکې د کرکت د یوه ښوونکي دنده هم تر سره کوي.

په دې فلم کې، چې ډېره برخه یې په افغانستان کې انځوریزه شوې؛ راهول دیو نومي هم کار کړی، چې د تروریستي مشر په توګه ښکاري او هڅه کوي، چې د پنډغالي کډوال ماشومانو ځانمرګو بریدونو ته وهڅوي.

هندي رسنیو راپور ورکړی، چې د کرونا ویروس د خپریدو له کبله به دغه فلم د دسمبر پر ۱۱ نیت فلیکس کې خپور شي.

Trending

Exit mobile version