سیمه ییز خبرونه
د سمنګان ولایت په یوه دیني مدرسه کې چاودنې ۱۵ کسان وژلي

(Last Updated On: )
د سمنګان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس امدادالله مهاجر ويلي، د سمنګان ولایت مرکز ایبک ته څېرمه په «الجهادي» نومې دیني مدرسه کې چاودنه شوې ده.
د امداد الله مهاجر د څرګندونو له مخې، چاودنه هغه مهال رامنځته شوه، چې د دې مدرسې زدکوونکي د لمانځه په حال کې ول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې، په دې پېښه کې ۱۵ طالب العلمانو خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړی دی.
امداد الله مهاجر زیاته کړې؛ د چاودنې د ټپیانو کره شمېر تر اوسه پوره معلوم ندی.
هغه وايي، چې ټول قربانيان د دغې ديني مدرسې زدکوونکي وه او هیڅ دولتي چارواکي هلته شتون نه درلود.
د کورنیو چارو وزارت هم دغه پېښه تائید کړې ده.
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور وايي، په دې پېښه کې لس کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.
تر اوسه کومې ډلې د دې پېښې مسوولیت ندی منلی.