تازه خبرونه
د سلګونه افغان کډوالو لېږدوونکې بېړۍ د یونان په یوه بندر کې ودرېده

د ترکیې بیرغ لرونکې بار وړونکې بېړۍ د یونان په یوه ټاپو کې ۳۸۲ کډوال، چې ډېر یې افغانان دي، کښته کړي دي.
د دغې بېړۍ ماشین دوه ورځې مخکې په اژه سمندرګي له کاره ولوېد او په دې اړه یې یو بېړنی پیغام هم مخابره کړ.
د یونان د کډوالو چارو وزارت ویلي، چې د یونان ساحلي ساتونکیو د «مورات ۷۲۹» بېړۍ شپږ سپرلۍ په یونان بندر کې له کښته کېدو وروسته نیولي دي.
دغه وزارت زیاته کړې، چې دا په وروستیو کلونو کې د پناه غوښتونکیو تر ټولو لوی شمېر دی، چې یوځای یونان ته رسیدلي دي.
یونان اروپا ته د ننوتلو لنډه لار ګڼل کیږي؛ هر کال زرګونه کسان د ترکیې له لارې دې هېواد ته وردننه کیږي او بیا نورو اروپايي هېوادونو ته ننوځي.
د جمعې پر ورځ، یونان له ترکیې وغوښتل، چې دا بېړۍ او په کې سپاره ټول مسافر بېرته راستانه کړي.
ـــــــــ
کمپاین- مرستې ته سترګې پر لاره!
د خپلو نغدي مرستو لپاره لاندې اوبپاڼې ته سر ښکاره کړئ.
www.helpafg.org
آریانا نیوز او آریانا نړیوالې ټلویزیوني شبکې؛ د بیات بنیاد له دې نوښته، چې په افغانستان کې اړمنو کورنیو ته د خوراکي توکو د برابرولو لپاره بسپنې راټولوي، هر اړخیز ملاتړ کوي.
مونږ د بیات بنیاد د رسمي رسنیز همکار په توګه له تاسې د مرستې غوښتنه کوو، چې دا بنسټ وکولی شي په دې سخت وخت کې د افغان اړمنو کورنیو ته خواړه چمتو کړي.
که له کومې ستونزې سره مخ شوئ پر لاندې برښنا لیک سره اړیکې ونیسئ:
info@bayatfoundation.org