تازه خبرونه
د زابل ولایتي شورا پر مشر ځانمرګي برید ۲۴ کسانانو ته مرګ و ژوبله اړولې
د زابل سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې د دې ولایت په مرکز کلات ښار کې یو ځانمرګي بریدګر یو تن وژلی او د ولایتي شورا د مشر عطا جان حق بیان په ګډون ۲۳ نور یې ټپیان کړي دي.
چارواکو زیاته کړې؛ برید نن سهار (یکشنبه د لیندۍ ۹) هغه مهال رامنځته شوی، چې حق بیان په خپل موتر کې د دفتر پر لوري روان و.
په زابل ولایت کې روغتیايي چارواکو ويلي، چې په برید کې یو کس وژل شوی او د حق بیان په ګډون ۲۳ نور ټپیان شوي دي.
امنیتي چارواکو ويلي، چې په دې پېښه کې درې کسان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.
دغه راز په یوه بله چاودنه کې، چې د کابل ـ پروان پر لویه لار د کوه صافي پر ولسوال رامنځته شوې؛ یوازې ولسوال په کې ټپي شوی دی.
پولیسو ويلي؛ دغه پیښه د کابل ولایت د کلکان ولسوالۍ په اړوند سیمه کې رامنځته شوې، چې په اړه یې پلټنې پیل شوي دي.
تر دې دمه هیچا د برید پړه نده منلې.
تازه خبرونه
اسلامي امارت د امریکا له لوري د میلیارډونو او میلیونونو ډالرو د مرستې ادعا رد کړه
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې « امریکا اسلامي امارت ته نه یوازې دا، چې یوه ( افغانۍ ) هم نده ورکړې، بلکې د افغانستان د خلکو میلیارډونه ډالر یې غصب او کنګل کړي دي.»
د افغانستان اسلامي امارت د ډونلډ ټرمپ هغه ادعاوې په کلکه رد کړې، چې ګواکې واکمن حکومت له امریکا څخه میلیارډونه ډالر ترلاسه کوي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې « امریکا اسلامي امارت ته نه یوازې دا، چې یوه ( افغانۍ ) هم نده ورکړې، بلکې د افغانستان د خلکو میلیارډونه ډالر یې غصب او کنګل کړي دي.»
نوموړي زیاته کړې؛ « هغه پیسې، چې امریکا یې یادونه کوي؛ د امریکا هغه مصارف دي، چې ډېره برخه یې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو پر تېښته او وتلو مصرف شوي او یا د هغو افغانانو پر وتلو او ځای پر ځای کولو لګول شوي، چې له دوی سره یو ځای وتښتېدل.»
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ شاید یوه اندازه یې د نړیوالو بنسټونو له لوري په اصطلاح د بشري مرستو پر نوم هم لګیدلې وي.
هغه وایي: « مونږ هم غواړو، چې امریکا دې د مرستو پر نوم دغه ډول لګښتونه قطع کړي؛ ځکه دا پیسې د افغانستان د خلکو په هیڅ درد نهخوري. که دقیق تحلیل وشي، دا ټولې پیسې امریکا د افغانستان پر نوم بېرته د خپلو اهدافو د ترسره کولو لپاره مصرف کړي او هڅه کوي له دې لارې د اسلامي امارت پر وړاندې پروپاګند وکړي.
د امریکا منتخب ولسمشر په دې وروستیو کې ویلي، چې د امریکا له مالي سرچینو څخه په میلیارډونو ډالر اسلامي امارت ته ورکړ شوي دي.
ډونالډ ټرمپ د افغانستان په اړه د جوبایډن پالیسي ناسمه وبلله او زیاتو، چې د واشنګټن اوسنۍ ادارې د اسلامي امارت تر واکمنۍ لاندې افغانستان ته میلیارډونه ډالر ورکړي دي.
د امریکا منتخب ولسمشر په یوه خبري غونډه کې له افغانستان سره د امریکا د نغدي مرستو یادونه کړې او وایي، چې افغانستان ته د میلیارډونو ډالرو د استولو خبره د باور وړ نده.
ډونلډ ټرمپ د امریکا د اوسني ولسمشر جوبایډن پر اداره نیوکې وکړې او ادعا کوي، چې بایډن د امریکا له خزانې میلیارډونه ډالر ضایع کړي دي.
ټرمپ ویلي: "دا حتی د باور وړ نده، چې مونږ میلیونونه ډالر نه، بلکې په میلیارډونه ډالر په افغانستان کې طالبانو (اسلامي امارت) ته لیږو. دا پیسې د بایډن لخوا لیږل کیږي؛ هماغه کس، چې د امریکا له خزانې څخه ۵۰-۶۰ ټریلیونونه ضایع کړي. هغه څه، چې زمونږ ترټولو مهمه شتمني ګڼل کیږي. د دې کار اجازه باید ورنکړ شي. "
په همدې حال کې یو شمېر کارپوهان په افغانستان کې د امریکا او ناټو شل کلن حضور د روان وضعیت د خرابېدو لامل بولي او وايي، چې دغه هېواد له دې هېواد سره د مرستې او د بهرنیو اسعارو د زېرمو د را ایستلو مسوولیت لري.
دا په داسې حال کې ده، چې امريکا په تېرو درېيو کلونو کې له افغانستان سره له دوه نيم ميليارډو ډالرو ډېره مرسته کړې ده؛ خو د امریکا بهرنیو چارو وزارت پر ځلونو ویلي، چې دا مرستې یوازې د افغانستان د عامو خلکو لپاره د مرستو پروګرامونو ته ورکړ شوي او دا پیسې د اسلامي امارت غړو ته نهرسیږي.
ویل کیږي، چې اسلامي امارت له امریکا څخه د کومې مرستې توقع نلري او نه یې هم کله غوښتنه کړې ده.
تازه خبرونه
ریچارډ بنټ له پاکستان څخه د افغان کډوالو پر ایستلو اندېښمن شو
ریچارډ بنټ پرون (سېشنبه د مرغومي اتلسمه) له پاکستان څخه د افغان کډوالو د نیولو او شړلو په اړه وروستیو راپورونو ته په نغوته( اشاره) کې له حکومتونو وغوښتل، چې له دغو کډوالو سره په ځانګړي توګه له زیانمنو شویو خلکو سره انساني چلند وکړي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي رپورورکوونکي ریچارډ بنټ له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري شړلو په غبرګون کې اندښمن شوی او د دغو کسانو د ساتنې او افغانستان ته د هغوی د ستنولو پر مخنیوي یې ټینګار کړی دی.
ریچارډ بنټ پرون (سېشنبه د مرغومي اتلسمه) له پاکستان څخه د افغان کډوالو د نیولو او شړلو په اړه وروستیو راپورونو ته په نغوته( اشاره) کې له حکومتونو وغوښتل، چې له دغو کډوالو سره په ځانګړي توګه له زیانمنو شویو خلکو سره انساني چلند وکړي.
نوموړي دغه راز پر افغان کډوالو د نه ستنېدو غږ وکړ او په کوربه هېوادونو کې یې د دغو کډوالو پر پاتې کېدو او ملاتړ ټینګار وکړ.
د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي څرګنده کړې، چې د سیمې په کوربه هېوادونو کې باید له افغان کډوالو سره ښه چلند وشي او له ټولو غړو هېوادونو یې وغوښتل، چې د دغو کډوالو د ملاتړ لپاره مالي سرچینې او لازمې اسانتیاوې زیاتې کړي.
له دې مخکې په اسلامآباد کې د افغانستان سفارت ویلي وه، چې پاکستاني پولیسو په تېره یوه اوونۍ کې شاوخوا ۸۰۰ افغان کډوال نیولي او ۱۸۳ یې شړلي دي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې په دې وروستیو کې له پاکستان څخه د افغان کډوالو جبري ایستنه ډېره شوې ده.
تازه خبرونه
په بغلان کې د وسلوالو پر برید يو دیني عالم «شهید شوی» او یو بل ټپي دي
د بغلان ولایت د امنیه قومندانۍرسنیزې څانګې زیاته کړې، چې: « د سېشنبې پر ورځ ماښام مهال د نامعلومو وسلوالو په برید کې د مرکزي بغلان ولسوالۍ د جامع جومات خطیب مولوي حمد الله محمدي شهید شوی او د یاد جومات د مدرسې ښوونکی مولوی عبدالرازق ټپي دی.»
د بغلان ولایت امنیتي چارواکو ویلي، چې په دې ولایت کې نامعلومو وسلوالو یو دیني عالم «شهید کړی» او بل ټپي دی.
د بغلان ولایت د امنیه قومندانۍرسنیزې څانګې زیاته کړې، چې: « د سېشنبې پر ورځ ماښام مهال د نامعلومو وسلوالو په برید کې د مرکزي بغلان ولسوالۍ د جامع جومات خطیب مولوي حمد الله محمدي شهید شوی او د یاد جومات د مدرسې ښوونکی مولوی عبدالرازق ټپي دی.»
د بغلان پوليسو ویلي؛ لومړنۍ څېړنې ښيي، چې دا بريد د دوى د شخصي دښمنۍ له کبله رامنځته شوى او تراوسه پورې د دغې قضيې په تړاو څوک نيول شوي ندي.
ویل کیږي؛ دغه برید هغه مهال رامنځته شوی، چې یادو دیني عالمانو غوښتل یوې میلمستیا ته ولاړ شي، چې په لاره کې پرې برید ترسره شوي دی.
-
تازه خبرونه3 days ago
مونږ په افغانستان کې د عملیاتو حق لرو – پاکستان
-
سیمه ییز خبرونه2 days ago
د سوریې د نوي حکومت چارواکو قطر ته په سفر کې د امریکا د بندیزونو د لغو کولو غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه1 day ago
آریانا ټلویزیون د کرکټ ۲۰ اوریز نړیوال لیګ د درېیم پړاو سیالۍ خپروي
-
تازه خبرونه2 days ago
د کاناډا لومړی وزیر ښايي استعفا وکړي
-
مرکه4 days ago
مناظره: په افغانستان کې د صنعت او سوداګرۍ د وضعیت ارزونه
-
نړۍ3 days ago
د غزې په تړانګه کې د اسرائیلو د بریدونو له کبله ۷۰ کسان وژل شوي
-
تازه خبرونه2 days ago
له افغانستان څخه د وتلو بښنه نهغواړم؛ ځکه امریکایان له مونږ څخه جګړه نهغواړي – بلینکن
-
تازه خبرونه1 day ago
داعش په افغانستان کې احیا شوی- مایکل مککال