تازه خبرونه
د ریښتر پر کچه ۵.۷ درجې زلزلې د افغانستان ځینې سیمې ولړزولې

(Last Updated On: )
نن سهار د ریښتر پر کچه ۵.۷ درجې زلزلې د کابل په ګډون د افغانستان ځینې سیمې ولړزولې.
د د اروپا ـ مدیترانې د زلزلې ثبتولو مرکز څرګنده کړې؛ د زلزلې مرکز د هندوکش غرونه نومول شوي دي.
دغه زلزله نن سهار شاوخوا نهه بجې په کابل کې هم احساس شوې ده.
د راپور له مخې، د زلزلې ژوروالی ۲۰۹ کیلومټرو ښودل شوی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره میاشت د مرغومي پر ۲۷ په بادغیس ولایت کې د یوې زورورې زلزلې له کبله لږ تر لږه ۲۶ کسان مړه شوي او ۷۰۰ کورونه ویجاړ شوي وه، چې مرکز یې د دې ولایت په قادس ولسوالۍ کې ښودل شوی و.