تازه خبرونه

د رښتر پر کچه نږدې ۵ درجې زلزلې د افغانستان شمال ختیځ ولړزاوه

د امريکا د ځمکپوهنې ادارې د معلوماتو له مخې؛ د دې زلزلې مرکز د لغمان ولایت مهترلام ښار و.

Published

on

(Last Updated On: )

نن چارشنبه ( د غبرکولي دېرشمه) سهار شاوخوا ۸:۴۷ دقیقې د افغانستان یو شمېر ولایتونه د رښتر پر کچه ۴ اعشاری ۸ درجې زلزلې ولړزاول.

د امريکا د ځمکپوهنې ادارې د معلوماتو له مخې؛ د دې زلزلې مرکز د لغمان ولایت مهترلام ښار و.

د زلزلې ټکان په کابل کې هم محسوس شوي؛ خو سمدستي د کوم زیان راپور ورکړ شوی ندی.

افغانستان زلزلې ځپلی دی او تېر کال هم په هرات کې د رښتر پر کچه د ۶ اعشاریه ۳ درجې پرله‌پسې څلور خونړیو زلزلو ویجاړۍ رامنځته کړې.

د اکټوبر پر اوومه نېټه لومړۍ زلزله وشوه، ورپسې د رښتر پر کچه د ۶ اعشاریه ۳ درجې دوه يمه زلزله له نيم ساعت لږ وروسته رامنځته شوه.

دا زلزلې په پراخه کچه د ودانیو د نړیدو لامل شوی او د هرات اړوند څو کلي ونړېدل.

په دې زلزله کې لږ تر لږه ۲۴۰۰ کسان مړه شوي او له ۲۰۰۰ ډېر نور ټپیان شول.

درې ورځې وروسته په داسې حال کې، چې خلک د مړو پر زاویستلو اخته ول؛ ۶ اعشاریه ۳ درجې یوې بلې زلزلې همدا سیمه ولړزوله او د اکتوبر پر پېنځلسمه پر همدې کچه څلورمه زلزله وشوه.

 

 ورته خبرونه:

ترکیې د هرات له زلزله ځپلیو سره بشري مرسته وکړه

 

ملګرو ملتونو د هرات زلزله ځپلیو ته د ۱۴اعشاریه ۴ میلیون دالرو مرستې غوښتنه وکړه

Trending

Exit mobile version