نړۍ
د روسیې توغول شویو توغندیو ۲۱۱ اوکراینیانو ته مرګ او ژوبله واړوله
اوکرایني سرچینو تائید کړې، چې په دنیپروپیتروسک سیمه کې ۱۱ کسان وژل شوي او ۶۸ نور ټپیان دي. دوی وايي، درې نور کسان په ختیځ ښار پوکروفسک کې وژل شوي دي.

رویټرز راپور ورکړی، چې د اوکراین په کیف ښار کې د ماشومانو د روغتون په ګډون په څو ښارونو کې د روسیې پر توغندیزو بریدونو د دغه هېواد لږترلږه ۴۱ کسان وژل شوي او له ۱۷۰ ډېر ټپیان دي.
دا په وروستیو میاشتو کې پر اوکراین د روسیې تر ټولو مرګونی برید یاد شوی دی.
رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی، چې دا برید د دوشنبې پر ورځ (د چنګاښ پر اتلسمه) تر سره شوی؛ د اوکرایني وګړو لپاره خورا وېروونکی و.
نن سې شنبه د اوکراین حکومت د عامه ماتم ورځ اعلان کړې ده.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د اوکراین حکومت ویلي: له دې بریدونو ښکاري، چې اوکراین د خپل هوايي دفاعي سیستم د لوړولولپاره د خپلو لویدیځو متحدینو ملاتړ ته بېړنۍ اړتیا لري.
دغه خبري آژانس د اوکراین د هوايي ځواک د څرګندونو له مخې ویلي، چې د دوی ځواکونو د روسیې ۳۸ توغول شوي راکټونه له منځه وړي دي.
د اوکراين د کورنيو چارو وزارت اعلان وکړ، چې د روسيې پر راکټي بريدونو د اوکراين په يو شمېر مرکزي او ختيځو ښارونو کې د استوګنې د کورونو، يو سوداګريز مرکز او دوه روغتيايي مرکزونو په ګډون پنځوس ملکي ودانۍ زيانمنې شوې دي.
رویټرز زیاته کړې، چې دې خبري سرچینې په کییف ښار کې د ماشومانو پر روغتون د راکټ د لګېدو یوه ویډیو لیدلې، چې له کبله یې لویه چاودنه شوې ده. د اوکراین امنیتي ادارې ویلي، چې دا یو کروز توغندی و.
اوکرایني چارواکو ویلي، چې له دې راکټ او د یو بل راکټ له لګېدو وروسته د دوه ماشومانو په ګډون ۲۷ کسان وژل شوي او ۸۲ نور ټپیان دي.
اوکرایني سرچینو تائید کړې، چې په دنیپروپیتروسک سیمه کې ۱۱ کسان وژل شوي او ۶۸ نور ټپیان دي. دوی وايي، درې نور کسان په ختیځ ښار پوکروفسک کې وژل شوي دي.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي پولنډ ته د سفر پر مهال د دغه هېواد له لومړي وزیر ډونالډ ټوسک سره په ګډه خبري غونډه کې ویلي، چې اوکراین به د دغو بریدونو غچ واخلي او د دغو بریدونو سخت ځواب به ورکړي.
خبرهای مرتبط:
امریکا له اوکراین سره نوې پوځي مرسته اعلان کړه
امریکا به افغانستان ته ورته په اوکراین کې هم له شرمېدلې ماتې سره مخ شي – روسیه