تازه خبرونه

د روسیې او امریکا استازي به په راتلونکو دوه اوونیو کې بیا هم وویني – روسیه

رویټرز راپور ورکړی؛ مسکو او واشنګټن د سې‌شنبې پر ورځ په اوکراین کې د نږدې درې کلنې جګړې د پای ته رسولو په اړه خپلې لومړۍ خبرې اترې وکړې، چې موخه یې د اړیکو بیا رغونه او د شخړې د پای ته رسولو لپاره چمتووالی و.

Published

on

د روسیې دولتي خبري سرچینې آر آی ای د شنبې پر ورځ د روسیې بهرنیو چارو وزارت د مرستیال سرګي ریابکوف د څرګندونو له مخې راپور ورکړ، چې د روسیې او امریکا د استازو ترمنځ دوه‌یمه غونډه په راتلونکو دوه اوونیو کې پلان شوې ده.

رویټرز راپور ورکړی؛ مسکو او واشنګټن د سې‌شنبې پر ورځ په اوکراین کې د نږدې درې کلنې جګړې د پای ته رسولو په اړه خپلې لومړۍ خبرې اترې وکړې، چې موخه یې د اړیکو بیا رغونه او د شخړې د پای ته رسولو لپاره چمتووالی و.

سرګې ریابکوف له آر آی ای نووستي خبري سرچینې سره په یوه مرکه کې پرته له دې، چې ځای او اشخاص مشخص کړي ویلي؛ غونډه به په درېیم هېواد کې د روسي او امریکایي اړخونو په ګډون ترسره شي.

ریابکوف وایي، چې د دواړو خواوو ترمنځ “په اصولو کې هوکړه شوې، چې “د ټول تش په نامه پارونکي بلاک” د ارزونې لپاره به مشوره وکړي.

ریابکوف ویلي، “نن مونږ له دوه موازي؛ خو البته تر یوې کچې پورې له سیاسي پلوه سره همغږي یوو، چې یوه د اوکراین او بله دوه اړخیزې چارې دي.”

هغه زیاته کړې: د ستراتیژیک ثبات او د وسلو د کنټرول په اړه بحث هغه وخت ممکن دی کله، چې مونږ د امریکا په پالیسۍ کې د ښه‌والي لپاره د لیدنې وړ بدلونونه وګورو.

هغه دا هم ویلي، چې امریکا او روسیه کولی شي د منځني ختیځ په اړه بحث وکړي.

کرملین وایي؛ د تېرې اوونۍ لومړنۍ غونډه پر روسیه اوامریکا ډېره راوڅرخېده. دوه اړخیزې اړیکې، چې د اوکراین جګړې د حل لارې لپاره ” ډېر مهم ګام” و؛ په راپور کې پرې ټینګار شوی دی.

کریملین په روانه اوونۍ کې ویلي، چې د ولسمشر ولادمیر پوتین او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ترمنځ مخامخ لیدنه په روانه میاشت کې شونې ده. دواړو کسانو ویلي، چې غواړي سره وویني.

Trending

Exit mobile version