تازه خبرونه
د روسیې او امریکا استازي به په راتلونکو دوه اوونیو کې بیا هم وویني – روسیه
رویټرز راپور ورکړی؛ مسکو او واشنګټن د سېشنبې پر ورځ په اوکراین کې د نږدې درې کلنې جګړې د پای ته رسولو په اړه خپلې لومړۍ خبرې اترې وکړې، چې موخه یې د اړیکو بیا رغونه او د شخړې د پای ته رسولو لپاره چمتووالی و.

د روسیې دولتي خبري سرچینې آر آی ای د شنبې پر ورځ د روسیې بهرنیو چارو وزارت د مرستیال سرګي ریابکوف د څرګندونو له مخې راپور ورکړ، چې د روسیې او امریکا د استازو ترمنځ دوهیمه غونډه په راتلونکو دوه اوونیو کې پلان شوې ده.
رویټرز راپور ورکړی؛ مسکو او واشنګټن د سېشنبې پر ورځ په اوکراین کې د نږدې درې کلنې جګړې د پای ته رسولو په اړه خپلې لومړۍ خبرې اترې وکړې، چې موخه یې د اړیکو بیا رغونه او د شخړې د پای ته رسولو لپاره چمتووالی و.
سرګې ریابکوف له آر آی ای نووستي خبري سرچینې سره په یوه مرکه کې پرته له دې، چې ځای او اشخاص مشخص کړي ویلي؛ غونډه به په درېیم هېواد کې د روسي او امریکایي اړخونو په ګډون ترسره شي.
ریابکوف وایي، چې د دواړو خواوو ترمنځ “په اصولو کې هوکړه شوې، چې “د ټول تش په نامه پارونکي بلاک” د ارزونې لپاره به مشوره وکړي.
ریابکوف ویلي، “نن مونږ له دوه موازي؛ خو البته تر یوې کچې پورې له سیاسي پلوه سره همغږي یوو، چې یوه د اوکراین او بله دوه اړخیزې چارې دي.”
هغه زیاته کړې: د ستراتیژیک ثبات او د وسلو د کنټرول په اړه بحث هغه وخت ممکن دی کله، چې مونږ د امریکا په پالیسۍ کې د ښهوالي لپاره د لیدنې وړ بدلونونه وګورو.
هغه دا هم ویلي، چې امریکا او روسیه کولی شي د منځني ختیځ په اړه بحث وکړي.
کرملین وایي؛ د تېرې اوونۍ لومړنۍ غونډه پر روسیه اوامریکا ډېره راوڅرخېده. دوه اړخیزې اړیکې، چې د اوکراین جګړې د حل لارې لپاره ” ډېر مهم ګام” و؛ په راپور کې پرې ټینګار شوی دی.
کریملین په روانه اوونۍ کې ویلي، چې د ولسمشر ولادمیر پوتین او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ترمنځ مخامخ لیدنه په روانه میاشت کې شونې ده. دواړو کسانو ویلي، چې غواړي سره وویني.
تازه خبرونه
په هرات کې د ټاپي نللیکې ۱۴ کیلومټره کار بشپړ شو – عبدالله یوف
د هرات والي دفتر نن (پنجشنبه) په یوه رسنیزه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې عبدالله یوف د ټاپي پروژې د پرمختګ په اړه یو لنډ راپور له والي اسلام جار سره شریک کړ.

په افغانستان کې د ټاپي پروژې مشر بګنج عبدالله یوف د هرات له والي نور احمد اسلام جار سره وکتل او په دې ولایت کې یې د نللیکې د غځولو د بهیر له چټکتیا خبر ورکړ.
د هرات والي دفتر نن (پنجشنبه) په یوه رسنیزه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې عبدالله یوف د ټاپي پروژې د پرمختګ په اړه یو لنډ راپور له والي اسلام جار سره شریک کړ.
د یادې خبرپاڼې له مخې، د ټاپي پروژې مشر د اړینو آسانتیاوو په برابرولو کې د دې ادارې له همکارۍ ستاینه وکړه او اعلان یې وکړ، چې د ۱۴ کیلومټره پایپ ایښودلو کار بشپړ شوی او سربېره پردې د پروژې ۲۴ کیلومټره لار هم پخه شوې ده.
په دې غونډه کې د هرات والي هم د دې پروژې د کار د پرمختګ په برخه کې د ټاپي پروژې د چارواکو له هڅو هرکلی وکړ او په افغانستان کې یې د ټاپي پروژې مشر ته د کار د چټک پرمختګ لپاره د اړینو اسانتیاوو په برابرولو کې د سیمهییزې ادارې له بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.
تازه خبرونه
طارق علي بخیت د افغانستان په اړه له جاپاني چارواکو سره وکتل
د اسلامي همکاریو ټولنې په یوه رسنیزه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې ناسته کې په ټولیزه توګه د افغانستان پر اوسني وضعیت راوڅرخېدل او د دې ټولنې او جاپان ترمنځ یې د بشري همکاریو د زیاتولو لارې چارې وارزول شوې.

د افغانستان د چارو لپاره د اسلامي همکاریو ټولنې ځانګړي استازي طارق علي بخیت د افغانستان په اړه د جاپان د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال کامډا ماسایوکي پر مشرۍ له جاپاني پلاوي سره خبرې اترې کړې دي.
د اسلامي همکاریو ټولنې په یوه رسنیزه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې ناسته کې په ټولیزه توګه د افغانستان پر اوسني وضعیت راوڅرخېدل او د دې ټولنې او جاپان ترمنځ یې د بشري همکاریو د زیاتولو لارې چارې وارزول شوې.
د دې خبرپاڼې له مخې؛ دواړو خواوو د افغانانو د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره د پرلهپسې همکارۍ پر اړتیا ټینګار وکړ.
په دې رسنیزې خبرپانه کې راغلي، چې په جده کې د جاپان جنرال قونسل او د هغه مرستیال هم په پلاوي کې برخه لرله.
دا په داسې حال کې ده، چې دا ناسته د سعودي عربستان په جده ښار کې د افغانستان د چارو لپاره د اسلامي همکاریو ټولنې د ځانګړي استازي په دفتر کې شوې ده.
تازه خبرونه
افغان بېسیم د ننګرهار په کوزکوڼر ولسوالۍ کې یو نوی سایټ فعال کړ
د افغان بېسیم چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د دې سایټ پر جوړولو زرګونو کورنیو مخابراتي او انټرنیټي خدماتو ته لاسرسی موندلی دی.

د افغان بېسیم مخابراتي شرکت چارواکو ويلي، چې د ننګرهار ولایت په کوزکوڼر ولسوالۍ کې یې یو نوی سایټ فعال کړی دی.
د افغان بېسیم چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د دې سایټ پر جوړولو زرګونو کورنیو مخابراتي او انټرنیټي خدماتو ته لاسرسی موندلی دی.
دوی زیاته کړې، چې افغان بېسیم به ډېر ژر په دې سیمو کې د ۴جي 4G انټرنیټي خدمتونه هم فعال کړي.
دغه راز د ننګرهار مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست چارواکو ويلي، چې د دې ولایت لرې پرتو سیمو ته د مخابراتي خدمتونو د غځولو لپاره هڅې روانې دي.
له بلې خوا په ننګرهار کې د اټرا ادارې مشر رحیم الله شینواري ویلي، چې د افغان بېسیم د نوي سایټ له فعالیدو سره به ۲۵ زره کورنیو ته مخابراتي او انټرنیټي خدمتونه وړاندې شي.
د کوزکوڼر ولسوالۍ اوسېدونکو د مخابراتي او انټرنیټي خدمتونو ته د لاسرسي له کبله خپله خوښي څرګنده کړې او په ننګرهار کې یې د مخابراتي خدمتونو د نورې پراختیا غوښتنه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کلونو کې د افغان بېسیم مخابراتي شبکې خپل مخابراتي او انټرنیټي خدمتونه د هېواد ډېرو لرې پرتو سیمو ته غځولي دي.
-
تازه خبرونه5 days ago
د افغانستان لپاره د امریکا نوې استازې یوه افغانيالاصله میرمن غوره شوه
-
لوبی3 days ago
د افغانستان الف کرکټ لوبډلې د سریلانکا پر وړاندې ماتې وخوړه
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
په هندي کشمیر کې وسلوالو له ۲۰ ډېر سیلانیان ووژل
-
سوداگري3 days ago
د پاکستان او ازبکستان استازو پر افغان – ټرانس پروژې خبرې وکړې
-
تازه خبرونه5 days ago
په روسیه کې د افغانستان محصولات نندارې ته وړاندې کېږي
-
د هوا حالاتو بدلونونه4 days ago
یوې ۶.۲ درجې زلزلې استانبول ولړزاوه
-
تازه خبرونه3 days ago
طارق علي بخیت د افغانستان په اړه له جاپاني چارواکو سره وکتل
-
تازه خبرونه3 days ago
افغان بېسیم د ننګرهار په کوزکوڼر ولسوالۍ کې یو نوی سایټ فعال کړ