تازه خبرونه

د روسیې، چین او پاکستان استازيو په کابل کې د ا.ا.ا پر رسمیت پېژندلو خبرې وکړې

Published

on

(Last Updated On: )

د افغانستان اسلامي امارت یوه ویاند آریانا نیوز ته ویلي؛ د چین، روسیې او پاکستان استازیو کابل ته په یوځایي سفر کې له چارواکو سره په ارګ کې لیدلي؛ د حکومت پر رسمیت پېژندل او د افغانستان اقتصادي بحران مخنیوی یې د بحث او خبرو سرټکي دي.

د اسلامي امارت د فرهنګي کمیسیون غړي سعید خوستي ویلي:  د دغې ناستې خبرې پر دې راڅرخېدلي، چې د افغانستان حکومت څرنګه پر رسمیت وپېژندل شي.

د نوي حکومت پر چارسمبالې کابینه ځينې نیوکې کیږي، چې ګواکي ټولشموله نده.

د ښځو حقونو مخکښه تفسیر سیاه پوش وایي: د دغه سفر د خبرو یوه موخه کېدی شي دا وي، چې کابینه باید ټولګډونه وي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د ایران له تسنیم خبري آژانس سره په خبرو کې دې ټکي ته نغوته کړې او وایي: خلکو ته د هوسا او ډاډمن ژوندانه لپاره اړینه ده، چې لومړی: حکومت ټوګډونه وي او ټول په کې ځان وویني. دوه یم: دهغو ارزښتونه ساتنه، چې د درناوي وړ دي لکه؛ یووالی ، ملي اتفاق او د ژوندانه خپلواکي. درېیم: د هېواد آبادي. دغو موخو ته د رسېدو لپاره اړینه ده، چې پوه خلک د ښځو او نرینه وو په ګډون ځانونه په حکومت او دولت کې وویني.  

د پخواني حکومت له سقوط یوه میاشت تېره شوې؛ خو تر اوسه د نړۍ هیڅ یوه هېواد هم د افغانستان اسلامي امارت پر رسمیت ندی پېژندلي. نړیوالو د رسمیت پېژندلو لپاره بشري او د ښځو حقونو ته درناوی او د ټولګډونه حکومت جوړول د شرطونو په توګه مخې ته ایښي دي.

Trending

Exit mobile version