تازه خبرونه
د روان کال تر پایه به د ختیځې پولې د تړلو پروژه بشپړه شي – ایران
د ایران د شمال ختیځو پولو د بندولو پلان د ۱۴۰۳ لمریز لېږدیز کال په غویی کې پیل شو. ایران د دغه پلان د عملي کولو لپاره خپلو وسلهوالو ځواکونو ته درې میلیارډ ډالر ورکړي دي.

د ایران د ځمکنیو ځواکونو قومندان ویلي، چې د روان کال تر پایه به له افغانستان سره د ختیځې پولې د تړلو ۳۳۰ کیلومټره پروژه بشپړه شي.
د ایران د ځمکنیو ځواکونو قومندان سیروس امانالهي ویلي، چې د پولې بندولو پروژه د ایران دننه د امنیت د خوندي کولو لپاره ده.
د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې؛ د ایران پوځ د شمال ختیځې اډې قومندان ویلي، چې دغه سرحدي پروژه له افغانستان سره د همغږې له مخې د پلې کېدا په حال کې ده.
هغه زیاته کړې، چې د رضوي خراسان، جنوبي خراسان او سیستان او بلوچستان د پولو د تړلو چارې به په درې کلونو کې بشپړې شي.
د ایران د شمال ختیځو پولو د بندولو پلان د ۱۴۰۳ لمریز لېږدیز کال په غویی کې پیل شو. ایران د دغه پلان د عملي کولو لپاره خپلو وسلهوالو ځواکونو ته درې میلیارډ ډالر ورکړي دي.
ویل کیږي، چې ایران د مهاجرینو، ترهګرو او د مخدره توکو د قاچاقچیانو د ننوتلو د مخنیوي لپاره د خپلو پولو تړل پیل کړي دي.