تازه خبرونه

د رسنیو هڅاندو د یو لړ محدویتونو د لرې کولو غوښتنه وکړه

Published

on

په کابل کې د رسنیو یو شمېر فعالانو د محلي راډیوګانو د فرصتونو او ننګونو د ارزونې په موخه په یوه غونډه کې له اسلامي امارت څخه د ښځو پر رسنیز حضور د محدودیتونو د لرې کولو غوښتنه وکړه.

د سیمه ییزو راډیوګانو د فرصتونو او ننګونو په اړه د ورکشاپ غړیو په یوه خبري غونډه کې څرګنده کړې، چې په ځینو ولایتونو کې سیمه ییزو چارواکو پر رسنیو محدودیتونه لګولي دي.

د سحر راډیو مسووله فرشته کریمي وایي؛ په لومړیو کې یې د کارکولو اجازه نلرله. ورو ورو شتون لږ شو او د بودجې نشتوالي سحر راډیو له تړلو سره مخ کړې ده.

د ورکشاپ ګډونوالو ويلي، چې د میرمنو د کار محدود کیدل په ټولنه کې بحران ته لار اواروي.

دوی وايي، چې په ولایتونو کې اتیا سلنه رسنۍ تړل شوې دي.

د ارمان راډیو مسوول محمد رسول د ٨٠ سلنه سيمه ييزو راډيوګانو د تړل کېدو خبره کوي او وايي، که دا حالت دوام وکړي، د رسنيو ټول کارکوونکي به استعفا ته اړ شي.

د اسلامي امارت یوه لوړ پوړي غړي مولوي منصور ويلي، رسنۍ د مکتب حیثیت لري، رسنۍ باید د حکومت د تګلارې خلاف خپرونې ونکړي او د بیان آزادي باید د هېواد ملي حاکمیت تر پښو لاندې نکړي.

د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري وایي: د بیان آزادي باید په افغانستان کې ملي یووالی او ملي هویت زیانمن نکړي او مونږ باید د افغانستان په سیاسي وضعیت د پوهېدو له لارې له ننګونو سره مقابله وکړو.

 د لومړي وزير مطبوعاتي مسوول جمال ناصر فرهمند وايي، چې رسنۍ د تېرو کلونو لاسته راوړنې دي او د خبریالانو د ستونزې به له مسوولینو سره شریکې کړي.

څو اوونۍ وړاندې د افغانستان د خبریالانو ملي اتحادیې اعلان وکړ، چې کابل ته د اسلامي امارت  له راتګ سره شاوخوا ۷۰ سلنه خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړي او په هېواد کې شاوخوا ۷۰ سلنه رسنۍ د اقتصادي ستونزو له امله تړل شوې دي.

Trending

Exit mobile version