تازه خبرونه
د راتلونکي ۱۴۰۲ مالي کال بودجه ریاست الوزرا ته وړاندې شوه
مالیې وزارت د ۱۴۰۲ ل.ل مالي کال ملي بودجه د رییس الوزرا مرستیالانو، مسوولینو او د اسلامي امارت د کابینې وزیرانو ته تشریح کړه.
د مالیې وزارت چارواکو ويلي، په دې ناسته کې د عوایدو د کچې، د احتمالي کسر، د لګښتونو د کنټرول او یو شمېر نورو مهمو مسایلو هم خبرې وشوې.
د دغه وزارت ویاند احمدولي حقمل زیاتوي؛ د اسلامي امارت د اداري او اقتصادي کمیسیون له کتنې وروسته به د بودجې چمتو شوی سند د توشیح لپاره د اسلامي امارت رهبرۍ ته وا ستول شي.
اقتصادي کارپوه سید مسعود ویلي؛ د ۱۴۰۲ کال د انکشافي بودجې تصویب مهم ګڼي او وايي، چې د اقتصادي ستونزو د کمولو لپاره باید پانګونه جلب او له نړۍ سره سیاسي تعامل وشي.
د اقتصادي چارو شنونکی عبدالناصر رشتیا وایي؛ د ۱۴۹۲ کال پرمختیایي بودجې لپاره، بهرنۍ مرستې ته اړتیا ده.
د مالیې وزارت ويلي، چې د راتلونکي کال بودیجه به د روان کال له بودجې څخه ډېره وي او پراختیايي پروژو ته به لومړیتوب ورکړ شي.