تازه خبرونه
د دولتي شرکتونو د تنظیم خپلواکه اداره جوړه شوه

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال په کابل کې د یوې غونډې پر مهال څرګنده کړې، چې د اسلامي امارت د رهبر د فرمان له مخې د دولتي شرکتونو د کار د موثریت، د احتکار د مخنیوي او همدارنګه د حکومتي عوایدو د زیاتوالي لپاره د دولتي شرکتونو د تنظیم یوه خپلواکه اداره رامنځته شوې ده.
ملا عبدالغني برادر په دې کتنه کې زیاته کړې، چې د دغه دفتر له جوړېدو سره به ټول دولتي شرکتونه تر یوه چتر لاندې راټول وي.
ملا برادر ویلي، چې د اسلامي امارت له واکمنۍ سره ګڼو دولتي شرکتونو خپل فعالیتونه بیا پیل کړي دي.
په دې کتنه کې د اقتصاد وزارت مرستیال هم ویلي؛ اسلامي امارت هڅه کوي، چې د سترو بېخبنایي پروژو له پلي کېدا سره به افغانستان اقتصادي ځانبسیاینې ته ورسیږي.
عبداللطیف نظري زیاته کړې؛ د شرکتونو تر منځ همغږي او تر یوه واحد او خپلواک چتر لاندې راتلل د هېواد د ملي ګټو، پراختیا او اقتصادي ودې لپاره مهم اصل دی.
نظري وایي: مونږ به تر هغه وخته نورو هېوادونو ته اړتیا ولرو، چې خپل بنسټونه مو پیاوړي کړي نهوي، پېخبناوې مو پراختیا نهوي موندلي او د هېواد په پرمختګ کې د اقتصاد پر بنسټ تګلارې په پام کې ونه نیول شي.
په همدې حال کې د دې ناستې یو شمېر نورو ګډونوالو ویلي، چې د یوه خپلواک دفتر له جوړېدو سره به د پانګونې د جلب او جذب لپاره د شرکتونو ترمنځ سالمې سیالۍ ته زمینه برابره شي.
باید وویل شي، چې په تېرو څلور لسیزو کې د جګړو او ناکراریو له کبله ډېري دولتي شرکتونه یا له منځه تللي او یا یې تجهیزات یرغمل شوي وه.