تازه خبرونه
د دوحې په غونډه کې ګډون بېګټې دی – بهرنیو چارو وزارت

د بهرنیو چارو وزارت د دوحې په ناسته کې د ګډون په اړه ویلي، چې اسلامي امارت په دې ناسته کې د یوه مسوول اړخ په توګه د ګډون غوښتونکی و؛ خو په دې برخه کې د پرمختګ د نهشتوالي له کبله خپل ګډون بېګټې بولي.
د بهرنیو چارو وزارت د شنبې پر ورځ (د سلواغې اتهویشتمه) د دوحې په غونډه له نهګډون خبر ورکړ.
دغه وزارت زیاته کړې، که ملګري ملتونه د افغانستان شته حقایق درک کړي او د ځینو خواوو تر نفوذ او فشار لاندې را نهشي؛ نو بیا شونې ده، چې له اسلامي امارت سره په خبرو کې پرمختګ رامنځته شي.
په دې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انټونیو ګوترش پر مشرۍ د دوحې غونډه د جنجالي او اختلافي مسلو په اړه د خبرو لپاره یو “ښه فرصت” دی.
ټاکل شوې، چې د افغانستان لپاره د هېوادونو د ځانګړيو استازو دوهیمه غونډه د یکشنبې او دوشنبې پر ورځ په دوحه کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي پر کوربهتوب جوړه شي.
په دې غونډه کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دوه زره اووه سوه یویشتم پرېکړه لیک پر بنسټ د افغانستان پر خپلواکه ارزونه نومي راپور بیاکتنه ترسره شي.
اسلامي امارت له دې مخکې څرګنده کړی وه، چې په دې غونډه کې یې د ګډون بلنه ترلاسه کړې ده.
ویل کیږي، چې څه موده مخکې د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي ویلي وه، چې که د اسلامي امارت شرطونه په پام کې ونهنیول شي؛ د دوحې په غونډه کې به ګډون ونهکړي.