تازه خبرونه
د دوحې د غونډې استازي دې د ننګونو په حل کې مرسته وکړي – ذبیح الله مجاهد
هغه وایي: مونږ په افغانستان کې د رښتينې اقتصادي ودې، د کار پيدا کولو، د فابريکو جوړولو، خلک له بېوزلۍ څخه د راايستلو او د ښځو لپاره د سوداګرۍ د فرصتونو د رامنځته کولو په برخه کې لومړني ګامونه پورته کړي او بریالۍ هڅې روانې دي.

د دوحې په درېیمه ناسته کې د افغانستان د پلاوي مشر ذبیح الله مجاهد د یکشنبې پر ورځ د درې اړینو موضوعاتو د حل لپاره د کاري ګروپونو د جوړولو غوښتنه وکړه، چې پر هېواد یې ټول لګېدلي محدودیتونه او بندیزونه لرې شي.
ذبیح الله مجاهد د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو پر مشرۍ د دوحې په غونډه کې ګډون کوونکیو استازو ته په خپله وینا کې ویلي: مونږ د دوحې نننۍ ناستې ته د یوه اړین فرصت په توګه ګورو؛ ځکه زمونږ پر ځینو چارواکو، مالي او بانکي سکتورونو یو اړخیز او څو اړخیزو بندیزونه لګول شوي، چې باید په اړه یې رغنده خبرې اترې تر سره شي.
هغه ویلي؛ د دوحې ناسته د افغانستان د یو شمېر ننګونو د حل لپاره یو مثبت ګام دی او دا پوښتنه مطرح کېږي، چې ولې په مالي او سوداګریزو برخو کې بندیزونه پخپل حال پاتې دي.
ذبیح الله مجاهد ویلي: افغانان له نږدې ۵۰ کلنو جګړو، بهرنیو یرغلونو او د نورو هېوادونو له لاسوهنو بشپړ ځپل شوي دي. اوس مو خپلواکي ترلاسه کړې، جګړه پای ته رسېدلې او داسې نظام یې جوړ کړی، چې موخه یې له نړۍ سره د مثبتو اړیکو ټینګول دي؛ خو په بدل کې یې له ستونزو، محدودیتونو او بندیزونو سره مخ شوي.
دغه راز مجاهد وپوښتل: آیا دا عادلانه او مناسبه ده؟
هغه څرګنده کړې: پوهېږي، چې ځینې هېوادونه د اسلامي امارت له تګلارو سره اختلاف لري؛ خو دا د تجربه لرونکیو ډیپلوماټانو دنده ده، چې یو له بل سره د تعامل او همغوۍ لارې چارې ومومي.
هغه وایي: د پاليسۍ توپيرونه بايد دومره زيات نشي، چې ځواکمن هېوادونه زمونږ پر خلکو د امنيتي، سياسي او اقتصادي فشارونو د اچولو لپاره داسې لارې وکاروي، چې ولسي ژوند مو ورسره اغېزمن شي.
هغه د کوکنارو د کښت مسله هم راپورته کړه او وایي، چې له بندیزونو او بهرنيو فشارونو سره – سره یې د کوکنارو پر کښت، پروسس او قاچاق بندیز لګولی دی.
د نوموړي د څرګندونو له مخې: د کوکنارو کښت، چې په افغانستان کې د یوې ننګونې په توګه پاتې شوی، مونږ تقریباً صفر ته راټیټ کړ. په هرصورت د دې نوښتونو د پېژندلو او ستاینې پرځای ځینې هېوادونه د دې هېواد د اقتصاد د هڅولو لپاره د همکارۍ پر ځای پر بانکدارۍ او ملي زیرمو د لګېدلیو بندیزونو د لرې کولو په اړه د نه همکارۍ پر پالیسۍ ټینګار کوي.
دغه راز مجاهد استازو ته د خپلې وینا په بله برخه کې ویلي؛ هڅه کوو، چې هېواد مو پرځان بسیا شي او د خوندي ملي اقتصاد د بنسټ له کېښودلو سره اقتصادي خپلواکي ترلاسه کړو.
هغه وایي: مونږ په افغانستان کې د رښتينې اقتصادي ودې، د کار پيدا کولو، د فابريکو جوړولو، خلک له بېوزلۍ څخه د راايستلو او د ښځو لپاره د سوداګرۍ د فرصتونو د رامنځته کولو په برخه کې لومړني ګامونه پورته کړي او بریالۍ هڅې روانې دي.
مجاهد د بشري مرستو په اړه ویلي: دا د حل لاره نده ؛ ځکه د بشري ناورین د پای ته رسولو لپاره نړیوالې ټولنې ته پکار دي، چې بندیزونه لرې کړي، پراختیايي مرستې ورکړي او د افغانستان حکومت او خلکو ته اجازه ورکړي، چې له محدودیتونو پرته له خپلو ظرفیتونو او د ملي اقتصاد د بیا رغولو لپاره ترې کار واخلي.
هغه د افغانستان او پاکستان له ګاونډ هېوادونو سره د اتصال په برخه کې د اسلامي امارت د پرمختګ په اړه خبرې وکړې او د اوسپنې پټلۍ له پروژې یې یادونه وکړه، چې ازبکستان او افغانستان له پاکستان سره نښلوي. هغه د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان اوهند (ټاپي) د ګازنللیکې پروژې په اړه هم خبرې وکړې.
هغه وایي: مونږ له ترکمنستان سره په تېرو دوه کلونو کې د ګازنللیکې د پروژې (TAPI) د تطبیق په برخه کې د پام وړ پرمختګ کړی دی. دا ګام د افغانستان له لارې د منځنۍ او جنوبي آسیا ترمنځ د انرژۍ په تبادله او اړیکه کې د مثبت ګډون ډاډ ورکوي.
هغه په ډاګه کړې، چې یو باامنه افغانستان د ټولې سیمې په ګټه دی او د سیمې له هېوادونو سره د ښو اړیکو ساتل او پالل د اسلامي امارت د ژمنتیا پوره ښکارندویي کوي.
دغه راز نور هېوادونه؛ په ځانګړي توګه لویدیځ هېوادونه کولی شي له اسلامي امارت سره د اړیکو د پراختیا پر وړاندې پراته خنډونه لرې کړي او دا درک شي، چې د نظر اختلاف “طبیعي” دی.
مجاهد ویلي: د سیمې د هېوادونو په څېر دوی هم کولی شي د مثبتې ښکېلتیا لپاره رښتیني او عملي ګامونه پورته کړي.
په دې اړه هغه څرګنده کړې: د افغانستان اسلامي امارت له غربي هېوادونو سره هم د رغنده اړیکو غوښتونکی دی. مونږ هم هر خپلواک دولت ته ورته خپل دیني او کلتوري ارزښتونه لرو، چې باید له منازعې او رکود سره د مخ کېدو پر ځای د دوه اړخیزو اړیکو د پرمختللو اسانتیاوو لپاره ومنل شي.
مجاهد ویلي: زمونږ هیله دا ده، چې د افغانستان اسلامي امارت ملي حاکمیت، استقلال، ارزښتونو، لومړیتوبونو او غوره توبونو ته په سمه توګه درناوی وشي. لکه څنګه، چې د ملګرو ملتونو په منشور کې تائید شوي دي.
نوموړي په دې برخه کې د ډيپلوماټيکو پرمختګونو يادونه هم وکړه او وایي: لکه څنګه، چې د سيمې هېوادونو د يوه مسوول نظام په توګه د افغانستان له اوسني حکومت سره مثبت تعامل کړى؛ هيله لرو، چې لویديځ هېوادونه هم په ورته ډول دوه اړخيزو ګټو ته لومړيتوب ورکړي.
اړوند خبرونه:
په دوحه کې د افغانستان په اړه درېیمه ناسته پیل شوه
ډېري هېوادونه له اسلامي امارت سره د اړیکو پراختیا ته لېواله دي
تازه خبرونه
په هرات کې د ټاپي نللیکې ۱۴ کیلومټره کار بشپړ شو – عبدالله یوف
د هرات والي دفتر نن (پنجشنبه) په یوه رسنیزه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې عبدالله یوف د ټاپي پروژې د پرمختګ په اړه یو لنډ راپور له والي اسلام جار سره شریک کړ.

په افغانستان کې د ټاپي پروژې مشر بګنج عبدالله یوف د هرات له والي نور احمد اسلام جار سره وکتل او په دې ولایت کې یې د نللیکې د غځولو د بهیر له چټکتیا خبر ورکړ.
د هرات والي دفتر نن (پنجشنبه) په یوه رسنیزه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې عبدالله یوف د ټاپي پروژې د پرمختګ په اړه یو لنډ راپور له والي اسلام جار سره شریک کړ.
د یادې خبرپاڼې له مخې، د ټاپي پروژې مشر د اړینو آسانتیاوو په برابرولو کې د دې ادارې له همکارۍ ستاینه وکړه او اعلان یې وکړ، چې د ۱۴ کیلومټره پایپ ایښودلو کار بشپړ شوی او سربېره پردې د پروژې ۲۴ کیلومټره لار هم پخه شوې ده.
په دې غونډه کې د هرات والي هم د دې پروژې د کار د پرمختګ په برخه کې د ټاپي پروژې د چارواکو له هڅو هرکلی وکړ او په افغانستان کې یې د ټاپي پروژې مشر ته د کار د چټک پرمختګ لپاره د اړینو اسانتیاوو په برابرولو کې د سیمهییزې ادارې له بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.
تازه خبرونه
طارق علي بخیت د افغانستان په اړه له جاپاني چارواکو سره وکتل
د اسلامي همکاریو ټولنې په یوه رسنیزه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې ناسته کې په ټولیزه توګه د افغانستان پر اوسني وضعیت راوڅرخېدل او د دې ټولنې او جاپان ترمنځ یې د بشري همکاریو د زیاتولو لارې چارې وارزول شوې.

د افغانستان د چارو لپاره د اسلامي همکاریو ټولنې ځانګړي استازي طارق علي بخیت د افغانستان په اړه د جاپان د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال کامډا ماسایوکي پر مشرۍ له جاپاني پلاوي سره خبرې اترې کړې دي.
د اسلامي همکاریو ټولنې په یوه رسنیزه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې ناسته کې په ټولیزه توګه د افغانستان پر اوسني وضعیت راوڅرخېدل او د دې ټولنې او جاپان ترمنځ یې د بشري همکاریو د زیاتولو لارې چارې وارزول شوې.
د دې خبرپاڼې له مخې؛ دواړو خواوو د افغانانو د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره د پرلهپسې همکارۍ پر اړتیا ټینګار وکړ.
په دې رسنیزې خبرپانه کې راغلي، چې په جده کې د جاپان جنرال قونسل او د هغه مرستیال هم په پلاوي کې برخه لرله.
دا په داسې حال کې ده، چې دا ناسته د سعودي عربستان په جده ښار کې د افغانستان د چارو لپاره د اسلامي همکاریو ټولنې د ځانګړي استازي په دفتر کې شوې ده.
تازه خبرونه
افغان بېسیم د ننګرهار په کوزکوڼر ولسوالۍ کې یو نوی سایټ فعال کړ
د افغان بېسیم چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د دې سایټ پر جوړولو زرګونو کورنیو مخابراتي او انټرنیټي خدماتو ته لاسرسی موندلی دی.

د افغان بېسیم مخابراتي شرکت چارواکو ويلي، چې د ننګرهار ولایت په کوزکوڼر ولسوالۍ کې یې یو نوی سایټ فعال کړی دی.
د افغان بېسیم چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د دې سایټ پر جوړولو زرګونو کورنیو مخابراتي او انټرنیټي خدماتو ته لاسرسی موندلی دی.
دوی زیاته کړې، چې افغان بېسیم به ډېر ژر په دې سیمو کې د ۴جي 4G انټرنیټي خدمتونه هم فعال کړي.
دغه راز د ننګرهار مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست چارواکو ويلي، چې د دې ولایت لرې پرتو سیمو ته د مخابراتي خدمتونو د غځولو لپاره هڅې روانې دي.
له بلې خوا په ننګرهار کې د اټرا ادارې مشر رحیم الله شینواري ویلي، چې د افغان بېسیم د نوي سایټ له فعالیدو سره به ۲۵ زره کورنیو ته مخابراتي او انټرنیټي خدمتونه وړاندې شي.
د کوزکوڼر ولسوالۍ اوسېدونکو د مخابراتي او انټرنیټي خدمتونو ته د لاسرسي له کبله خپله خوښي څرګنده کړې او په ننګرهار کې یې د مخابراتي خدمتونو د نورې پراختیا غوښتنه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کلونو کې د افغان بېسیم مخابراتي شبکې خپل مخابراتي او انټرنیټي خدمتونه د هېواد ډېرو لرې پرتو سیمو ته غځولي دي.
-
تازه خبرونه4 days ago
آریانا هوايي شرکت چین ته د اوونیزو الوتنو له زیاتېدا خبر ورکړ
-
تازه خبرونه3 days ago
د افغانستان لپاره د امریکا نوې استازې یوه افغانيالاصله میرمن غوره شوه
-
لوبی2 days ago
د افغانستان الف کرکټ لوبډلې د سریلانکا پر وړاندې ماتې وخوړه
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
په هندي کشمیر کې وسلوالو له ۲۰ ډېر سیلانیان ووژل
-
تازه خبرونه3 days ago
په روسیه کې د افغانستان محصولات نندارې ته وړاندې کېږي
-
سوداگري2 days ago
د پاکستان او ازبکستان استازو پر افغان – ټرانس پروژې خبرې وکړې
-
د هوا حالاتو بدلونونه2 days ago
یوې ۶.۲ درجې زلزلې استانبول ولړزاوه
-
تازه خبرونه2 days ago
افغان بېسیم د ننګرهار په کوزکوڼر ولسوالۍ کې یو نوی سایټ فعال کړ