تازه خبرونه
د دشت برچي اوسیدونکيو سیمې ته د ام اس اف د راستنېدو غوښتنه وکړه
د دشت برچي پر ۱۰۰ بستریز روغتون له خونړي برید یو کال تېریږي، چې په کې د میندو او ماشومانو په ګډون روغتیایي کارمندانو ته درنده مرګ و ژوبله اوښتې وه.
د دشت برچي د خلکو په ګډون افغانان به دا برید هیڅکله هېر نکړي؛ ځکه په دې برید کې د میندو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۲۴ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان ول.
له برید وروسته هغو بې پولې ډاکټرانو، چې د دشت برچي ۱۰۰ بستریز روغتون د زېږون څانګه یې اداره کوله، له روغتون څخه د وتلو پرېکړه وکړه او دا کار د برچي خلکو ته ټکان ورکوونکی او مایوسوونکی و.
ایم ایس اف په خپله اعلامیه کې څرګنده کړې، چې د دوی کارمندان په افغانستان او د نړۍ په کچه د پېښې د قربانیانو له کورنیو او قربانيانو سره په غم کې ځان شریک بولي او له هغو هزاره ګانو ته خپله خواخوږي څرګندوي، چې اوس هم د هغې ورځې فزیکي او رواني پایلو له کبله ټپی شوي دي.
مونږ هیله من یو، چې هیڅ کومه کورنۍ د خوښیو په شېبو کې دغه راز وحشيانه تراژیدي بیا ونه ویني.
د بې پولې ډاکټرانو د عملیاتي څانګې ډاکټرې مدیرې ایزابل دفورني ویلي؛ له برید څو اوونۍ وروسته مونږ له برچي څخه د وتلو لپاره سخته پرېکړه وکړه. مونږ پوهیدو، چې له وتلو وروسته ډېرې اړتیاوې رانه پاتې کیږي.
هغې زیاته کړې: د سیمې ځایي میرمنو ته زمونږ د زېږنتون څانګه اړینه وه؛ له ۲۰۰۹ کال راپدیخوا دلته ۱۶۰۰۰ ماشومان زېږیدلي دي؛ خو مونږ نشو کولی، چې له هغې پېښې ورړوسته خپلې هڅې روانې وساتو.
د سیمې یو اوسیدونکي احمد تمیم د ام اس اف له کارمندانو څخه د مننې تر څنګ ویلي: خلک به هیڅکله د دشت برچي د ام اس اف د کارمندانو پېرزوینې او د روغتون د دغې څانګې تړل کېدل هیڅکله هېر نکړي. د دغه روغتون تړل کېدو ټول حیران، بېوسه او خواشیني کړل.
هغه زیاته کړې: ټولو خلکو هیله درلوده، چې له برید وروسته به په دې بدمرغه او څنډې ته شوې سیمې اوسیدونکیو ته به خپله همکاري روانه وساتئ؛ خو په خواشینۍ، چې ستاسې وتل د خلکو لپاره یو بل غم و.
د دشت برچي اوسیدونکي له دې ټولنې څخه دغې سیمې ته د راستنېدو غوښتنه کوي.
دغه راز افغان ژورنالیسته سکینه امیري ویلي، چې د دشت برچي روغتون د تېر کال له مرګوني برید وروسته روغتیايي پاملرنې ته سخته اړتیا لري.
ښاغلې امیري په خپلې یوې یادونه کې څرګنده کړې: همدا د برچي په ۱۰۰ بستریز روغتون کې د ټولو څانګو روغتیايي خدمات د مشورې ورکولو تر کچې راټیټ شوي، چې یوازې بیړنیو ناروغانو ته د دردونو د کمولو درمل ورکول کیږي.
هغې دا هم ویلي، چې روغتون یوازې معمولي زیږون ترسره کوي.
نوموړې د ام اس اف له ډاکتذانو غوښتي؛ مهرباني وکړئ هغو خلکو ته بیا هم خپل روغتیایي خدمات وړاندې کړئ، چې د خوړلو لپاره ډوډس نلري. د کابل په لویدیځ کې د زېږون څانګه د زرګونه میندو د اړتیاوو پوره کوونکې وه او ده.
دغه ۱۰۰ بستریز روغتون د دشت برچي په یوه سیمه کې پروت دی، چې د روانې اوونۍ په پیل کې د نجونو ښوونځي زدکوونکې له درې چاودنو سره مخ شوې او لږ تر لږه ۸۷ زدکوونکې په کې ووژل شوې او ۲۰۰ نور یې ټپیان کړل.
تر دې دمه کومې هیچا د برید مسوولیت ندی منلی. حکومت طالبان تورنوي، چې په برید کې یې لاس درلود؛ خو طالبانو په کې لاس لرل رد کړي او ایران په دې برید کې داعش جنګیالیو ته ګوته نیسي.
تازه خبرونه
د حکومت او رسنیو ترمنځ باید واټن نهوي – ستانکزی
شېرمحمد عباس ستانکزي په کابل کې د اسلامي نظام په ټینګښت کې د رسنیو رول تر سرلیک لاندې په یوه سیمینار کې زیاته کړې؛ رسنۍ د نړۍ په تبلیغاتي جګړه کې بنسټیز رول لوبوي او پر اسلامي امارت لازمه ده، چې پرې له فشارونو ډډه وکړي او پرېږدي، چې رسنۍ د هېواد په پرمختګ او هوساینه کې خپل رول په آزاده توګه ولوبوي.
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي ويلي، له رسنیو باید داسې ملاتړ وشي، چې د حکومت او دوی ترمنځ واټن رامنځته نشي.
شېرمحمد عباس ستانکزي په کابل کې د اسلامي نظام په ټینګښت کې د رسنیو رول تر سرلیک لاندې په یوه سیمینار کې زیاته کړې؛ رسنۍ د نړۍ په تبلیغاتي جګړه کې بنسټیز رول لوبوي او پر اسلامي امارت لازمه ده، چې پرې له فشارونو ډډه وکړي او پرېږدي، چې رسنۍ د هېواد په پرمختګ او هوساینه کې خپل رول په آزاده توګه ولوبوي.
نوموړي په دې اړه ویلي: " د دوی (رسنیو) ستونزې باید واورېدل شي، د دوی غږ باید واورېدل شي، د دوی لپاره باید داسې چاپېریال برابر شي، چې په ازاده توګه خپل کارونه ترسره کړي."
ستانکزي زیاته کړې، د هېواد د رسنیو په اړه باید داسې نظر وي، چې دواړه لوري یو بل ته د اجنبی په سترګه ونهګوري او اسلامي امارت پر رسنیو له فشار راوړلو ډډه وکړي او رسنیو ته اجازه ورکړي، چې په خلاص لاس کار وکړي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولينو هم په دې سيمينار کې ويلي، چې له ازادو رسنيو سره يې د ټکر لار نده غوره کړې او دغه وزارت له دوى سره هر راز همکارۍ ته ژمن دى.
د سیمینار برخهوالو له رسنیو هم وغوښتل، چې نړۍ ته د افغانستان د مثبت انځور په ځلولو او انعکاس کې له هیڅ راز هڅې ډډه ونکړي.
دا سیمینار په داسې حال کې جوړیږي، چې رسنۍ د ملي ګټو او اسلامي ارزښتونو په چوکاټ کې د بیان ازادۍ او مثبتو فعالیتونو انعکاس ته ژمنې دي.
تازه خبرونه
له ازبکستان سره د ۲۰۲۵ ز.کال لپاره د برښنا د پېرودلو تړون لاسلیک شو
دغه تړون تاشکند ته د دغه شرکت د عمومی رییس عبدالباری عمر پر مشرۍ د اسلامی امارت د پلاوي له سفر او د دغه هېواد له چارواکو سره له خبرو اترو وروسته لاسلیک شو.
د افغانستان برښنا شرکت څرګنده کړې، چې له ازبکستان سره د ۲۰۲۵ ز. کال لپاره د برښنا د پېرودلو تړون لاسلیک شوی دی.
دغه تړون تاشکند ته د دغه شرکت د عمومی رییس عبدالباری عمر پر مشرۍ د اسلامی امارت د پلاوي له سفر او د دغه هېواد له چارواکو سره له خبرو اترو وروسته لاسلیک شو.
د افغانستان برښنا شرکت ویاند حکمت الله میوندي ویلي: " د افغانستان برښنا شرکت عمومي رییس د یوه پلاوي پر مشرۍ ازبکستان ته تللی و او په ازبکستان کې یې د برښنا له مسوولانو سره په کتنه کې د ۲۰۲۵ ز.کال لپاره د برښنا د پېرودلو تړون لاسلیک کړ."
یو شمېر پانګوال له اسلامي امارت څخه غواړي؛ د ۵۰۰ کیلو ولټ برښنا په اړه دې له ازبکستان سره خبرې وکړي او دغه پروژه ژر تر ژره بشپړه کړي، چې په هېواد کې د برښنا د کمښت ستونزې یوه برخه اواره شي.
د افغانستان برښنا شرکت ویلي، چې افغان پلاوي له ازبکستاني چارواکو سره د ۵۰۰ کیلو ولټ برښنا د لېږد پروژې په اړه، چې د سرخان- پلخمري- دشت الوان څخه د کابل تر ارغندي او د ننګرهار شیخ مصري ته، چې د ۸۰۰ څخه تر ۱۰۰۰ میګاواټه برښنا د لېږد ظرفیت لري په اړه هم خبرې کړې دي.
تازه خبرونه
څار: د مهاجرو نولواله ورځ
-
لوبی3 days ago
آریانا ټلویزیون د ۲۰۲۵ کال د کرکټ اتلانو جام خپروي
-
تازه خبرونه2 days ago
اروپايي ټولنې په افغانستان کې د اقتصادي ودې لپاره نږدې ۲۰ میلیون یورو ځانګړي کړل
-
نړۍ2 days ago
د سوریې په یوه ډلهییز قبر کې لږ تر لږه ۱۰۰ زره جسدونه براته دي – راپور
-
نړۍ3 days ago
ټرمپ او نتانیاهو پر غزه او سوریه خبرې وکړې
-
سیمه ییز خبرونه2 days ago
په مسکو کې د روسیې د اټومي دفاعي ځواکونو قومندان د یوې چاودنې له کبله ووژل شو
-
لوبی1 day ago
آریانا زاډیو ټلویزیون د IPL سیالیو د خپرولو تړون لاسلیک کړ
-
تازه خبرونه2 days ago
د کابل په دارالامان سیمه کې د ډیپلوماټیک ښارګوټي توپوګرافیکه سروې بشپړه شوه
-
تازه خبرونه3 days ago
اسلامآباد اوس له کابل سره خبرو ته چمتو شو