تازه خبرونه

د خپلمنځي خبرو پلاوی له طالبانو سره د تاوتریخوالي پر کمولو مشوره کوي

Published

on

(Last Updated On: )

د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله څرګنده کړې؛ د خپلمنځی خبرو پلاوی به نن د طالبانو له استازیو سره په هیواد کې د تاوتریخوالي د کمولو لپاره مشوره وکړي.

عبدالله عبدالله په یوه مرکه کې رویترز ته په ډاګه کړې: په تاوتریخوالي کې د پام وړ کموالی او تلپاتي اوربند ته رسیدل د افغانستان د  خلکو یوه اړینه غوښتنه ده.

هغه زیاته کړه؛ دا به لومړۍ مسله وي، چې له طالبانو سره به پرې خبرې وشي.

که څه هم په دوحه کې د سولې خبرې پیل شوي؛ خو په هېواد کې تاوتریخوالی روان ساتل شوی دی.

د یکشنبې پر سهار د کندوز د ولایتي شورا غړې فوزیه جواد یفتلي آریانا نیوز ته ویلي، چې طالب جنګیالیو د کندوز ښار په څنډه شینواري سیمه کې پر یوې امنیتي پوستې برید کړی دی.

میرمن یفتلي زیاته کړې؛ دغه برید ۱۱ بجې پیل شو، چې په کې شپږ افغان سرتېري وژل شوي دي.

یفتلي زیاته کړې، چې د هوايي ملاتړ له رارسیدو وروسته طالبان شاتګ تهاړ شوي دي.

د کندوز امنیه قومندان پېښه منلې؛ خو د امنیتي ځواکونو د ځاني زیان په اړه څه نه  وایي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ په هېواد کې د تاوتریخوالي د پوره کمولو لپاره د افغانانو د خپلمنځی خبرو د پیل پرانسته شوې؛ خو د هېواد په کچه طالبانو ۱۸ تازه بریدونه هم کړې دي.

د دفاع وزارت د څرګندونو له مخې؛ د هېواد په روزګان، هرات، جوزجان، بلخ، غور او فاریاب ولایتونو کې بریدونه شوي دي.

طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي.

Trending

Exit mobile version