تازه خبرونه
د خوراکي توکو د نړیوال بحران مخه باید ونیول شي – م.م
نوموړي زیاته کړې؛ له دغه کړکیچ وروسته ممکن خوارځواکي، لوږه او پراخه قحطي د کلونو لپاره پاتې شي.
ګوتیریش او نورو چارواکو له روسیې وغوښتل، چې د اوکراین د غله جاتو صادراتو ته اجازه ورکړي. روسیه او اوکراین یوازې د نړۍ ۳۰ سلنه غنم تولیدوي.
پر اوکراین د روسیې برید او په ځواب کې پرهغه هېواد د نړیوالې ټولنې اقتصادي بندیزونه د دې لامل شول، چې د دواړو هېوادونو د غنمو، کیمیاوي سرې او نورو توکو د صادراتو په بهیر کې خنډ او خنډ رامنځته شي.
دغه بدلونونه همدارنګه د نړۍ په پرمختللیو هېوادونو کې د خوراکي توکو او تېلو د قیمتونو د لوړیدو لامل شوي دي.
د ملګرو ملیتونو سرمنشي انتونیو ګوترش وایي: په اوکراین کې کړکېچ او روانې جګړې پر میلیونونه خلک د خوراکي توکو له ناامنۍ یا د خوارځواکۍ، لوږې او پراخې قحطۍ سره مخ کړي دي. یو داسې بحران، چې که حل نشي، کیدای شي د کلونو لپاره دوام وکړي.
د افغانستان په بازارونو کې هم خلک د لومړینو خورا کې توکو د قیمتونو له لوړیدو اندېښنه ښیي او له اسلامي امارته غوښتنه کوي، چې په هېواد کې د خواړو توکو د قیمتونو د کنټرول تر څنګ باید د ستراتیژیکو زیرمو په منظم کولو کار پیل کړي، چې د خواړو له مصونیت برخمن پاتې شوو.
د کابل اوسیدونکي غلام سخي ویلي؛ مونږ ورځ تر بلي د خوراکي توکو له ستونزو سره مخ کیږو. اوس زمونږ هر څه مخ پر قیمته کیدو ډي؛ اوړه، غوړي، وریجي او داسي نور توکي.
د بلخ اوسیدونکي قربان ویلي؛ کار نشته، غربي نشته. بیخي حیران یم، چې څه چاره وکړم. هره ورځ قیمتونه پر لوړیدو روان دي. سړی څه وکړي په دې برخه کې هیڅ نه پو هیږو.
د اقتصادي چارو کارپوهان د افغانستان له اسلامي امارته غوښتنه کوي، چې د خواړو د راتلونکي نړیوال بحران د مدیریت لپاره باید د سترا تیژیکو او لومړینو تو کو زیرمې جوړې کړي.