تازه خبرونه
د خراسان داعشیان افغانستان، سیمې او نړۍ ته ګواښ دی – د م.م امنیت شورا
د امریکا، روسیې او پاکستان استازو د داعش خراسان څانګې ګواښونه جدي وبلل او د دوی پر وړاندې یې د مبارزې غوښتنه وکړه.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا غړو په یوه ناسته کې د داعش ډلې لخوا رامنځته شوي ګواښونه وڅېړل او د دې ډلې د فعالیتونو او تازه ځواکونو د جذب په اړه یې خپلې اندېښنې څرګندې کړي.
د امریکا، روسیې او پاکستان استازو د داعش خراسان څانګې ګواښونه جدي وبلل او د دوی پر وړاندې یې د مبارزې غوښتنه وکړه.
له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د ملګرو ملتونو د رییس دفتر د امنیت شورا په ناسته کې د خراسان څانګې داعش ډله د افغانستان او نړۍ لپاره یو لوی ګواښ یادکړی دی.
د ملګرو ملتونو ټولنې دې لوړ پوړي چارواکي زیاته کړې، چې افغانستان ته د تروریستي ډلو د سفرونو راپورونه شتون لري.
له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د ملګرو ملتونو د دفتر رییس ولادیمیر ایوانوویچ ورونکوف ویلي: ” د خراسان داعش ډله افغانستان، سیمې او نړۍ ته ګواښونه پېښوي. سربېره پر دې په افغانستان کې دننه حملې، په اروپا کې داعشیان پر تروریستي بریدونو مرتکب شوي او هڅه کوي، چې د مرکزي آسیا څخه نوي کسان جذب کړي. همدا رنګه راپورنه شته، چې بهرنۍ ترهګرې ډلې افغانستان ته سفر کوي.”
د دې ناستې پر دوام امریکا هم په افغانستان او سیمه کې د داعش ډلې پر ځواکمن کېدو اندېښنې ښودلي دي.
د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د امریکا استازې دوروټی شیا وایي: “هغه ډلې، چې له مرکزي آسیا څخه بهر له داعش سره تړاو لري؛ په ځانګړي توګه د داعش خراسان ډله هم یو نړیوال ګواښ ګڼل کیږي. مونږ په خراسان کې د داعش څانګې د وړتیا په اړه هم اندېښمن یوو، چې پلان جوړونه، بریدونه ترسره کول او همدارنګه د نويو کسانو د استخدام، دغه اندېښنې په ځانګړي ډول افغانستان او پاکستان په تړاو ډېرې شوې دي.”
په دې ناسته کې د پاکستان استازي هم په افغانستان کې د داعش شتون لوړ یاد کړ.
په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي منیر اکرم ویلي: ” دا مهال په افغانستان کې له ۲۰ څخه زیاتې ترهګرې ډلې فعالې دي او دا هېواد د داعش د تمویل، اسانتیا او تسهیلاتو او د جذب اصلي مرکز ګرځېدلی دی. له همدې کبله، زه غواړم بیا تکرار کړم، چې افغانستان د داعش لپاره د جلب او جذب اصلي مرکز ګرځېدلی او مونږ هغه ادعا ردوو، چې داعش په پاکستان کې پټن ځایونه لري. مونږ همدا اوس له داعش او ټی ټي پي سره په جګړه کې ښکېل یوو.”
د ملګرو ملتونو ر امنیت شورا په ناسته کې د روسیې سفیر ویلي، چې په افغانستان کې د داعش شتون او فعالیت تصادفي ندی. د امریکا هغه وسلې، چې په افغانستان کې پاتې دي د داعش لاس ته لوېدلې دي.
په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر واسیلی نبنزیا ویلي: ” مونږ نشو کولی، چې په افغانستان کې د داعش فعالیت او حضور نالیدلی ونیسو. دا یو تصادف ندی. ناټو ځواکونو، چې افغانستان په ناڅاپي ډول پرېښود ډېری وسلې یې هلته پرېښودي؛ نو دا وسلې د داعش او نورو ډلو لاس ته لویدلي.”
په ملګرو ملتونو کې د چین استازی فو کانګ وایي: ” ترهګرې ډلې لکه داعش او القاعده اوسمهال په افغانستان کې ډېر فعال دي او له یو بل سره همکاري کوي. دوی غواړي، چې په افغانستان کې امنیتي وضعیت کمزوری کړي، بلکې سیمهییزې او نړیواله سوله او امنیت له خطر سره مخ کړي. د چین حکومت غواړي، چې په افغانستان کې د ټولو ترهګرو ډلو له منځه وړلو لپاره محسوس او پلي کېدونکي اقدامات وکړي.
اسلامي امارت تل ټینګار کړی، چې افغانستان خاوره د هیڅ هېواد لپاره ګواښ ندی او زیاتوي، چې په سیمه کې د دې ډلې فعالیتونه په افغانستان پورې تړاو نلري.