Connect with us

تازه خبرونه

د خراسان داعشیان افغانستان، سیمې او نړۍ ته ګواښ دی – د م.م امنیت شورا

د امریکا، روسیې او پاکستان استازو د داعش خراسان څانګې ګواښونه جدي وبلل او د دوی پر وړاندې یې د مبارزې غوښتنه وکړه.

خپور شوی

د

د ملګرو ملتونو امنیت شورا غړو په یوه ناسته کې د داعش ډلې لخوا رامنځته شوي ګواښونه وڅېړل او د دې ډلې د فعالیتونو او تازه ځواکونو د جذب په  اړه یې خپلې اندېښنې څرګندې کړي.

د امریکا، روسیې او پاکستان استازو د داعش خراسان څانګې ګواښونه جدي وبلل او د دوی پر وړاندې یې د مبارزې غوښتنه وکړه.

له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د ملګرو ملتونو د رییس دفتر د امنیت شورا په ناسته کې د خراسان څانګې داعش ډله د افغانستان او نړۍ لپاره یو لوی ګواښ یادکړی دی.

د ملګرو ملتونو ټولنې دې لوړ پوړي چارواکي زیاته کړې، چې افغانستان ته د تروریستي ډلو د سفرونو راپورونه شتون لري. 

له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د ملګرو ملتونو د دفتر رییس ولادیمیر ایوانوویچ ورونکوف   ویلي: ” د خراسان داعش ډله افغانستان، سیمې او نړۍ ته ګواښونه پېښوي. سربېره پر دې په افغانستان کې دننه حملې، په اروپا کې داعشیان پر تروریستي بریدونو مرتکب شوي او هڅه کوي، چې د مرکزي آسیا څخه نوي کسان جذب کړي. همدا رنګه راپورنه شته، چې بهرنۍ ترهګرې ډلې افغانستان ته سفر کوي.”

د دې ناستې پر دوام امریکا هم په افغانستان او سیمه کې د داعش ډلې پر ځواکمن کېدو اندېښنې ښودلي دي.

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د امریکا استازې دوروټی شیا وایي: “هغه ډلې، چې له مرکزي آسیا څخه بهر له داعش سره تړاو لري؛ په ځانګړي توګه د داعش خراسان ډله هم یو نړیوال ګواښ ګڼل کیږي. مونږ په خراسان کې د داعش څانګې د وړتیا په اړه هم اندېښمن یوو، چې پلان جوړونه، بریدونه ترسره کول او همدارنګه د نويو کسانو د استخدام، دغه اندېښنې په ځانګړي ډول افغانستان او پاکستان په تړاو ډېرې شوې دي.”

په دې ناسته کې د پاکستان استازي هم په افغانستان کې د داعش شتون لوړ یاد کړ. 

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي منیر اکرم ویلي: ” دا مهال په افغانستان کې له ۲۰ څخه زیاتې ترهګرې ډلې فعالې دي او دا هېواد د داعش د تمویل، اسانتیا او تسهیلاتو او د جذب اصلي مرکز ګرځېدلی دی. له همدې کبله، زه غواړم بیا تکرار کړم، چې افغانستان د داعش لپاره د جلب او جذب اصلي مرکز ګرځېدلی او مونږ هغه ادعا ردوو، چې داعش په پاکستان کې پټن ځایونه لري. مونږ همدا اوس له داعش او ټی ټي پي سره په جګړه کې ښکېل یوو.”

د ملګرو ملتونو ر امنیت شورا په ناسته کې د روسیې سفیر ویلي، چې په افغانستان کې د داعش شتون او فعالیت تصادفي ندی. د امریکا هغه وسلې، چې په افغانستان کې پاتې دي د داعش لاس ته لوېدلې دي.

په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر واسیلی نبنزیا ویلي: ” مونږ نشو کولی، چې په افغانستان کې د داعش فعالیت او حضور نالیدلی ونیسو. دا یو تصادف ندی. ناټو ځواکونو، چې افغانستان په ناڅاپي ډول پرېښود ډېری وسلې یې هلته پرېښودي؛ نو دا وسلې د داعش او نورو ډلو لاس ته لویدلي.”

په ملګرو ملتونو کې د چین استازی فو کانګ وایي: ” ترهګرې ډلې لکه داعش او القاعده اوسمهال په افغانستان کې ډېر فعال دي او له یو بل سره همکاري کوي. دوی غواړي، چې په افغانستان کې امنیتي وضعیت کمزوری کړي، بلکې سیمه‌ییزې او نړیواله سوله او امنیت له خطر سره مخ کړي. د چین حکومت غواړي، چې په افغانستان کې د ټولو ترهګرو ډلو له منځه وړلو لپاره محسوس او پلي کېدونکي اقدامات وکړي.

اسلامي امارت تل ټینګار کړی، چې افغانستان خاوره د هیڅ هېواد لپاره ګواښ ندی او زیاتوي، چې په سیمه کې د دې ډلې فعالیتونه په افغانستان پورې تړاو ن‌لري.

تازه خبرونه

په سالنګ کې د ټرافیکي پېښې له کبله ۴۹ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې

د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس وایي: “په دې پېښه کې ۵ مسافر مړه او ۴۴ نور ټپیان شول. د سالنګ د لویې لارې د ساتنې او ساتنې ریاست پرسونل او چارواکي په چټکۍ سره د پېښې ځای ته رسېدلي او ټپیان یې د خنجان کلینیک ته وړي دي.”

Published

on

د ټولګټو چارو وزارت ویلي، چې تېره شپه شاوخوا دوه بجې د شمالي سالنګ د شاوال په اړوند سیمه کې د موټر چلوونکي د بې احتیاطۍ له کبله ۵۸۰ ډوله مسافروړونکی بس له سړک ووت؛ ۵ کسانو په کې خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۴۴ نور ټپیان دي.

د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس وایي: “په دې پېښه کې ۵ مسافر مړه او ۴۴ نور ټپیان شول. د سالنګ د لویې لارې د ساتنې او ساتنې ریاست پرسونل او چارواکي په چټکۍ سره د پېښې ځای ته رسېدلي او ټپیان یې د خنجان کلینیک ته وړي دي.”

حق‌شناس زیاته کړې، چې د واورې او توپاني هوا له کبله د سالنګونو لویه لار تر بلې خبرتیا پورې به تړلې وي.

 
Continue Reading

تازه خبرونه

په کابل منډيي کې د اورلګېدو د خپرېدا مخه ونیول شوه

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع زیاته کړې؛ په اور‌لګېدو کې ۱۰ ګودامونه او ۸ دوکانونه وسوځېدل. د لومړنیو څرګندونو له مخې؛ د پېښې زیان شاوخوا ۷۰۰ زره ډالر اټکل شوی، خو د اور وژنې پولیسو پخپل وخت د نږدې ۱۵۰ میلیون افغانیو پر ارزښت د توکو د سوځېدو مخه ونیوله.

Published

on

د کورنیو چارو وزارت ويلي، چې نن سهار د اور وژنې او پېښو ته د رسېدنې عمومي ریاست غړيو په کابل منډيي کې د بوټانو له یوه مارکېټ څخه د اور د خپرېدا مخه نیولې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع زیاته کړې؛ په اور‌لګېدو کې ۱۰ ګودامونه او ۸ دوکانونه وسوځېدل. د لومړنیو څرګندونو له مخې؛ د پېښې زیان شاوخوا ۷۰۰ زره ډالر اټکل شوی، خو د اور وژنې پولیسو پخپل وخت د نږدې ۱۵۰ میلیون افغانیو پر ارزښت د توکو د سوځېدو مخه ونیوله.

عبدالمتین قانع وایي: د اور‌لګېدو لامل د برښنا شارټي وه؛ اور چټک کنټرول شو او د نور زیان مخه ونیول شوه.

ځایی دوکاندارانو ویلي، چې اور‌لګېدنه د سهار شاوخوا ۴ بجې رامنځته شوې وه.

Continue Reading

تازه خبرونه

افغانان باید د یو کس د جرم بیه پرې نکړي – د بوش بنسټ

تېره میاشت په واشنګټن ډي سي کې د ملي ګارډ پر دوه غړو له ډزو وروسته یو افغان وګړی، چې پخوا یې د امریکایي ځواکونو د مرکزي استخباراتو ادارې (سي آی اې) سره کار کاوه او روان کال یې پناه‌غوښتنه منل شوې؛ تورن کړ او د ټرمپ ادارې د افغانستان په ګډون د ۱۸ نورو هېوادونو د مهاجرتي غوښتنلیکونو ارزول وځنډاول او د سفر له بندیز سره مخ کړل.

Published

on

د جورج ډبلیو بوش بنسټ د ډونالډ ټرمپ ادارې د کډوالۍ پر نوې پالیسۍ د نیوکې تر څنګ ټینګار کړی، چې افغانان او د نورو هېوادونو وګړي باید د “یو کس د وحشتناک جرم” له کبله د قانوني کډوالۍ له حقونو بې برخې نشي.

تېره میاشت په واشنګټن ډي سي کې د ملي ګارډ پر دوه غړو له ډزو وروسته یو افغان وګړی، چې پخوا یې د امریکایي ځواکونو د مرکزي استخباراتو ادارې (سي آی اې) سره کار کاوه او روان کال یې پناه‌غوښتنه منل شوې؛ تورن کړ او د ټرمپ ادارې د افغانستان په ګډون د ۱۸ نورو هېوادونو د مهاجرتي غوښتنلیکونو ارزول وځنډاول او د سفر له بندیز سره مخ کړل.

د جورج ډبلیو بوش بنسټ د جمعې پر ورځ په ټولنیزو رسنیو کې ولیکل: “د یو کس کړنو، چې د وحشتناک جرم په ترسره کولو تورن دی تر دې دمه د افغانستان په ګډون د ۱۸ هېوادونو د وګړو د کډوالۍ د غوښتنلیکونو قانوني بهیر ګډوډ کړ. “افغانان په کور او متحده ایالاتو کې د نامعلوم راتلونکي سره مخ دي. مونږ نشو کولی، چې د یو کس د جرم له کبله ټولو افغانانو او د نورو هېوادونو مهاجرینو ته شا واړوو.”

دې بنسټ زیاته کړې: د ټولو هغو افغانانو د پر نښه کولو پر ځای، چې په قانوني توګه په امریکا کې ژوند کوي یا د سفر کولو نیت لري؛ غوره شوي مشران باید وارزوي، چې آیا د دې پېښې مخنیوی کېدی شو او که نه.

د بوش بنسټ دا ټینګار هم کړی؛ امریکا باید د هغو افغانانو ملاتړ وکړي، چې “په تېرو دوه لسیزو کې یې له افغانستان سره پر کار کولو یې د ښه راتلونکي جوړولو لپاره خپل ژوند په خطر کې اچولی “ځکه، نو دا اشخاص “باید د یو کس د جرم بار پر غاړه وانخلي.”

د دې دریځ په ځواب کې مایک ډیوس، چې ټرمپ ته نږدې کس او د حقوقي چارو او قضایي ګومارنو په اړه د هغه لوړ پوړی سلاکار دی؛ د جورج ډبلیو بوش د خبرو په اړه ویلي: پخوانی ولسمشر باید له ښکاره نیوکو ډډه وکړي او ډګر اوسني ولسمشر ته پریږدي.

دغه راز د ټرمپ ادارې د کورني امنیت سلاکار او د سپینې ماڼۍ مرستیال سټیفن میلر د دغو څرګندونو په اړه هم غږ پورته کړی او وایي: “لکه څنګه، چې امریکایان د کریسمس لپاره چمتووالی نیسي؛ د جورج ډبلیو بوش بنسټ د نړۍ له خطرناکو هېوادونو څخه د بې محدوده مهاجرت د بېړنۍ اړتیا په اړه خبرې کوي. په داسې حال کې، چې ځینې دا کډوال ممکن مونږ ته زیان ورسوي.”

دا لفظي شخړه په داسې حال کې راپورته شوې، چې د امریکا د مهاجرت پالیسي یو ځل بیا په دې هېواد کې یوه توده او جنجالي سیاسي مسله ګرځېدلې ده.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!