تازه خبرونه

د حکومت او طالبانو د اړیکو جرګه ګۍ د شخړو د حل ناسته تر سره کړې

Published

on

(Last Updated On: )

د افغانستان د حکومت د خپلمنځي خبرو د اړیکو جرګه ګۍ منلې؛ تېره شپه یې په دوحه کې له طالب استازیو سره ولیدل، چې د سولې په خبرو کې له ځنډ څخه د وتلو لار ومومي.

د افغانستان د سولې عالي شورا په یوه تویت کې ویلي: نن ماښام (دوشنبه) د افغانستان د اسلامي جمهوریت او د بلې خوا د خبرو اترو د ډلې د تماس ګروپونو غونډه جوړه شوې وه. پدې ناسته کې، د شخړو په اړه جدي بحثونه وشول او موافقه وشوه، چې د حل لپاره دې ناستې روانې وي.

دغه غونډه په خبرو کې له یوې اوونۍ ځنډ وروسته ترسره شوې ده.

دواړه خواوې د دوه مسلو په اړه په ناندرو کې دي، چې تر اوسه هوکړې ته پرې ندي رسیدلي؛ لومړۍ د فقهې مسله ده ، چې طالبان پر حنفي فقهې د پرېکړې واک پر رسمیت پېژني. په داسې حال کې، چې د حکومتي پلاوی پر حنفي او جعفري فقهې او بشري حقونو ټینګار کوي. دوه یمه ناندریزه مسله د طالب او امریکا د سولې راوستلو هوکړه ده، چې د روان کال د فبرورۍ پر ۲۹ په دوحه کې لاسلیک شوې ده.

طالبان وايي، چې د افغانانو تر منځ خبرې د دوحې د تړون پر بنسټ روانې ساتل شوي؛ خو حکومتي پلاوی ټینګار کوي، چې د افغانستان حکومت له طالبانو سره د امریکا د هوکړې برخه نه وه.

Trending

Exit mobile version