نړۍ
د حوثي یاغیانو برید مو شنډ کړ- عربي متحده امارات
د رویټرز څرګنده کړې، چې عربي متحده اماراتو نن د یمن د حوثي یاغیانو لخوا توغول شوی بالسټیک توغندی شنډ او ویجاړ کړ.
د اسرائیلو ولسمشر اسحاق هرتزوګ په یوه سفر عربي متحده اماراتو ته رسیدلی دی.
د متحده عربي اماراتو دفاع وزارت ویلي، چې د توغندي پاتې شونې د استوګنې له سیمو لرې لوېدلې او مرګ ژوبله نلري.
تر دې دمه څرګنده نده، چې د توغندي موخه د ابوظبي یا دبۍ ښار ول او که نه.
د عربي متحده اماراتو دولتي خبري آژانس وام د چارواکو د څرګندونو له مخې ویلي، چې هوايي ترافیک عادي روان دی او له برید سره سره الوتنې ځنډول شوي ندي.
عربي متحده امارات د سعودي په مشرۍ د ائتلاف یوه برخه ده، چې د ۲۰۱۵ له مارچ راپدیخوا په یمن کې د ایران پر ملاتړ له حوثي یاغیانو سره جګړه کوي.
د حوثي یاغیانو یوه ویاند د برید مسوولیت منلی او زیاتوي، چې د نوي پوځي عملیاتو جزئیات به په څو ګړیو کې په ډاګه شي.
له دې مخکې د روان لمریز هجري کال د غويي پر ۲۷ هم حوثي یاغیانو په ابوظبۍ کې یو خونړی برید کړی و، چې په کې درې کسان وژل شوي وه.