سیمه ییز خبرونه
د حماس د مشر وژنه به د مقاومت محور ونهدروي ـ د ایران مذهبې رهبر
د خامنهاي د څرګندونو له مخې؛ د هغه نشتوالی له شک پرته د مقاومت د محور لپاره دردونکي دی؛ خو دا جبهه د مخکښو شخصیتونو پر وژنه له وړاندې تګه نه پاتې کیږي. حماس ژوندی دی او ژوندی به وي.

د ایران مذهبي رهبر ایت الله علي خامنهاي د شنبې پر ورځ ویلي، چې د حماس د مشر یحیی سنوار پر وژنه به د مقاومت محور ونه دریږي او حماس به ژوندی وي.
د خامنهاي د څرګندونو له مخې؛ د هغه نشتوالی له شک پرته د مقاومت د محور لپاره دردونکي دی؛ خو دا جبهه د مخکښو شخصیتونو پر وژنه له وړاندې تګه نه پاتې کیږي. حماس ژوندی دی او ژوندی به وي.
یحیی سنوار د ۲۰۲۳ کال د اوکټوبر پر اوومه پر اسرائیلو د حماس د برید بنستوال و، چې ورسره سمه د غزې جګړه هم پیل شوه.
د چارشنبې پر ورځ له اسرائیلي ځواکونو سره په ډزو کې له یوه کال اوږده جګړې وروسته ووژل شو او د پنجشنبې پر ورځ یې د وژل کېدا اعلان راپور خپور شو.
خامنهای د نوموړي په اړه ویلي: هغه د مقاومت او مبارزې ځلانده څېره وه. پر کلک هوډ د ظالم او نیواکګر دښمن پر وړاندې ودرېد؛ پر زړورتیا او هوښيارۍ يې د اوکټوبر د اوومې نېټې هغه نه جبرانېدونکې ګوزار وکړ، چې د دې سيمې په تاريخ کې ثبت شوی دی. بیا یې ارواح پر عزت او غرور د شهیدانو هسک ته پورته شوه.
دغه د “مقاومت محور” چې د ایران په ملاتړ له کلونو هڅو وروسته جوړ شوی؛ حماس، د لبنان حزب الله ، د یمن حوثي غورځنګ او په عراق او سوریه کې بېلابېل شیعه ډلې رانغاړي.
رویټرز راپور ورکړی، چې دا ډلې ځانونه په منځني ختیځ کې د اسرائیلو او د امریکا د نفوذ پر وړاندې د مقاومت سرلاري بولي.
خامنهاي ویلي، د تل په شان مونږ به د خدای پر فضل او مرسته د مخلصو میړنیو او جنګیالیو تر څنګ پاتې وو.
دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت د اسرائيلي پوځ لخوا د حماس د سياسي مشر یحیی سنوار د وژلو په غبرګون کې نوموړی يو اتل بللی او څرګندوي، چې پر وړاندې به یې جهاد پر زيات قوت روان وي.