ساینس او ټیکنالوژي
د جیمز اوب خلایي تلسکوپ د کهکشان یو زړه راکښونکی انځورخپور کړ

د جیمز اوب خلایي تلسکوپ د کهکشان یو داسې زړه راکښونکی کړه ییز انځور خپور کړی، چې له مونږ نږدې ۵۰۰ میلیون نوري کاله لرې موقعیت لري، چې د آسماني پژې یا مجسمې پر بڼه لیدل کیدی شي.
د کهکشان دغه اخیستل شوی انځور اوس نه یوازې مونږ ته د دې کهکشان ښکلا ښیي، بلکې په کې د میلیاردونو کلونو له بدلونونو هم ښکارندویي کوي.
جیمز اوب تر دې دمه بېلابېل انځورونه خپاره کړي؛ خو د دغه تلسکوپ دا نوی انځور د داسې یوه کهکشان دی، چې د نورو پر پرتله خورا ډېر بې ساری ښکاري.
دا کړه ییز کهکشان له یوې داسې چاودنې رامنځته شوی، چې له دوه کړه ییز جوړښته برخمن شوی دی. د ناسا د څرګندونو له مخې؛ دا جوړښت هغو څپو ته ورته دی، چې په یوه ډنډ کې د ډبرې له غورزولو رامنځته کیږي.
د کهکشان دننه برخه د ګرمو دوړو جوړه شوې ده او د کړۍ روښانه برخه د ځوانو ستورو کوربتوب کوي. بهرنۍ کړۍ په تېرو۴۴۰ میلیون کلونو کې د پراخېدو په حال کې ده، چې ستوري رامنځته او وده ورکړې.
د هابل خلایي تلسکوپ پخوا له کړه ییز کهکشان څخه انځور اخیستی و؛ خو اوس جیمز ویب ډېرنور څه په ډاګه کړي، چې دوړې په کې کولی شي د ځانګړیو سرو رڼاګانو مخه ونیسي. لر لید کیمره د ۰.۶ او ۵ مایکرون ترمنځ موجونه ثبتوي او دا معلومات کړه ییز کهکشان ته په نیلي، نارنجي او ژیړ رنګونو کې ښودل کیږي. د منځني کچې کیمرې معلومات هم د ۵ څخه تر ۲۸ مایکرون څپو کې ثبتیږي او سور رنګ خپلوي.
له کړه ییز کهکشان څخه د جیمز اوب لیدنه ښیي، چې دا کهکشان د لېږد په پړاو کې دی.
د پایلې په توګه وړاندویېنه کیږي، چې کړه ییز کهکشان به په راتلونکي کې نور هم پراخه شي او په میلیونونو کلونو کې به بېلابېلې بڼې خپلې کړي.
ساینس او ټیکنالوژي
د ایلان ماسک پر X پراخ سایبري برید وشو
ماسک د دوشنبې پر ورځ د ایکس په یوه پوسټ کې وویل: ” پر مونږ هره ورځ برید کیږي؛ خو دا پر ډېرو سرچینو ترسره شوی. یا یوه لویه، همغږي ډله او یا یو هېواد پکې ښکېل دی”.

د ټولنیزو رسنیو پلیټ فارم ایکس د دوشنبې پر ورځ وقفهیي له کاره وغورځېد؛ خاوند یې ایلان ماسک پر یو غیر معمولي ځواکمن سایبري برید پړه واچوله.
ماسک د دوشنبې پر ورځ د ایکس په یوه پوسټ کې وویل: ” پر مونږ هره ورځ برید کیږي؛ خو دا پر ډېرو سرچینو ترسره شوی. یا یوه لویه، همغږي ډله او یا یو هېواد پکې ښکېل دی”.
هغه په سمه توګه روښانه نکړه، چې له “ډېرو سرچینو” څخه یې مطلب څه دی او د هغه نظرونو د سایبري امنیت د متخصصینو شکونه راوپارول. هغو نغوته( اشاره ) کړې، چې دا ډول بریدونه – له خدماتو ډډه کول بلل کیږي، چې په هروخت د کوچنیو ډلو یا اشخاصو لخوا ترسره شوي دي.
رویټرز راپور ورکړی، چې د ډاونډیټیکټر د څرګندونو له مخې، ایکس له وقفې وقفې سره مخ شو.
په همدې حال کې ډیجیټل ټرایډز Digital Trends د سېشنبې پر ورځ راپور ورکړ؛ داسې راپورونه شته، چې ایکس اوس هم ستونزې لري.
د انټرنیټ صنعت کارپوهانو ویلي، چې ایکس د دوشنبې پر ورځ له ‘خدماتو د ډډې’ څو څپو سره مخ شو.
ماسک د فاکس بزنس شبکې له لاري کوډلو سره په یوه مرکه کې ویلي، چې سایبري برید د اوکراین په سیمه کې د IP له پتو ترسره شوی دی.
د صنعت یوې سرچینې رویټرز ته ویلي، چې هغه د ماسک له ادعا سره مخالفت وکړ او وایي، چې د X د ناوړه ټرافیکو د بمبارډ لویه برخه په امریکا، ویټنام، برازیل او نورو هېوادونو کې د IP له پتو موندل کېدی شي. د ناوړه ټرافیکو کچه، چې نېغه له اوکراین څخه راځي “بې ارزښته” ده.
په هر حال رویټرز راپور ورکړی؛ له خدماتي بریدونو څخه ډډه کول د دوی لیکوالانو ته بېرته موندل خورا ګران دي او د IP له پتې پر کله کله د دې په اړه معنا لرونکی اند چمتو کوي، چې تر شا یې څوک و.
ماسک د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره، چې د سلاکار په توګه دنده ترسره کوي؛ د روسیې له یرغل سره د مبارزې لپاره پ اوکراین د پرلهپسې هڅو له نیوکې سره یو ځای شو.
ماسک د یکشنبې پر ورځ ویلي، چې د اوکراین لومړۍ کرښه به د هغه د سټارلینک سپوږمکۍ له مخابراتي خدماتو پرته “ماته شي”. که څه هم هغه ویلي، چې هغه به د اوکراین لاسرسی پرې نکړي.
ساینس او ټیکنالوژي
پنجشیر ولایت به ډېر ژر د نوري فایبر له ملي شبکې سره ونښلول شي
په دې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا پروژه له ګلبهار څخه تر بازارک پورې ۳۶ کیلومټره لار پوښي؛ شتل، انابه او رخه ولسوالۍ به هم د نوري فایبر له خدماتو برخمنې کړي.

د پنجشیر ولایت د رسنیو دفتر نن (چارشنبه د کب لومړۍ) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې له نوري فایبر سره د دې ولایت د نښلولو د ملي پروژې عملي کار به په راتلونکې میاشت کې پیل شي.
په دې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا پروژه له ګلبهار څخه تر بازارک پورې ۳۶ کیلومټره لار پوښي؛ شتل، انابه او رخه ولسوالۍ به هم د نوري فایبر له خدماتو برخمنې کړي.
د خبرپاڼې له مخې؛ دا پروژه د پنجشېر ولایتي ادارې د هڅو او د افغانستان اسلامي امارت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د مشرتابه د ځانګړې پاملرنې له کبله د افغان بېسیم، افغان ټیلیکام او آیسيجي ICG شرکتونو لخوا پلي کیږي.
ساینس او ټیکنالوژي
د ډونالډ ټرمپ له ملاتړ وروسته ټیکټاک بېرته په امریکا کې د لاسرسي وړ شو
ټیکټاک خپلو کاروونکو ته په یوه پیغام کې ویلي: “د ټرمپ له هڅو څخه مننه، ټیکټاک په امریکا کې بېرته فعالیږي.”

له هغې وروسته، چې د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل، چې سپینې ماڼۍ ته له ستنېدو وروسته به ټیکټاک اپلیکیشن ته لاسرسی بېرته خوندي کوي؛ نو ټیکټاک د یکشنبې پر ورځ اعلان وکړ، چې په امریکا کې خپل خدمات بېرته د لاسرسي وړ ګرځوي.
ټیکټاک خپلو کاروونکو ته په یوه پیغام کې ویلي: “د ټرمپ له هڅو څخه مننه، ټیکټاک په امریکا کې بېرته فعالیږي.”
ټیک ټاک هم په یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ امریکایي کاروونکي توانېدلي، چې د چینایي شرکت اوبپاڼې ته لاسرسی ومومي.
د شنبې پر شپه د امریکايي کاروونکو لپاره ټیکټاک ته لاسرسی وځنډول شو.
امریکایي چارواکو خبرداری ورکړی و، چې د چینایي شرکت بایټډنس تر ملکیت لاندې د چین حکومت د امریکایانو له معلوماتو څخه د ناوړه ګټې اخیستنې احتمال شته.
د ټرمپ لخوا د ټیکټاک بیارغونه د هغه د لومړۍ دورې پر پرتله د هغه په دریځ کې یو بدلون ګڼل کیږي. په ۲۰۲۰ کال کې هغه د چین حکومت لخوا د امریکایانو شخصي معلوماتو ته د لاسرسي په اړه د اندېښنو له کبله د اپلیکیشن د بندولو هڅه وکړه.
په دې وروستیو کې، ټرمپ ویلي، چې “ټیکټاک مې په زړه کې ځانګړی ځای لري” ځکه، چې د ۲۰۲۴ کال په ټاکنو کې یې د ځوانو رای ورکوونکو د جذبولو لپاره ترې ګټه پورته کړه.
د هغه قانون له مخې، چې تېر کال تصویب او د جمعې پر ورځ د امریکا سترې محکمې لخوا تائید شو؛ نو تر یکشنبې پورې ټیکټاک وخت درلود، چې د چینایي شرکت بایټډنس سره اړیکې پرې کړي او په امریکایي پېرودونکو وپلورل شي.
امریکایی قانون جوړونکي اندېښمن دي، چې د چین حکومت کولی شي ټیکټاک اړ کړي، چې د چینایي قانون پراساس د امریکایي وګړو په اړه معلومات وروسپاري.
-
تازه خبرونه4 days ago
په افغانستان کې امنیت او حاکمیت ټینګ دی – عراقچي
-
سوداگري4 days ago
د افغانستان بانک ۱۵ ميليون امريکايي ډالر داوطلبۍ ته وړاندې کوي
-
تازه خبرونه3 days ago
د بیات بنیاد د خوراکي توکو د وېش لړۍ غزني ولایت ته ورسېده
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
مصر د غزې د اوربند د بیا پیل لپاره نوی وړاندیز وکړ
-
تازه خبرونه5 days ago
د ترهګرۍ وده د پاکستان د تېروتنو پایله ده – مولانا فضل الرحمن
-
تازه خبرونه1 day ago
اروپايي ټولنې له خپلو وګړو د خوراکي توکو زیرمه کول وغوښتل
-
International Sports4 days ago
سنرایزرز لوبډله پر زړهراکښونکې توپوهنې د راجستان رویالز پر وړاندې بریالۍ شوه
-
نړۍ3 days ago
پر اوکراین د روسیې د راکټي برید له کبله ۸۸ ملکي وګړي ټپیان شول